ایا د مېرمنو لاسونه په ستر کې داخل دي؟
پوښتنه:
ایا د ښځو لاسونه په ستر (پټولو) کې داخل دي که نه؟
الجواب
حامدا ومصلیا وبعد:
په دې اړه علماء کرامو بېلا بېلا حکمونه وړاندې کړي، خو د افتاء د اصولو په لحاظ قوي خبره د عموم او قوت دلیل له امله داده :
چې د ښځو لاسونه که ورغوي دي اوکه يې د لاس شاوې، په ستر کې داخلې نه دي،
خو که احتياطا يې په لمانځه کې پټ کړي ښه ده.
خروجا عن الخلاف والا فلیس بضروري (اعلاء السنن)
که څوک په تفصيلي ډول معلومات ترلاسه کول غواړي نو لاندې کتابونو ته دې مراجعه وکړي:
فتح القدیر ۱۰\۲۲۵
اعلاء السنن ۲\۶۵۳