د افغانستان ژبه او دین

ژبې:

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو گړدودونو خبرې اترې كېږي. يو فرانسوي ختيځپېژندونكي ژبپوهاند (benveniste خپله نظريه داسې څرگندوي چې د گاونډيو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغيزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاريخ او محلي مشخصاتو په محوه كولو كې يې هېڅ ډول اغيزه نده كړې، خو په يقيني ډول ددېغې كولتورونو يو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې يو ډول پېچلتيا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهميت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغي ژبې د ويونكيو په شمېر پورې اړه لري د مثال په توگه په پښتو او دري ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سيمو كې خبرې اترې كېږي او تقريبا د ټول افغانستان خلك وربآندې پوهېږي. په داسې حال كې چې په اورمړي يا روشني ژبه باندې په څو محدودو كليو او بانډو كې خبرې اترې كېږي. چې پښتو او دري ژبې د افغانستان د ادبي ژبو منل شوي دي نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راگرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعميم د حكومت موخه ده.

دین:

دین په افغانستان کې
دينسلنه
اسلام
99%
نور ادیان
1%
په افغانستان کې بېلابېل ادیان

له دیني اړخه افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى.

په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه:

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۱۵) شعيه او اسماعيليه، يو (۱) سلنه هندواناو سکان او برهمن ياد شوي.

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ