افغان-مسلمان ته څه کول پکار دي؟

ما هر وخت داسې فکر کاوه، او اوس هم دغه فکر لرم، چې حقیقي مسلمانان، باید د ژوندانه په ټولو برخو کې، تر هېچا کم نه وي. ځینې مسلمانان، او په ځانګړي توګه، ځینې افغانان، هر وخت د خپل ځان د بربادۍ او ناکامۍ پړه په نورو ور اچوي. یو مسلمان افغان باید، ډېر عادل، ځیرک، پوه، هوښیار، د اسلامي اخلاقو څښتن، او د ښه قضاوت خاوند وي. یو مسلمان افغان باید د خپل دین، چې څرنګه لازمه ده، استازیتوب وکړي.
د یادولو وړ ده چې تر کومه وخته پورې به مونږه افغانان، خپلو ځانو ته بازي ورکوو؟ او د خپلو نیمګړتیاوو او ناکامیو، مسىٔولیت به په بل چا ورټپو.
مونږه افغانان، باید ښه په غور او دقت سره فکر وکړو، چې آیا، دغه شانته ځواب، به الله(ج) ته قبول وي، او کنه؟ مونږه ټول افغانان باید ښه پوه شو، چې پدغه شانته ځوابونو، بهانو او عذرونو، د الله(ج) د حساب او کتاب څخه ځانونه نشو خلاصولای!
نو راځئ، چې دغه اخلاقي جرأت پیدا کړو، او د زړه له کومي ټول مسلمان افغانان اعتراف وکړو، چې ځینو افغانانو پخپله د دغه اوسنیو ناوړه شرایطو زمینه، برابره کړې ده. یعنې، مونږه ځانونه مسلمانان او افغانان بولو، لېکن، کارونه بیا د اسلام د سپېڅلي دین، او د افغاني اصولو خلاف کوو.

ډېره ځورېدونکې خبره خو داده، چې ځینې افغانان وایي، چې افغانان، هر وخت، د بهرنيو ملکونو په اشاره، په جنګ اچول کېږي. یعنې افغانان، خپل فکر نلري، او یا د نورو خلکو څخه په عقل کې څه کمي لري.
ولې یو افغان دومره ساده شي، چې د خپل دښمن په امر، د خپل مسلمان ورور او خور، عزت او مال، لوټ کړي؟ ولې یو مسلمان افغان د پیسو او چوکۍ په خاطر، د خپل مسلمان ورور او خور، آبرو او وینه تویې کړي؟
یوه مسلمان ته، باید هېڅوک هم دوکه ورنکړای شي، او هغه باید خپل دوست او دښمن ښه وپېژني. له دوست، سره دوستي وکړي، او د دښمن د دسیسو له غوړېدلي جال څخه ځان باخبره، او لرې وساتي. هېچا ته اجازه ورنکړي، چې له یوه مسلمان افغان څخه ناوړه ګټه پورته کړي، او هغه د خپلو شومو هدفونو دپاره استعمال کړي.
مسلمانانو ته دا توصیه په واضح توګه شوې ده، چې هرکله، یوه چا خبر درته راوړ، په هغه کې ښه پلټنه وکړی، او خپل ځان ته ښه حقیقت معلوم کړی.

همدارنګه، یوه مسلمان ته په واضح توګه امر شوی دی، چې په بدو کارو کې له هېچا سره کمک ونکړې. نو بیا ولې ځینې افغانان، د خپلو شخصي ګټو او قدرت په خاطر، هر وخت غیر متجانس، اىٔتلافونه جوړوي.؟
یو افغان، ولې د دنیوي ګټو په خاطر، د دښمن په صف کې درېږي، او د خپل مسلمان ورور، وینه او عزت په ناحقه د پردیو په اشاره تویوي.
دغه شانته، مثالونه ډېر زیات دي.

د پام‌ وړ ټکي:
راځئ، چې مونږه ټول افغانان خپل سرونه، خپلو څیرو ګرېوانو ته لږ ټیټ کړو، او له الله(ج) سره یو ځل بیا د زړه له کومي تعهد وکړو، چې د خپل وطن او خلکو سره به هېڅ ډول خیانت او جفاء نکوو، او ښو ته به ښه، او بدو ته به بد وایو. که چېرې بدو ته بد نشو ویلای، نو لږ تر لږه، خو د چا ښو ته بد، او د چا بدو ته ښه ونه وایو!
همدا شانته، ولې مونږه افغانان، څو څو ځلې، له یوه پېژندل شوي غار څخه، ډېر په کلکه چیچل کېږو، او له خپلو دردناکو غلطیو څخه هېڅ پند هم نه اخلو؟
ولې ځینې افغانان، دوست ته د دښمن، او دښمن ته د دوست په سترګه ګوري؟ تر کومه وخته به د اشغالګرو او نورو بهرني ملکونو د ګټو جګړه، په یوه او بل نامه پر مخ بیایو؟
آیا هغه وخت به راشي، چې د خپل وطن، د اصیلو بچیانو او نېکو مشرانو، په قدر پوه شو؟
آیا هغه وخت به راشي، چې پخپل کلي او وطن کې په عزت او د هر ډول ډار نه پرته ژوند وکړای شو، او د مونږه عزت به د سیاسي ګوندونو، او قومي لوبو قرباني نه شي؟
ځینو افغانانو ته خو دا یادونه پکار ده، چې آیا په ریښتیا ډول، دوی یقیناً د حساب او کتاب، په ورځ باور لري او کنه؟
په پای کې دغه ټکی باید ټولو افغانانو ته واضح شي، چې الحمدالله، په افغانستان کې ډېر زیات خلک هم شته، چې هغه په ریښتیا سره په اسلام او وطن مین دي، او هغوی به ان شاءالله، هېڅکله، د اسلام په رڼا کې افغانستان او د هغه مظلوم ملت ته خیانت ونکړي.
همدارنګه، الحمدالله، پدغه ویران او میراث وطن کې، تر اوسه ځینې غیرتي مشران هم شته، چې ان شاءالله، دوی به د پخواه، په شان، د اسلام د دښمنانو هر ډول توطیې په نطفه کې خنثٰی کړي.
زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ، دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې هغه شانته سوله په اففانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک – انګلستان – جولای – ۲۰۱۸

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب