افغانستان پيژندنه

افغانستان ځمکپوهنه او غرونه

ځمکپوهنه:

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سهېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه:

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.

د بابا د غرو لړۍ

د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي.

د فېروز غرونو لړۍ

د تيربند تركستان د غره لړۍ

سپين غر

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.

ختيځ تورغر

د سلېمان د غرو لړۍ

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

  پيغله ملاله
  قانون شورا های ولايتی افغانستان
  شاه محمود

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close