حدیثونه پښتو ژباړه

انما الاعمال بالنيات… شرح او تفصيل

عن عُمَرَرضي الله تعالى عنه قال سٍمعتَُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقًولُ انمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وانماَلِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ الى دُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ. رواه البخاري

لومړى: مفردات:

•    إنما
د علم معاني له مخې دا تورى د حصرلپاره استعماليږي، کوم شى چې په جمله کې ذکرشوى وي هغه ثابتوي اوکوم شى چې نه وي ذکرشوى هغه نفې کوي.
•    الأعمال:
اعمال دعمل جمع ده دانسان فعل اوحرکت ته ويل کيږي اودلته تری مراد شرعي عملونه.
عملونه عام دي له یوې خوا اقوالواوافعالوته ورشامل دي او له بله پلوه د مکلف هر عمل ته چې په هره مرتبه کې وي( فرض، واجب،سنت…) او يا هر څومره وی شامليږي.
•    النية
امام نووي ويلي دي نيت قصد او د زړه عزم ته ويل کيږي.
امام بيضاوي ويلي دي چې نيت په لغت کې ( عبارة عن انبعاث القلب نحو ما يراه موافقا لغرض من جلب نفع أو دفع ضرر حالا أو مآلا) دهغه شي په لور د زړه راپورته کيدلوته نيت ويل کيږي چې دسړي له غرض او مقصد سره موافق وي چې هغه همدا اوس اوياپه راتلونکي کې  دمنفعت اوګټو راجلبول اودضرري شيانو دفع کول دي.
په شريعت کې هغې ارادې ته چې مقصد يې د الله تعالى راضی کول او دالله تعالى حکم پرځاى کول وي، نيت ويل کيږي، البته په دې حديث کې له نيت څخه  لغوي معنا مراده ده.
د(انماالاعمال بالنيات) د جملې معنا دا ده چې عملونه پرته له نيت څخه هيڅ ارزښت او اعتبارنلری.
•    الهجرة :
هجرت په لغت کې ترک کولو اوپريښودلو ته ويل کيږي، يوه شي ته هجرت کول،  د هغه په لور ورتللو ته وایي اوپه حقيقت کې د هغه څه ترکولو  اوپريښودلوته هجرت وائې چې الله تعالى ترې منع کړي وي.
د هجرت ډولونه:
داسلام په لومړنيو وختونوکې هجرت په  ډوله واقع شوى وو يو له دارالخوف څخه دارالامن ته لکه د حبشې هجرتونه  اوله مکې څخه  مدينې منورې ته هجرت.
او دوهم له دارالکفرڅخه دارالايمان ته هجرت کول دي چې داډول هجرت وروسته له هغه څخه وو چې رسول الله په مدينه منوره کې مستقرشو له هغې وروسته دمکې تر فتحې پورې همدا ډول هجرت و چې بياوروسته د مدينې منورې  پورې دهجرت تخصيص ختم شو او نور عام هجرت چې له دارالکفرڅخه دارالايمان ته هجرت کول دي اوياله ګناهونو څخه دنيکيوپه لورهجرت کول دي،  ترقيامته پورې جاري دى
•    دنيا:
ددنيا تورى په عربې ژبه کې له( الدنو) څخه اخستل شوې دى چې د قرب اونژديوالي په معنا دی، دا چې دا نسان دغه ژوند هم زوال ته ورنژدې ده، له همدې کبله ورته د دنيا ژوند وايی، چې مذکرئې ادنى راځي.
دنياپه حقيقت کې له ټول ختميدونکي عالم څخه عبارت  دى اويا ټولوهغو مخلوقاتو ته دنيا ويل کيږي چې له اخرت څخه دمخه موجود دي.
•    يصيبها:
يصيبها له اصابت څخه اخستل شوى دى چې په بيړه او چالاکۍ سره  يوه شي ترلاسه کولوته ويل کيږي.

دوهم: ژباړه:

له حضرت عمر فاروق څخه  روايت  دى وائې:   ما له  رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي  چې فرمايل به ئې:  د ټولو انساني عملونو دارومدار يواځې ترنيت پورې  اړه لري او  د هر سړي لپاره هغه څه دي چې ده ئې نيت كړی  وي ،څوک چې د الله اورسول په خاطر هجرت وکړي  ،نو د ده هجرت الله او دهغه رسول ته مقبول اودمنلو وړدى ، اوڅوک  چې د دنيا د لاس ته راوړلو لپاره هجرت وكړي او يا د كومى ښځې سره د نكاح كولولپاره هجرت وكړي، هجرت يې د هغه څه لپاره دى چې ده ورته هجرت كړى دى.
داحديث امام بخاري اومسلم دواړو روايت کړى دى.

دريم: د حديث اهميت:

د دې حديث په صحت،ستروالي او د فوايدو په ډيروالي باندې ټول اسلامي امت اتفاق لري.
دا حديث شريف يو له هغواحاديثو څخه دى چې داسلام يوه مهمه برخه تشکيلوي او دانسان د ټولو اعمالو،اقوالو اوکړنو داراومدارورپورې تړلى دى.
امام احمد اوامام شافعي رحمهماالله تعالى دواړو ويلي دي چې داحديث دعلم دريمه برخه تشکيلوي ځکه چې دبنده کاراوکسب په درې شيانو ترسره کيږي:
لومړی زړه ، دوهم ژبه او دريم نوراندامونه ، نيت يوله دغو دريو څخه دى
له امام شافعي رحمه الله څخه روايت دى چې دا حديث د فقهې په اويا بابونوکې دخل لري په همدې توګه ډيرو علماوو دا هم ويلي دي چې دا حديث د اسلام دريمه برخه تشکيلوي. يوشمير نورو علماوو ويلي دي کله چې څوک تصنيف کوي نو دکتاب په سر کې د دې حديث شريف ليکل يومستحب اوغوره عمل دى له همدې امله امام بخاري داحديث دخپل مشهورکتاب صحيح بخاري په اول کې ذکرکړى دى.
عبدالرحمن بن مهدي ويلي دي: هرڅوک چې کتاب ليکي نومناسبه ده چې په اول کې يې داحديث په دې نيت وليکي چې ‌‌‌‌طالب او زده کونکي ته د نيت سمول او تصحيح ورپه زړه کړی.

څلورم: د حديث درجه:

د دې حديث په صحت اومقبوليت ټول اسلامي امت اتفاق لرې.
دا چې د اصول حديث د قواعدو په لحاظ کوم حيثيت لري؟ په دې اړه بايد ووايو چې دا حديث شريف په لومړني دور کې غريب ، او بيا وروسته دشهرت مرتبې ته رسيدلى دى ځکه چې له رسول الله څخه يواځې عمرفاروق رضي الله روايت کړى دى اوله عمرفاروق څخه يواځې علقمة روايت کړى اوله علقمة څخه يواځې محمدبن ابراهيم  تيمي اوله محمدبن ابراهيم التيمي څخه يواځې يحيى بن سعيد الانصاري روايت کړى دى بيا له دې څخه وروسته دشهرت مرتبې ته رسيدلى دى.

پنځم: د ورود سبب:

امام طبرانی په صحيح سند سره چې راويان يې ټول ثقه او د باور وړ دی د  حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت کړی دی، فرمايی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې له مونږ څخه يوه سړي له يوې ښځې سره چې په ام قيس مشهوره وه(اواصلې نوم ئې قيله ښودل شوې ده ) د نکاح مطالبه وکړه هغې ورڅخه انکار وکړمګرپه دې شرط چې که هجرت وکړې(نوبيابه درسره نکاح وکړم)دغه سړی هماغسې وکړل هجرت ئې وکړ او له هجرت څخه وروسته ئې هغه په نکاح  واخيسته (عبدالله بن مسعودوائې) چې مونږ دې په مهاجرام قيس سره نوماوه.کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې کيسې څخه خبرشونو دا مبارک حديث ئې بيان کړ.

شپږم: د حديث شر ح:

دپورتني مبارک حديث  اصلي مقصد اوحقيقت دا دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته دا خبره ورپه ګوته  کوي چې دټولوعملونواو ويناګانوصلاح اوفساد،قبولوالى اومردودوالى داراومدارپه نيت پورې تړلى دى .کوم کار، عمل اوياوينا چې دالله تعالى په وړاندې ارزښت لري ، دهغه په وړاندې دمنلو وړګرځي اوبنده ته پرې اجراوثواب ور کول کیږي، هغه عمل او وينا ده چې د ده نيت پکې سم وي  ، دشريعت له اصولوسره برابروي اويواځې دالله تعالى د راضي کولوپه نيت ترسره شوى وي بل کوم دنيوي فاسد غرض په کې نوي.
که عمل هرڅومره ستر وي او ډيره سرښندنه پکې شوى وي خوچې نيت پکې درست نوي د الله تعالى په وړاندې کوم ارزښت نلري،هيڅ اجراوثواب پرې نه مرتب کيږي بالعکس دبنده دعذاب اوهلاکت لامل ګرځي که څه هم په ظاهرې توګه دا ډول عمل صالح اوښه معلوميږي لنډه داچې د الله تعالى په وړاندې هغه عمل د منلو وړ دی اودهغه په نيز ارزښت لري چې داسلامي شريعت له اصولوسره سم وي، ظاهراوباطن دواړه پکې يوشانته وي

اوم:  نتائج:

که څه هم له پورتنې ژباړې اوشرحې څخه د حديث مقصداوهدف څرګند شو البته دښه وضاحت اوروښانتياپه خاطريې دلته دنقاطو په څيريوځل يادونه کوؤچې په لاندې ډول دي:
1- هرسړي ته دهغه دنيت سره سم بدله ورکول کيږي
2-  دنيت سموالی اواخلاص دعمل دقبليدولپاره اساسى شرط دى.
3- دنيت له سموالي سره سره بايد عمل په ظاهرې توګه هم داسلامې شريعت له اصولوسره برابر وي
4-  عمل که هرڅومره سترعمل وي خوچې نيت پکې سم نوي دالله تعالى په وړاندې هيڅ ارزښت نلري،هيڅ اجراوثواب پرې نه مرتبيږي بلکې برعکس عمل کوونکې پرې دهلاکت کندې ته لويږي
5- هرمسلمان ليکوال اويامصنف چې کوم تصنيف اوليکنه ترسره کوي،نو غوره اومستحبه خبره ده چې دامبارک حديث ئې په سرکې وليکې ،ترڅوئې نيت سم شي.
6-  هرمؤمن اومسلمان که نارينه وي اويا ښځينه،بيا په ځانګړې توګه مربيان او د اسلام په لوردعوت کوونکي مؤمنان اومسلمانان چې هرډول کاراوعمل ترسره کوي نو لومړی باید دغه حديث ته مراجعه وکړي او بيا وګوري چې خپل عمل د څه لپاره ترسره کوی؟
7-  هر مربي او دعوتګر بايد داحديث په خپله له عربې عبارت سره يادکړي اوبيائې په خپلومدعوينو اوله ترببې لاندې افرادو ته  ورزده کړي.
8-  په دنياکې دانسانانوترمنځ پريکړې په ظاهرباندې کيږي اوپه اخرت کې په باطن باندې.
9-   دبد اوخراب نيت له امله دمسلمان ټول ښه عملونه له منځه ځی.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: