انګلیش ګرامر

تعریف: ګرامر د معیارونو یوه مجموعه ده چي د جملو جوړښت او د هغو برخي تشریح کوي.

مثال:

I am typing English grammar.

دغه جمله صحیح ده او ۵ لغاتونه لري. په دغه جمله کي I فاعل دئ، am typing  دوه فعلونه دي او English grammar مفعول دئ.

موږ نسو کولای English grammar د typing فعل فاعل کړو:

English grammar is typing me.

د ګرامر ډولونه:

ګرامر ډېر ډولونه لري لکه: تاریخي (historical)، مقایسوي (comparative)، توصیفي (prescriptive)، تشریحي (descriptive)، عملي یا وظیفوي (functional)، او داسي نور.

زموږ و ستاسو سروکار به د تشریحي (descriptive) او عملي (functional) ګرامر سره وي.

تشریحي ګرامر ـ Descriptive grammar:

دا چي ژبه څنګه استعمالېږي او خبري په کېږي شرحه کوي. همدارنګه د هر لغات ډول او دنده په جملو کي شرحه کوي.

مثال:

Ahmad came with his brother.

په لوړ مثال کي، Ahmadاسم دئ او کار ترسره کوي. Came یو فعل دئ او د احمد عمل ښیي. WITH یو حرف اضافي دئ او د جملې د دوهم اسم his brother رابطه د احمد د عمل سره ښیي. Brother یو اسم دئ او د حرف اضافي مفعول دئ.

عملي ګرامر ـ Functional grammar:

2K 51142
ګرامر

 

راښیي چي لغاتونه خپل کارونه په جملو کي سم ترسره کوي که یا او موږ ته د صحیح اصلاحاتو او د جملو د صحیح ترکیب جوړښت راښیي.

مثال:

I and Ahmad came.

اما داسي نه وایو:

Me and Ahmad came.

دغه جمله کي د Me لغت د بل لغت پر ځای استعمال سوی دئ نو جمله صحیح نه ده.

 Grammar Definition:

A set of standards that describes the structure of sentences or parts of them.

Example:

I am typing English grammar.

This is a correct example and has 5 words; I as a subject, AM TYPING as the verbs, ENGISH GRAMMAR as the object.

We don’t say:

English grammar is typing me.

Kinds of Grammar

There are different kinds of grammar; historical grammar, comparative grammar, prescriptive grammar, descriptive grammar, functional grammar, and so on.

Our focus will be on descriptive and functional grammar.

Descriptive grammar:

describes how a language is used and spoken. It tells us what every word is and what every word does.

Example: Ahmad came with his brother.

In the above example, Ahmad is a noun and does the action. Came is a verb and shows Ahmad’s action. WITH is a preposition and relates the second noun (his brother) with Ahmad’s action (came). HIS is a pronoun and has replaced Ahmad’s name and ‘s. BROTHER is a noun and is the object of the preposition.

Functional grammar:

tells you how words behave when they are doing their jobs properly and guides you to the right expression — the one that fits what you’re trying to say — by ensuring that the sentence is put together correctly.

Example:

I and Ahmad came.

We don’t say: Me and Ahmad came

لیکنه: احمدالله صمیمي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب