انټرنیټي اعتیاد

انټرنیټي اعتیاد

آیا ورځ دانټرنیټي پاڼو په کتلو پیلوئ ؟

آیا په انټرنیټ کې  دګرځیدلو په مهال دسکون او خوښۍ احساس کوئ  ؟

آیا دسفر یا له کمپیوتر څخه دلرې اوسیدلو په مهال  دپریشانۍ احساس درسره وي ، او دخپل ایمیل او انټرنیټي پاڼو کتلو ته مو همیشنۍ تلوسه وي ؟

آیا دانټرنیټ د استعمال له پیل  وروسته مو ټولنیز فعالیت اغیزمن شوی او دخپلو ملګرو ، کورنۍ او اهل له شکایتونو سره مخ شوي یاست ؟

که چیرې ځواب ( هــو )  وي ، نو تاسو د انټرنیټي اعتیاد په ناروغۍ مبتلا یاست ، او هرڅومره ژر باید خپلې روغتیا ته توجه وکړئ .

انټرنیټي اعتیاد یا Internet Addiction هغه ناروغي ده چې په لومړي ځل په ۱۹۹۴ کال کې امریکایي روحي ډاکټر  کیمبرلي یانګ تشخیص کړه ، نوموړي وویل هغوی چې په اونۍ کې له ۳۸ ساعته زیات انټرنیټي پاڼې پلټي ، په حقیقت کې دانټرنیټي اعتیاد په ناروغۍ مبتلا دي .

ډاکټران وایي چې انټرنیټي اعتیاد ګڼ روحي او بدني عوارض او تاوانونه لري ، چې له دې جملې لاندې دیادولو وړ دي .

  1. کمپیوتر او انټرنیټ ته دایمي او نه خړوبیدونکي اشتهاء
  2. دکمپیوتر څخه دلرې والي په مهال دشدید درد ، پریشانۍ او عصبانیت احساس
  3. زړه تنګي او روحي فشار
  4. له ملګرو او کورنۍ سره په اړیکو پاللو کې ناکامي او ستونزې
  5. په تعلیمي او تدریسي کچه  کې ټیټ والی
  6. له اجتماعي ضروري او مناسبو فعالیتونو څخه لرې والی او بالاخره ځان غیرمسؤل بلل
  7. د وخت  په مدیریت او استعمال کنترول نه درلودل
  8. دملا او مغزي درد او دکمپوتري وړانګو له امله دسترګو التهابي کیدل

دانټرنیټي اعتیاد دعلاج لپاره اروا پوهان لاندې څو توصیې وړاندیزوي .

  1. که څوک په اونۍ کې له ۳۸ ساعته زیات انټرنیټ ته کیني ، لومړی باید داومني چې  دی په انټرنیټي اعتیاد مبتلا مریض دی ، او له هغه وروسته له دې ستونزې دخلاصون لپاره لاس په کار شي .
  2. خپل دانټرنیټ استعمال ته ادنی حد وټاکئ او هر اړخیزه هڅه پیل کړئ ترڅو دانټرنیټ استعمال کم کړئ ،که تاسو په اونۍ کې ۴۰ ساعته انټرنیټ کاروئ ، نو په لومړۍ مرحله کې دا حد ۲۰ ساعته ته راښکته کړئ  ، که کوم مهم کار مو ترانټرنیټي پلټنې پورې معطل نه وي ، نو د ډاکټرانو په باور په ۲۴ ساعته کې یوازې یو ساعت  دانټرنيټي پاڼو دکتلو لپاره کفایت کوي .
  3. خپل کمپیوټري شوي عادات بدل کړئ ، تاسو به شاید ورځ دکمپیوتر په خلاصولو پیلوئ ، خو له دې وروسته هڅه وکړئ ، ورځ په ذکر ، سپورت  او یا حداقل سهارنۍ ناشته باندې پیل کړئ ، انټرنیټ ته له داخلیدلو وروسته شاید تاسو لومړی خپل ایمیل چک کوئ ، چې داهم یوه  غیرعادي تلوسه او رواني ستونزه ده کوښښ وکړئ لومړی خبرونه وګورئ ، وروسته په ارام خپل ایمیل چک کړئ ، ترڅو موراغلیو خطونو ته دهمیشنۍ تلوسې ستونزه له منځه لاړه شي .
  4. دخوب په خونه کې کمپیوتر مه ساتئ .
  5. که  مثلا تاسو دانټرنیت کارولو لپاره دورځې یوساعت وخت بیل کړی وي ، نو انټرنیټ ته له داخلیدو سره سم  دخپل مبایل بیداروونکي ګړۍ په یوه ساعت برابره کړئ ، او کله چې وروسته  درته بیداروونکي ګړۍ زنګ وهي سمدستي خپل  انټرنيټ ډیسکنیکټ  کړئ .
  6.  په یوه سپينه ورقه دانټرنیټي اعتیاد پنځه زیانونه او دپریښودلو پنځه ګټې یې ولیکئ ، او خپل دمخې په جیب کې یې کیږدئ ، او کوښښ وکړئ چې ډیر ډير یې مطالعه کړئ ، داهم له تاسو سره ددې عادت په پریښودلو کې مرسته کوي .
  7. خپل ۲۴ ساعته وخت  تقسیم کړئ او دهر وخت لپاره یوه ګټور مصروفیت پيدا کړئ ، هغه وخت درپه زړه کړئ چې انټرنیټ مو نه کاراوو ، هغه وخت مو کوم مصروفیتونه او ټولنیز فعالیتونه درلودل چې اوس یې نه لرئ ، هغه دوران بیا راژوندی کړئ .
  8. خپل  ګوښه خوښی عادت چې تاسو انټرنیټ ته په پنا وړلو مجبوروي بدل کړی ، ددې لپاره دټولنیز فعالیت  ، عامه اړیکو او ملګرتیا پاللو عادت ته وده ورکړئ ، دسپورت دکومې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړئ ، په مسجد کې دیني درس ته کینئ  ترڅو مو ټولنیز مشارکت او فعالیت موزیات شي .

کمپیوتر او انټرنیټ دمعاصر بشر دوه هیښوونکي او خورا ارزښتمن اختراعات دي ، خو له ټول مفیدوالي جانبي عوارض او منفي اغیزې هم لري ، موږ ته ښایي چې  له نویو تخنیکونو سره د ( خذ ماصفا ودع ماکدر ) معامله وکړو ، منفي اغیزې یې باید لومړی تشخیص کړو او بیا ترې ځان وساتو ، انټرنیټي اعتیاد یو له هغو ستونزو دی چې زموږ ډیر انټرنیټ کاروونکي په ناخبرۍ کې پرې مبتلا دي ، او له منفي اغیزو یې کړیږي ، راځئ ددې ناروغئ په مخنیوي کې کلکه مبارزه وکړو .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب