امير حبيب الله خان

امير حبيب الله خان
200px Habbibullah
واکمني ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. – ۲۰ د فبروري، ۱۹۱۹ ز.
لقبونه سراج الملت و دين
امير المومنين
سرکار والا
امير شهيد
زېږون ۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز.
زېږونځای سمرقند, ازبکستان[۱][۲]
مړينه ۲۰ فبروري ۱۹۱۹ میلادی (په ۴۶ کلنۍ کې)
د مړينې ځای کله گوش, افغانستان
مخکنی پاچا امير عبدالرحمن خان
وروستنی پاچا امير امان الله خان
مېرمنې سرور سلطان بېگم (عليا حضرت)
مهريه بېگم
بېگم جان
ميمونه بېگم
گلچېره بېگم
او ۳۹ نورې
پلار امير عبدالرحمن خان
مور اصل بېگم, ازبکه ملکه

ميرحبيب الله خان:

ميرحبيب الله خان داميرعبدالرحمن خان مشر زوى او دمحمدافضل خان لمسى دى.

هغه وخت چي اميرعبدالرحمن خان دبخارا لور ته په تيښته و، په ١٨٧٢ ز کال دسمرقند په سېمه کې پيدا شو.

دحبيب الله خان مور دبدخشان دسيميز امير لور وه.[1]

اميرعبدالرحمن دحبيب الله له غټېدلو سره سم ورته ښوونکى مقرر کړ، هغه به حبيب الله خان او دهغه کشر ورور نصرالله خان ته چي تر ده دوه کاله کشر و، لوست وايو.

په ١٨ کلنۍ کي،دپلار له خوا دسردار کلان په حيث وټاکل شو. [2] (١٨٩٠ز)

دوخت په تېريدوعبدالرحمن خان دخپل سلطنت ټولي چارې سواء له باندنيو چارو ، ده ته وسپارلې .

اميرعبدالرحمن خان په ١ اکتوبر ١٩٠١ ز کال وفات شو او په ځاى يې حبيب الله خان دواک پر ګدۍ کښيناست.

حبيب الله خان له پاچاکېدلوسره سم هندي وايسراى ته پيغام وليږه ، له هغې خوا څخه ورته مبارکي راغله او هيله يي ورڅخه وکړه تر څو هند ته ورشي،خوحبيب الله خان لومړى ونه منله،وروسته يې دعنايت الله خان په مشري يو پلاوى هند او انګلستان ته وليږه.

امير حبيب الله خان په ١٩٠٢ ز کال کې دسراج الملة والدين لقب ځانته خوښ کړ.[3]

په ١٩٠٥ کال دمارچ په ٢١ (١٤محرم الحرام ١٣٢٣هـ) نېټه يي له انګرېزانو سره دپلار له خوا شوى تړون دوباره امضاء کړ.[4]

په ١٩٠٦ ز کال ددسمبر په مياشت کي دانګرېزانو په دوهم ځل بلنه هند ته روان شو او له دوه مياشتي او پنځه ورځي سفر وروسته بيرته راوګرځيد.

ده ته د پلار ارام هيواد ور پاته شو.دهيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ويره کي و،تردې چي دمړيني وروسته يې هم خلکو په مرګ باور نه کاوو.

اميرحبيب الله خان  حبيبيه لېسه (١٩٠٣ز) ، شاهي مدرسه  او حربي ښوونځۍ (١٩٠٩ز) جوړه کړه.

يواخباريې دسراج الاخبار (١٩٠٥ز) په نامه را ويوست، چي لومړى يې مسوول عبدالروف او وروسته محمود طرزي شو.[5]همدارنګه دمېرمن اسماء له لوري دارشادالنسوان اخبار او سراج الاطفال جرېده هم ديادوني وړ ده.

داميردپاچهۍ په دوره کې لومړی نړيوال جنګ (١٩١٤ز) پيل سو.انګريزانو ددې لپاره چي افغانستان بېطرفه پاته شي،حبيب الله خان ته يو استازى راوليږه او دتېرو ژمنو په وريادولوسره يې دبې طرفۍ غوښتنه ورڅخه وکړه. حبيب الله خان يې غوښتنه ومنله او په ١٣٣٢ هـ کال درمضان په مياشت کې دعام دربار په وړاندي افغانستان ناپېيلى اعلان کړ.[6]

دجرمني اوترکيې دحکومتونوله خواهم دامير نه وغوښتل سول ترڅو پدې جګړه کي د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری سي،خو امير د دوی نمايندګان لومړى ښه ونازول او بيا يي هغوى ته  خپله بې طرفۍ و ښودله.

نصرالله خان دامير ورور او عنايت الله خان دامير مشر زوى دترکيې دحکومت او استازو ډېره پلوي کوله ، هغوى غوښتل حبيب الله خان له دې موقعې څخه ګټه واخلي او افغانستان ازاد اعلان کړي،خوحبيب الله خان په دې تمه چې له جنګ وروسته به دناپېيلو اوخپلواکې بښوونکې مجلس غړى شي ، له ژمني ماتولو څخه نټه وکړه.

له مهمو کارونو څخه يې:

١- په ١٢٨٨ هـ ل کال دکابل ديتيم خاني جوړول .

٢- په ١٢٨٧ هـ ل کال درولرکپمني څخه په ممبي کي موټر اخستل.

٣- په ١٢٨٥ هـ ل کال دجبل السراج فابريکه ودانول او

٤- په ١٢٨٩ هـ ل کال دکابل ملکي شفاءخانې جوړول و.[7]

همدارنګه يې دځيني ودانيو دبنسټ ډبرې هم اېښي دي، دمثال په توګه په لغمان کې قلعه سراج،په جلال آباد کي سراج العمارات،په جبل السراج کي سراج الامکار او په کندهار کي نهر سراج.[8]

دحبيب الله خان په وخت کې هندي مهاجرينو په افغانستان کې يو مؤقت حکومت جوړ کړ.(دسمبر ١٩١٦ز)

دحکومت صدر راجامهندرا پرتاب،لومړى وزير مولوي برکت الله او داخله وزير مولوي عبيدالله سندهي وټاکل شو.[9]

داميرحبيب الله خان په وختونو کې روڼ اندو نهضت “مشروطي نهضت”جوړشو.ددې نهضت مشر مولوي محمد سرور واصف و.

دې نهضت غوښتل ترڅوانګرېزان له افغانستان څخه ووځي او هيواد پرمختګ وکړي.

اميرحبيب الله خان ددې غورځنګ غړي بنديان کړل،ځيني مشران لکه مولوي واصف،عبدالقيوم او دواصف ورور سعدالله يي په توپ کې والوزول.نور ډير غړي يي دزندان دتمبو شاته واچول.

خو نهضت غلى نشو او نوره يې هم وده ومونده ، تردې چي دده زلمى زوى امان الله خان هم ددې نهضت غړى شو.

حبيب الله خان  هم د امير عبدالرحمن په شان د انګرېزانو د ګټوساتونکى وو او د انګرېزانو له خوا حمايه کېده.دا مهال دخلکو له لوري دخپلواکۍ اخستلو شعارونه پورته شول او دامير له پاليسي سره يې دمخالفت څرګندونه کوله. همغه و چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله ګوش په تفريحي كېمپ کي دخوب په مهال په توپنګچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو.(٢٠ /فروري /١٩١٩ز)[10]


سرچینې او پایلیکونه:

[1] – تاج التواريخ، ١٢٠ مخ ١ټوک. اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[2] – دافغانستان پر معاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ،١٤٤ مخ . کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

[3] – افغانستان درقرن ٢٠، ٢٥ مخ . امين الله درېځ، انجمن نشراتي دانش.جدي ١٣٧٩هـ.

[4] – افغانستان درمسيرتاريخ، ٧٢٨ مخ ،١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[5] – درمسير تاريخ ،٧٢٣ مخ ١ټوک.

[6]– پورتنى ماخذ ٧٣٨ مخ .

[7] – افغانستان از امير کبير تارهبر کبير ، ٣٢٠ مخ . علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[8] – ديوولسم ټولګۍ تاريخ ،نوى نصاب ١٣٨٣ هـ ل چاپ.

[9] – افغانستان درقرن ٢٠، ٥٢ مخ.

[10]– افغانستان درعصر سلسله ي محمدزايي ،اکبرفياضي.سايت پژوهس سراى تاريخ افغانستان.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب