ايا مياشت او ستوری د اسلام سمبول دی؟
پوښتنه:
د ستوري او مياشت نښان چې اوس د اسلام سمبول ګرځيدلي دي، اصليت او مانا څه ده؟
ځواب:
مياشت يا ستوری د ا سلام سره کومه اړيکه نه لري، که څه هم اسلامي هيوادونه، چې ډيری يې عجم دي په خپلو بيرغونو کې دغه نښانونه راوړي. مياشت يا ستوری ډير پخواني سمبولونه دي، چې تاريخي ريښه يې د سومريانو مدنيت ته رسيږي. د حضرت محمد(ص) څخه ډير وروسته يانې عثمانيانو( ۱۲۹۹-۱۹۲۲) دغه نښانونه د جنګ لپاره وکارول.
د اسلام دواړو سرچينو ( قرانکريم او سنت) د دغو نښانونو يادونه نه دي کړي. دحضرت محمد (ص) بيرغ تور او سپين ؤ، چې (نصر من ا لله) يانې بری د خدای له خوا دی، پرې کښل شوي وو.
ولې خلک مياشت او ستوری د اسلام سمبول ګڼي؟
د عثمانيانو وخت را پدېخوا داسي مفکوره رامنځ ته شوه، چې ګواکې مياشت او ستوری د اسلام او مسلمانانو سمبول دی. دغه سمبول وروسته بيا په نخچو، زيوراتو او د ښکلا په نورو شيانو کې هم دود شو. دغه نښان په اوس وخت کې د پاکستان او هندوستان د جوماتو په ودانيو کې ډير ترسترګو کيږي.
که حقيقت ته ځير شو اسلامي علماؤ تر اوسه دغه نښان د اسلام سمبول په حيث نه دي منلي، ځکه چې اسلام کله هم داسي سمبولونه، نه مني اونه هم يواځی سمبولونه او نښانونه د اسلام مظهر کيدلی شي.
اسلام نښې او سمبولونه نه مني!
د ځينو کره کتونکو په اند ښايي د مياشت(هلال) نښه د حضرت محمد(ص) څخه ۴۰۰ کاله پخوا د کعبې شریفې پر سر ځوړنده وي، خو هیڅ داسی ثبوت نشته چې دغه نظر تاييد کړی اوس پوښتنه دلته ده، چې ايا حضرت محمد(ص) دا ډول کړنو ته اجازه ورکوله؟ ځواب ساده دی او زه په ټينګار سره ويلی شم چې (نه).
د يادولو وړ ده کله چې حضرت محمد(ص) له مدينې منورې څخه مکې معظمې ته راغلو او ور ننوت، لومړی يې ټول بتان مات کړل چې په هغه کې د هوبال بت چې د مياشتې خدای يې باله هم شامل ؤ. په حقيقت کې موږ داسي ثبوت نه لرو چې ايا هوبال ريښتيا هم د دوي په منځ کې د مياشتې خداي په نوم مشهور ؤ؟
اسلام چې د حضرت محمد(ص) په واسطه ښودل شو دی د ټولو هغو بتانو، مجسمو او سمبولونو مخالف دی، چې مسلمانان د يوه خدای(ج) له عبادت څخه بل لوري ته رهبري کوي.
نښان د ډيانا لپاره!
په دقيق ډول د سمبولونو او نښانو مبدا او سرچينه معلومول ډير ستونزمن کار دی. ډيری پوهان او منابع په دې همنظره دي، چې ګواکې دغه پخواني سبمولونه د مرکزي اسيا او سيبريا خلکو په خپلو عبادتونو کې( چې د لمر، مياشتی او نورو رب النوع عبادتونه يې کول) استعمالول. او دغسي نظر هم شته چې د مياشت او ستوري نښان خلکو ددې لپاره استعمالوه، ترڅو وښيئ چې دوی د يوناني ډيانا عبادت کوونکي دي.
د استانبول ښار دغه د مياشت او ستوري نښان قبول کړ، داسی نظريه هم شته چې د استانبول ښار اوسيدونکو د يوناني ډيانا د اغېز له مخې دغه سمبول انتخاب کړ. ځيني وايې چې دوي ځکه دغه نښان غوره کړ چې روميانو د جرمني پوځونو ته په (لونرمنتس) کې ماتي ورکړه. لونر منتس د منځني ختيځ او اروپايانود دود مطابق دکال هغه مياشت ده، چې ډيری وخت څلور اوونۍ وي او په اوله شپه کې يې مياشت(هلال) ډير ښکلی ښکاري. په هر صورت ، د مياشت او ستوري نښان د عيسی (ع) د زيږيدو وړاندې ددې ښار په بيرغ باندې کښل شوی ؤ.
بيرغ د پيژندګلوۍ په خاطر
د حضرت محمد(ص) په وخت د اسلامي پوځونو بيرغ ساده تور-شين-سپين ؤ، هغه هم يواځي د پيژندګلوۍ لپاره، او وروسته مسلمانانو ساده تور، سپين او شين رنګ بيرغونه لرل چې کومه ځانګړي نښه، ليک او سمبول يې نه درلود.
کالونه کالونه عثماني امپراطورۍ په اسلامي هيودونو حکومت وکړ، د اروپايې عيسويانو سره يې جنګونه وکړل، بالاخره خلکو داسي وانګيرله چې ګواکې همدغه د مياشت او ستوري نښه د اسلام او عقيدې سمبول دی.
خو په تاريخي لحاظ اسلام هيڅ ډول سمبول نه دی قبول کړی او مسلمانانو د کفار پخوانۍ مجسمې او سمبولونه رد کړي دي.
سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه: حضرت بهار