ايډز څه ډول ناروغي ده؟

دايډز ناروغي د يوه ويروس له کبله منځ ته راځي چي د HIV په نوم ياديږي.

د خپرېدو لارې:

د ايډز ويروس له لاندی لارو څخه له يوه وګړي  څخه بل ووګړي ته لېږدول کېږي .
۱ . د جنسي نږدی والي له لاري: ويل کېږي چې د ايډز تر ټولو ډېرې پيښې د جنسي نزدې والي له لارې په HIV ککړ انسان څخه روغ انسان ته خپرېږي.
۲ . که چېرې يوه روغ انسان ته پداسې يوه ستن باندې پيچکاري وشي چې مخکې پرHIV اخته وګړي کارولې وي نو هغه روغ وګړي ته هم دا ويروس خپرېږي . دا خپرېدل ډير ځل په روغتيايي کارکونکو او هغه خلکو کي ليدل کېږي چي د پيچکارۍ له لاري نشه ايز درمل اخلي .
۳. که چيرې  د يوه په HIV اخته انسان وينه يا د وينې کومه برخه روغ انسان ته تېره شي او یا که ددی ناروغ د بدن کوم غړی روغ انسان ته پيوند شي نو روغ انسان هم پدی ويروس اخته کېږي.
۴. د يوې اميندوارې ښځې څخه د هغې ماشوم ته دا ويروس خپرېږي.

HIV دانسان په بدن څه ډول اغيزه کوي؟

پرته له شکه په ايډز اخته ناروغ کي بې شميره ناروغۍ ليدل کيږي مګرد روغتيا پوهانو په اند دا ټولې د انسان په بدن باندې ددې ويروس د دوه ډوله اغيزو څخه سرچينه اخلي.
• لمړی دا ويروس د بدن په ځيني غړو باندې نېغ په نېغه اغېزه کوي او ددی غړو د ناروغيو لامل کېږي چې د روغتيا پوهنې په ګړدود (لهجه) کې ورته Direct Effect of HIV وايي.
• دوهم دا ويروس د ناروغيو په مقابل کې د بدن ځواک له منځه وړي او لدې لارې د ډول ډول وژونکو ناروغيو لامل کېږي چې دې اغېزې ته د روغتيا پوهني په ژبه Effects Due to Immunodeficiency وايي.

د ناروغيو په مقابل کي د بدن د ځواک کمزوري کېدل څه ډول روغتيايي ستونزې منځته راوړي؟

د ناروغۍ په وړاندې د بدن د ځواک هغه کمزوري چې د HIV له کبله منځته راځي په ناروغانو کې درې ډوله روغتيايي ستونزې منځته راوړي.
• لمړی ډيرې کوچنۍ ناروغۍ په ډېره پرمختللې بڼه په ناروغ کې را څرګندېږي؛ د درملنې په وړاندې ښه ځواب نه ورکوي يا د درملنې وروسته ډېر ژر بېرته را ګرځي .
• په ناروغ کې ځيني داسې مکروبي ناروغۍ را ښکاره کېږي چې هغه مکروبونه په عامو حالاتوکې هېڅ ناروغي منځته نشي راوړای او د روغتيا پوهنې په ژبه ورته Opportunistic Infections وايي.
• په ناروغ کې ځيني سرطاني پېښې منځته راځي او ويل کېږي چې ددې سرطاني پېښو لامل هم  ويروسونه دي چې د ناروغۍ پر ضد د بدن د ځواک  لږوالی ورته لاره برابروي.

کله يو ناروغ  ايډز ګڼل کېږي؟

کله چې يو ناروغ په HIV اخته شو؛ د ناروغۍ په وړاندې يې د بدن ځواک ورو ورو کم، او په بدن کې يې ډول ډول ناروغيو ته لاره هوارېږيِ؛ هر وخت چې يې د ناروغيو پر ضد د بدن ځواک تر دې کچې را کښته شو چې داسې مکروبي ناروغۍ پکۍ را څرګندې شي چې هغه مکروبونه اصلا هېڅ د ناروغيو لامل نه کېږي؛ يا داسي سرطاني پېښې پکې را څرګندې شي؛ چې هغه هم په خپل وار د مکروبونو پر ضد د بدن د ځواک د کمښت په پايله کې د ويروسونو له کبله منځته راځي؛ نو ناروغ  ايډز  بلل کېږي او دا هغه وخت دی چې ناروغ نوره هېڅ روغه ورځ نه ويني. که درملنه يې ونشي نو د روغتيا پوهانو په اند ناروغ په منځني ډول د دريو کلونو په موده کې مړ کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دې ناروغانو ډير شمېر کلونه کلونه ظاهرا روغ رمټ وي؛ او نه خپله او نه د ټولنې نور خلک پرې پوهيږي؛ له همدې کبله دوي روغ خلک هم په دې ناروغۍ اخته کوي.

آيا د ايډز درملنه کيدای شي؟

تر اوسه د ايډز بشپړه درملنه نکيږي؛ ځيني د ويروس ضد درمل شته چي ښايي د ناروغ ستونزې را کمې کړي؛ ايډز ته رسېدل يي ورو او په پايله کې يې لږ ژوند ښه کړي؛ مګر په خواشينۍ سره بايد ووايو چې څه وخت وروسته دا ويروس خپل جوړښت بدلوي او لدې وروسته نوموړي درمل پري هيڅ اغيزه نشي کولای. له بله پلوه دا درمل ډير ګران دي او زمونږ د هيوادوالو غوندې بيوزلي خلک يي د اخيستلو وس نلري.

د ايډز مخنيوی:

په خواشينۍ سره مي د ډله ايزو رسنيو څخه واوريدل چي په تیرو شپږو مياشتو کي زمونږ په هيواد کې د ايډز پيښې څلور برابره ډيرې شوي؛ لدې کبله په ځای بولم چې د ايډز د مخنيوي په هکله په لاندې ډول څه وليکم.
* د ايډز بشپړه درملنه نه کېږي لدي کبله يې مخنيوی ډير ارزښتناک برېښي.
* ويل کېږي چې په نړۍ کې د ۴۲ ميليونو څخه ډېر خلک پدې ناروغۍ اخته دي.
*  همدارنګه دی ناروغۍ په ميليونونو خلک د مرګ کندې ته رسولي دي.
* اوس هم په ميليونونو خلک د نړۍ پر مخ پدې ناروغۍ باندې د اخته کيدو سره مخامخ دي.

د ايډز څخه څنګه ځان وژغورو؟

۱-د نا مشروع جنسي اړيکو څخه ځان ساتل د ايډز په مخنيوي کي تر ټولو ارزښتناک ګام دی.
۲-. پرته له اړتيا څخه بايد  پيچکاري و نکړو او که اړتيا ډيره وي نو د پيچکارۍ او ستن دواړو د پاکوالي څخه بايد ډاډمن اوسو.
۳-. اړينه ده چې ناروغ ته د وينې ورکولو په وخت وينه د ايډز د ويروس او نورو ناروغيو لپاره ټست شي او يواځې هغه وخت ناروغ ته ورکړل شي چي د پاکوالي څخه يې پوره ډاډمن شو.
۴-. اميندوارې ښځې که په ايډز اخته وي نو بايد وخت په وخت له ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د ډاکټر لارښوونې په غور سره پلې کړي.

په درناوي .

ډاکټر فيض الله (ثاقب)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب