ادب، لیکوالي او ژبپوهنهادبي فنون

انشاء او د ليكني مواد

انشاء يا ليكنه :

انشاء د عربو په لغت كي ايجاد او نوى شي او اختراع ته وايي
(12) مګر په ادبي اصطلاح هغه ليك او بيان دى چي له خپله فكره وليكل شي يا به بل عبارت هغه علم دى چي هر ليكونكى د هغه په مرسته كولاى شي چي خپل افكار په ښه صورت د الفاظو په واسطه ښكاره كړي او له انشاء څخه اساسي غرض د نوي فكر او نوي مضمون پيدا كول او په ښو الفاظو كي مجسم كول دي.

د ليكني شرطونه او محاسن :
په ليكنه كي بايد ليكونكى د لاندي شرطو مراعات وكړي :

(1) تر ليكلو د مخه بايد فكر وشي :
چي تاسي غواړئ څه وليكئ؟ څه مقصد او غايه لرئ؟

(2) چي مقصد مو وټاكه :
اوس نو كولاى شئ خپل ليك لكه وينا پر درو برخو وويشئ : مقدمه يا مدخل، بيان يا د مطلب افاده او خاتمه يا نتيجه.

(3) صاف او واضح ليكئ :
په ليكلو كي تر هر څه دمخه صاف او واضح ليكل ډېراهميت لري او دې ته اصطلاحاً “وضاحت” وايي او وضاحت دادى چي په ليك كي هيڅ ابهام، التباس او خفا نه وي او لوستونكي بې له كوم اشكاله په پوه شي او دې مقصد ته رسېدل ډېرګران كار نه دى : 
لومړى: داسي مفرد كلمات وټاكئ چي د خپلي معنا په دلالت كي ډېر روښانه وي. 
دوهم : دا چي په يوه جمله كي ډېر آدات او روابط او عوامل رانه وړه شي د ضميرونو تعدد او تشتت پكښي نه وي. معترضي جملې ډېري نه شي.
(4) په ليك كي بايد صراحت وي :
او صراحت خو دمخه درته تېر شو چي په كلام كي د تاليف او تركيب ضعف نه وي، د صريح او واضع تر منځ دا فرق دى چي هر صريح واضح وي مګر هر واضح صريح نه وي. لكه د عوامو كلام.

(5) حتى الامكان د الفاظو له تسلسل او تكرار څخه ځان ژغورئ :
له حاجته زياتي كلمې په ليك كي مه راوړئ، د كلماتو په تقديم او تاخير كي دقت كوئ، دې ته اصطلاحاً ” ضبط” وايي.

(6) طبيعي اوسئ :
په ليكلو كي مو څو توان وي، د طبيعت مراعات كوئ، يعني حتى الامكان څه چي واياست هغه ليكئ، ځكه چي تكلفي تعبيرات او ډېر لوړ اصطلاحات راوړل چي هغه هم ستاسي له مقصده سره په تكلف برابر شوى وي ډېر بد او مضحك ښكاري.

(7) وحشي او نامانوسى كلمې مه راوړئ :
نرم او پاسته كلمات چي په ژبه درانه نه وي استعمالوئ. ابوالفتح 
بستي پخپل يوه شعر كي وايي :
” خپل كلام خپلي خوښۍ ته پرېږدۍ، زړه ئې چي هره معنى اوالفاظ خوښوي، پر خپل بيان هيڅكله زور او جبر او اكراه مه كوئ، ځكه چي د بيان په دين او آئين كي اكراه نشته (13)” دې ته اصطلاحاً “سهولت” وايي.
(8) په ليك كي بايد د كلماتو انسجام وي :
انسجام په لغت كي د اوبو جريان ته وايي او اصطلاحاً هغه كلام منسجم باله كيږي چي تعقيد پكښي نه وي.

(9) د ليك معاني بايد التساق ولري :
التساق د معانيو ټينګ اتصال او ارتباط دى چي بې ربطه معنى را نه وړه شي.

(10) ليك بايد جزالت ولري :
جزالت دادى چي د سپكو او ركيكو معناوْ او الفاظو څخه قلم او ژبه وساتل شي، شريفي معناوي په وړو الفاظو كي راوړه شي، يعني هر كله بايد د قلم عفت وساتل شي. مثلاً : نغرل او خوړل يوه معنى لري مگګر د يوه بده او د بل ښه ده.

(11) جملې بايد لنډي لنډي وي :
مبتداء او خبر ډېر سره ليري نه وي.

(12) د هر مقصد دپاره بايد خپله خاصه كلمه استعمال شي :
او همېشه د مرادف او نورو كلمو له منځه همدغه خاصه كلمه انتخاب شي.

(13) ليك مه اوږدوئ :
ليك دومره مه اوږدوئ چي ويونكى ستړى شي.

(14) ډېر مختصر هم مه ليكئ :
دومره مختصر هم مه ليكئ چي مقصد فوت شي.

(15) څنګه كلمې راوړئ :
په ليك كي بايد هغه كلمې راوړئ چي د هغو په معنا ښه پوهېږئ.

(16) پښتو كلمې استعمال كړئ :
تر څو چي مو په وسه وي پښتو كلمې استعمالوئ، دا د هغي خبري مانع نه ده چي وحشي او نا مانوسي كلمې مه راوړئ.

(17) په علمي او فني ليكنو كي :
د هر علم او فن اصطلاحات پر خپل خپل ځاى راوړئ.

(18) په ضميرونو كي دقت :
په هر ځاى كي د “زه او ته” پر ځاى “موږ” او “تاسي” مه راوړئ بلكي د ځايو په ټاكلو كي ئې دقت وكړئ.
(19) خارجي كلمات :
كه په پښتو كي استعمالوئ د پښتو د قوانينو تابع ئې بولي.
(20) د ګرامري قواعدو مراعات كوئ .
(21) جملې بايد بې ارتباطه نه وي.

د ليكني مواد :

ليكنه دوه مواد لري يعني ليكنه له دوو شيانو څخه پيدا كيږي : الفاظ _ افكار. دالفاظو بحث خو څه نه څه په املاء كي درته وويل شو، دلته به د افكارو په شاوخوا كي لنډه څېړنه وكو، دا قسمت د ليكني د فن اساس دى نو ليكونكي ته تر ليكلو دمخه فكري مواد پكار دي او فكري مواد له څو لارو لاس ته راوړل كېداى شي :

(1) د شخص د استعداد او سرمايې د لاري څخه چي دې ته انشاء يا ابتكاري انشاء وايي.
(2) د بل چا افكار اخيستل او دا هم څو لاري لري : 
اول : دا چي په عاريه وغوښتل شي چي دې ته اقتباس وايي.
دوهم : دا چي دخپلي ليكني د دليل او شاهدۍ دپاره راوړه شي دې ته فضل او استشهاد وايي.
دريم : د بل چا شى په ځان پوري تړل چي دې ته غلا او سرقه وايي، دا هم فرق لري يوه داسي غلاوي چي بې له كوم تغيره د بل افكار حتى الفاظ واخيستل شي. دا د سپيني ورځي غلابولي او مرتكب ئې سپين سترګي غل دى. او بله داسي غلا چي شكل ته ئې لږ تغير وركړى دى دوهم قسم غلا ته تقلب او غولونه وايي، نو په دې ترتيب مېړه او خوشبخت هغه ليكونكى دى چي له خپلو افكارو څخه كار واخلي او څه چي زړه ورته وايي هغه وليكي، په دې ځاى كي مي د “سيدني” انګليسي شاعر يو شعر را ياد شو چي هلته دبل د افكارو د نه پېروۍ كول توصيه كوي دى غواړي خپل رښتينى عشق د غزل په صورت خپلي محبوبي ته وړاندي كړي چي په دې واسطه هغه دخپل زړه په حال خبره كړې او پر ده باندي مهربانه شي. نو په ښكلو ښكلو الفاظو پسي ګرځي په آخر كي وايي : “ټول هغه بديعي صنعتونه چي ذوق خوښول ما مطالعه كړل، ديوه او بل كتابونه مي وپلټل چي ګوندي ښكلي كلمات او تعبيرات پكښي پيدا كړم. كلمات په ډېر زحمت پيدا كېدل او هره كلمه د ذوق، لطف او انتخاب ته اړه وه، بديعي صنعت چي د فطرت اولاد وْ، په مطالعه او دقت كي لاس ته رانه غى، د نورو بحرونه او اوزان او د موسيقۍ نوټونه راته پردي او نا آشنا ايسېدل، قلم مي په غاښ كړ او شونډي مي وچيچلې، په دې وخت كي ذوق چيغه وكړه چي : اې لېونيه ! د نورو پېروي پرېږده ! خپل زړه ته وګوره څه چي زړه درته وايي هغه وليكه ! ( 14 ) كه تل د نورو د افكارو پېروي وشي قوي استعدادونه هم له منځه ځي او بل دا چي د نورو د افكارو نقل ته انشاء نه شو ويلاى ځكه چي دانشاگء په تعريف كي موږ ويلي وه، چي انشاء نوى فكر او نوى مضمون راوړلو ته وايي، نو ځكه ليكونكى بايد له خپلو مغزو او افكارو څگخه مرسته وغواړي او دهغو په مرسته څه وليكي.

ځيني زلمي ليكوال دا فكر كوي چي زه له ځانه فكر نه شم كولاى ځكه نو د نورو افكار بايد واخلم مګر دا اشتباه ده، هر انسان د فكر كولو استعداد لري، په مشق او تمرين او مطالعه سره كولاى شي خپل فكر وروزي او ورو ورو لوړ شي او دا ” چي څوك او څوك وائي د پخوانيو په شان فكر نه شو كولاي ” دا هم كوم اساس نه لري، فرض كړو چي حقيقتاً هم موږ د پخوانيو په شان فكر كولاى نه شو مګر هيڅ مجبور نه يو چي حتماً به هغسي فكر كوو، ځكه هره زمانه او هر وخت خپل مقتضيات لري پخوانيو د پخوا زمانې د احتياجاتو دپاره فكر كاوه موږ د نن ورځي دپاره فكر كوو نو ضرور به فكرونه سره جلاوي.

د فكر د تقويت دپاره محسوسات، حافظه، مطالعه، دقت، او قضاوت ډېر خدمت كوي(15). مګر هو ! دلته بايد دا خبره هم وشي چي په علمي او فني او تاريخي مسائلو كي ليكونكي مجبور دي چي د پخوانيو د آثارو څخه به استفاده كوي او ځاى ځاى به هم د هغو قول د دليل او شاهد په توګه را اخلي او دخپلو نظرياتو د ټينګښت دپاره به ئې راوړي ليكن دا خبره نو دا معنا نه لري چي په داسي مسائلو كي به نو ليكونكى د بل چا افكار په ځان پوري تړي او يا به خپله نظريه په هيڅ نه راوړي بلكي ليكونكى بايد د هغو سم او ناسم، غلط او صحيح سره وسنجوي او سم له ناسمه جلا كړي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: