۱ علوم او فنون

اقتصاد څه شی دی؟

د اقتصاد یا Economics لغوی معنی:

اقتصاد له عربی کلمی د(قصد) نه اخستل شو چی دمیانه روی او اعتدال په معنی ده، هغه که په هره برخه کی وی؛  Economics  یوه یونانی کلمه ده چی ایکوس(EKOS) د کور او نوموس(nomos) د اداری ، قانون معنی لری نو(Ekonomos) د کور اداره کولوته وایی چی  دا کلمه د لومړی څل له پاره له میلاده مخکی د زنیفون(xenephone ( له خوا وکارول شوه.

داقتصاد تعریف:

د اقتصاد له پاره اقتصاد پوهانو مختلف تعریفونه کړی چی یو څو مهم یی په لاندی ډول دی:

ـ قتصادهغه علم ده چی په تولید، توضیع، مصرف، تجارت، تبادلی او ویشلو پوری اړونده ټول فعالیتونه څېړی.

ـ اقتصاد هغه علم ده چی د مالونو او خدمتونو د تولید، توضیع، او مصرفولو له پاره انسانان له محدودو منابعو( طبیعت، کاری ځواک، سرمایه) څخه څه ډول استفاده کوی تر څیړنی لاندی نیسی.

ـ د محدودو او کمیابو منابعو په واسطه د انسانانو نا محدودی اړتیاوی او غوښتنی په ښه او مناسب ډول پوره کول دی. چی دا تعریف تر نورو جامع تعریف بلل شوی.

محدودی منابع:

محدودی منابع چی د تولیدی فکتورونو (د مالونو او خدمتونو په تولیدولو کی تری استفاده کیږی) په نامه هم یادیږی په لاندی ډول دی:

۱ـ طبیعت: د کرهڼی ځمکه، ځنګلونه، معادن، د اوبو منابع، هوا، لمر،دځمکی په مخ او تر ځمکی لاندی له ټولو منابعو څخه عبارت ده،دا تولیدی فکتور کیدای شی چی د تولید په هره برخه کی یی اهمیت توپیر ولری.

۲ـ کاری ځواک: د مال او خدمت د تولیدولو له پاره بدنی او ذهنی فعالیت ته ویل کیږی، بدنی فعالیت د بدن د زور او قوت په وسطه او ذهنی فعالیت د ذهن په واسطه دمالونو اوخدمتونو تولیدول دی. لکه د پرمختللو او نویو ماشینونو د تولید له پاره له ذهن نه کار اخستل او پلان جوړول او نور.

۳ـ سرمایه: د سرمایی له پاره کیدای شی مختلف تعریفونه موجود وی لکه؛
ـ د تصدی د جوړونکو له طرفه په تصدی باندی ښوول شوی پیسی، مال، کاری ځواک او نور.
ـ د یو کار او یا د تصدی له پاره مجموعی پانګونه او ټول تولیدی وسایل.

ـ سرمایه ټول هغه تولید شوی منابع دی چی د مال او خدمت په تولید کی تری استفاده کیږی، لکه ماشین اول خپله تولید شوی او بیا د نورو مالونو په تولید کی تری استفاده کیږی.

۴ـ متشبث: پورته ذکرشوی تولیدی فکتورونه په سیستماتیک ډول یو ځای کول، د مال او خدمت په تولید شروع کوونکی شخص ته ویل کیږی.

لکه څرنګه چی پورته ذکر شو چی د انسانانو غوښتنی او اړتیاوی نامحدودی دی او تولیدی فکتورونه محدود دی نو د اقتصاد علم دغومحدودو منابعو په واسطه د انسانانو نامحدودی غوښتنی او اړتیاوو د پوره کولو له پاره د حل لاری چاری لټوی او لاندی پوښتنو ته ځواب پیداکوی؛

ـ کوم مالونه، د چا له پاره باید تولید شی؟

ـ څومره تولید شی؟

ـ څنګه تولید شی؟

ـ څنګه توضیع، او د چا له خوا په مصرف ورسول شی؟

په اقتصاد کی هغه موضوعات چی پورتنیو پوښتنو ته ځواب وایی یوه برخه یی میکرو(کوچنی، تصدی) اقتصاد او بله برخه یی ماکرو(لوی،ملی) اقتصاد تشکیلوی. په موضوعاتو له شروع مخکی به ښه وی چی د اقتصاد ډولونه په لنډ ډول وپیژندل شی، اقتصاد په لومړی سرکی په دوه لویو ګروپونو میکرو او ماکرو اقتصاد ویشل کیږی.

میکرو اقتصاد:

میکرو اقتصاد چی دکوچنی اقتصادپه نوم هم یادیږی په عمومی ډول د انفرادی مصرف کوونکو، تولیدونکو فعالیتونه تر څیړنی لاندی نیسی، همدارنګه ضرورتونه، کټه، ارزښت، قیمت او د مارکټونو ډولونه او فعالیتونه څیړی.

ماکرو اقتصاد:

ماکرو اقتصاد چی د لوی اقتصاد په نو هم یادیږی د یوه هیوادپه سطح مجموعی عایدات، تولیدات، مصرف،پس اندازی، سرمایه ګذاری،د نرخونو عمومی سطح، استخدام، اقتصادی وده، انفلاسیون(د پیسوپړسیدنه،)، دفلاسیون اوهمدارنګه په تړیوال اقتصاد پوری اړونده موضوعات لکه خاریجی تجارت، د تادیاتو بلانس او داسی نورو موضوعاتو نه بحث کوی.

که چیری یوه اقتصادی پیښه او موضوع تر څیړنی لاندی نیول کیږی نو اقتصاد په مثبت((positive economics او معیاری یا اصولی(Normative Economics) اقتصاد ویشل کیږی.

ـ مثبت اقتصاد((positive Economics: مثبت اقتصاد د اقتصادی پیښو له حقیقت او د علت ـ معلول تر مینځ له رابطی څخه بحث کوی، همدارنګه په اقتصادی پیښو او موضوعاتو کی د( څه وشول) پوښتنی ته ځواب لټوی. مثلا:

ـ  ایا د افغانستان اقتصادی وده مخ په لویدو ده؟ که ریښتیا مخ په لویدو وی نو دا به حقیقت وی؛

ـ د افغانستان اقتصادی وده ولی مخ په لویدو ده، علت یی څه ده یعنی (څه وشول) ؟

نو مثبت اقتصاد په عمومی ډول هغه موضوعات تر څیړنی لاندی نیسی چی په اقتصادی سیستم کی موجود وی او جریان ولری.

ـ معیاری یا اصولی اقتصاد((Normative Economics: معیاری اقتصاد په اقتصادی پیښو کی د(څه باید وشی، د لا ښه کیدو له پاره څه باید وشی؟) پوښتنی ته ځواب پیدا کوی.

معیاری اقتصاد د مثبت اقتصاد په څیر یواځی موجوده حالت نه څیړی بلکه موجوده اقتصادی پیښو ته له څیړلو وروسته د حل لاری هم لټوی، موخو ته د رسیدا له پاره پالیسی په مخ بیایی. مثلا: په یوه هیواد کی د لوړانفلاسیون سببونه څه دی او د ښکته کولو له پاره باید څه وشی؟ ایا عام خلک د انفلاسیون په ښکته کولو کی مرسته کولای شی؟ (که چیری عام خلک مصرفونه کم کړی نو تقاضا به ښکته شی او د تقاضا په ښکته کیدوسره به د نرخونو عمومی سطح را ښکته شی دا د انفلاسیون د را ښکته کیدو په معنی ده).

لیکنه: محمد نبی  (سیفی)

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close