افغانستان تاریختاریخ

افغانستان ــ ډيورنډ لاين ــ پښتونستان

الف ـ افغان پښتون

لوی خدای مونږ پښتانه له پينځه زرو کلونو راهيسې د نړۍ په يو برخه کې استوګن کړي يو . يو مو ملي تاريخ ، يوه مو ګډه خاوره ، يو مو دين ، يوه مو ژبه ، يوه مو پښتونولي ، افغانيت ، يو مو دود دستور او کلتور ، يوه مو لاره ، يوه مو ملي هيله ، د يوه نيکه او ټبر ، يوه مو ورورولي ، يو مو ملي بيرغ او په سيمه کې تر ټولو ننګيالی ، توريالی او په خپلواکۍ ، سوله ميين لوی قام دی ، ښه او بد مو په ګډه دي ، ځکه نوم او تاريخ مو د يو افغان پښتون په نوم په نړۍ کې ژوندی دی .
څنګه به انګريزي نړيوال تور استعمار له هند څخه د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره يو واحد افغان ملت د يوې کورنۍ غړي په يوه هيوايي مکاره ، کبرجنه خبره په ډېر سپين سترګتوب سره پيل کړي ؟

ب ـ د ډيورنډ لاين تاريخ

پښتونستان ، پښتونخوا، افغانيه د افغانستان نه بيليدونکې نه وريريدونکې نه ورپريښودونکې خاوره ده . په ١٨٩٣ م کال کې انګريزي استعمار په افغانستان باندې د ډيورنډ توره هوايي غير فطري کرښه د برطانوي هند او افغانستان تره مېنځه د افغانستان په زړه کې تحميل کړه ، چې په ميليونونو پښتانه د افغانستان له سياسي ، مدني ، بشري قوانينو څخه او له خپل پلارني هيواد څخه په پښتونخوا کې محرومه ، بې حقوقه پاتې کړای شول او پښتانه ورونه سره بيل کړای شول . د دغې کرښې په ايستلو کې دغه سيمې لکه د ازادو قبايلو پټاره ، وزيرستان ، خيبر ، پيښور ، کوټه ، سمندري لار ، بنو ، سوات ، چترال او داسې نور ښارګوټي له افغانستان څخه د يوې مودې لپاره بېل کړل شول . دغه سيمي له اوسني افغانستان د دريوو نه يوه برخه جوړوي .
NWFP) North West Frontier Province) ــــ Federally Administered Tribal Areas

ډيورنډ کرښه يا Demarcation line ٢٦٣٠ کيلومتره اوږده ده . انګريزانو دغه کرښه له پيل څخه په دقيقه توګه نده ويستلې . دا کرښه د انګريز کلونيل سستم د ساتلو لپاره په موقته توګه ويستل شوې وه. دغه کرښه د برلن ديوال ، د سويلي شمالي کوريا ، د کشمير بيلونکې کرښې سره هيڅ نه پرتله کيږي . افغانانو هم له لومړي پيل څخه تر ننه د دغې کرښې قانوني خيال ندی ساتلی . د بېلګې په توګه کرښې ته نږدې د پرتو پښتنو او په ميليونو افغان کوچيانو په کرښه د تګ راتګ لړۍ دوام لري . د انګريزانو هغه موخې د هند نه د وتلو سره يو ځای له مينځه تللې دي .

دا سيمې هيڅکله له برطانوي هند امپراتورۍ سره تړلې سيمې نه وې. د دغې سيمې ټول عوايد او ماليات به تر ډيرې مودې پورې د انګريزانو له خوا د افغانستان شاهي دولت ته ورکول کيدل . همدا وجه ده چې د ډيورنډ کرښه افغانستان ته ، ټولو پښتنو ته په هماغه لومړۍ ورځ Irredentismus ( چې يو ملي لږکي يا اقليت خپل پلارني هيواد ته او مورنۍ خاورې ته يو ځای کيدل غواړي ) جوړ کړی دی . ځکه پښتانه په اوسني پاکستان کې په سلو کې ١٣ برخې دي .
د دغې کرښې تړون د افغانستان امير عبدالرحمن خان او برطانوي هند د باندنيو چارو وزير سر مارټم ډيورنډ Sir Montimer Durand له خوا په ١٢ نوامبر ١٨٩٣ کال پس له دوو ناکامو افغان او انګليس جګړو څخه له انګريزي چل او فشار لاندې د لوی لوبې په ترڅ کې په امير عبدالرحمن خان باندې وروتپل شو . افغانستان مجبور کړی شو چې يواځې د نړۍ په نقشه کې دغه کرښه په موقتي ډول مني .

دغې کرښې ته له هماغې ورځې نه راپديخوا تر اوسه پورې يو ريښلي افغان پښتون هم د يوې قانوني پولې په څير ندي کتلي . مونږ پښتنو ته په تاريخ کې او په سيمه کې لوی ملي سياسي پيغور جوړ شوی دی. له هغه وخته چې د روسانو او انګريزانو ښکيلاکګرو ځواکونو لويه لوبه The Great Game پيل کړې ، انګريزانو له پخوا څخه د هند په شمال ختيځ کې د خپل کولونيال سيستم امنيت ته يو سوری يا ګواښ احساسو، هغه د وريښمنو لارې دي چې افغان لښکرې له لسو ځلو ډېر پرې تللي وو او له دوی نه مخکې هم افغانانو په هند کې حکومت کاوه.
د افغانستان په شمال کې روسيي ځواکونو د يرغل په حالت کې ولاړ وو. چې پرختيا وږي او شتمنيو پسې ليوني ګرځيده. روسان او انګريزان د نړۍ نيولو او ويشلو تجربو سره په افغان پولو تيارسۍ ولاړ وو. روسان او انګريزان د افغانستان له استراتيزيکي موقعيت پوره خبر وو. د لويې لوبې دواړه خواوې په دې پوهيدې چې په يوازې ټول افغان ولس نشي کنترولولی.

په ١٨٦٩ کال د برلن په کنګره کې د بسمارک په مشرۍ روسانو ، انګريزانو خپلو ټولو خپل منځي اختلافاتو ، زبرځواکي ، سيالۍ او ټکر ته د پای ټکی کيښود . د انګريزانو په پريکړه د افغانستان نيمايي به انګريز او نيمايي برخه به يې روسان کنترول کړي . دا به د دواړو سيالو امپراياليستي ځواکونو په ګټه وي او هم به د افغانانو خاوره د دوی تر منځ يوه بيلونکې سيمه اعلان شي. د پښتون ولس ويښ ځواک او ګواښ به د دوی په اند لنډ او پس کړل شي .

دغه سيمه يا ختيځ افغانستان ته له ستر افغان د پښتنو د خپلواکۍ او ميړانې د فکرونو مخکښ لوی احمد شاه بابا څخه نيولې بيا تر ستر هيواد پال شهيد سردار محمد داود خان پورې خاص پام شوی. دور د دورانو د ښکلې پښتونخوا د غرونو سرونه ځکه هير نه کړل چې په عشق کې يې ښکلي ځلميانو د وينو ډک ځيګرونه بايللي وو .
کومې سيمي چې د ډيورنډ کرښې د افغاستان نه جلا کړي ، هغه د ګران افغانستان د تن يوه برخه ده او دغه سيمو بيرته افغانستان سره يو ځای کيدل د افغان ملت ملي غوښتنه ده .

ج . د ډيورنډ کرښې په يوې خوا کې

١ . په ١٨٣٦ کال کې امير دوست محمد خان د افغانستان ښار پيښور د نيولو لپاره د امير المومنين لقب وګټلو . د پنجاب سکانو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ ، د خيبر په دره کې د افغان غازيانو او سکانو په منځ کې جګږه وشوه .
٢ . په همدې کال کې د امير سوليز وړانديز برتانوي هند ته او له روسانو څخه مرسته چې په سکانو فشار راولي ، پيښور افغانستان ته بيرته ورکړي . په لومړي سره کې انګريزانو دغه خبره منلې وه .
٣ . په ١٨٣٥ کې وزير اکبر خان د پيښور بيا نيولو لپاره د پلار اجازت څخه پرته لښکرې پنجاب ته واستولې خو بری يې ونه موند .
٤ . په ١٩١٩ کال کې د افغان خپلواکۍ ستوري شاه امان الله او د هغه د باندنيو چارو وزير محمود طرزی مجبور شول چې د افغانستان د لويې برخې د خپلواکۍ علان وکړي . دا محال په سيمه کې ټول هيوادونه د روس او يا د انګريزانو د استعمار او ولکې لاندې وو . غازي امان الله خان چې انګريزی کافر پوځ يې له افغان اسلامي خاورې ويستلو او دی بيا د کفر په نوم له خپل پلارني هيواد څخه د انګريزانو په لمسون ويستلو ته مجبور کړی شو .
٥ . په ١٩٤٧ کال صدراعظم شاه محمو خان د پښتنو او قبايلو د برخليک په اړه په کابل کې د سفارت له لارې د برتانيې حکومت سره د پښتونستان مسله په رسمي ډول مطرح کړه .
٦ . د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په مياشت کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د نړۍ يوازينی هيواد و چی د پاکستان له شموليت يا ورګډولو په ضد يې اعلان وکړ او مخالفه رايه يې ورکړه .
٧ . د افغانستان په رمسي نقشو کې له پاکستان سره دولتي پوله نه په نښه کيدله ، پښتونستان به د نيول شوي خاورې په توګه په خاص رنګ ښودل کيده .
٨ . په ١٩٤٨ کال کېد افغانستان خبري رسنيو سرليکونه او په دولتي کچه عالي غونډې جوړې ، په کندهار ، کابل ، ننګرهار او پکتيا کې مظاهرې او لاريونونه کيدل .
٨ . د هند او پاکستان په دوو جګړو کې افغانستان سره د ډيورنډ کرښې له کړکيچ په جګړه کې پاکستان ولس په ضد کوم ګام اوچت نه کړو . بلکې د دواړو هيوادونو تر منځ يې د سوله ييزو هڅو ملاتړ وکړو .
٩ . په ١٣٤١ کال کې شهيد محمد داود خان د ماسکو او لندن د راستنيدو په وخت وويل … د پښتون ولس د يووالي مبارزه د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دوی منلی مشروع حق دی او په لندن کې د پښتونخوا د خلکو لپاره د عمومي ازادو ټاکنو د حق غوښتنه وکړه . ورسره په راډيويي وينا کې يې زياته کړه : د افغانستان او پښتون ولس د ملي يووالي ژورې اړيکې او د خواخوږۍ احساس په نني ځواک او نه به د سبا کوم بل ځواک سره پيل کړل شي .
دا کرښه له پيله د نړۍ په تاريخ کې له سترو پيښور څخه يوه پيښه ګڼل شوې ده . د نړۍ خبري رسنيو غټ ټکي لکه د لندن ، فرانسې ، روسيي ، هند ، ايران ، چکوسواکيه او داسې نورو هيوادونو له دغې کشالې او مسئلې څخه ډک وو .
١٠ . په ١٩٥٠ کال کې افغانستان بيا د پښتونستان (( مسئلې )) حل غوښتنه وکړه ، افغان وسله وال پوځ قبايلي سيمې ته سفر بري پيل کړه .
١١ . پخواني شوروي اتحاد ، بلغاريه په نړيواله ټولنه کې د اپښتونستان په برخه کې د افغانستان سياسي ملاتړ اعلان وکړو .
١٢ . په ١٣٣١ کال کې امريکې متحده ايالاتو د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځه د ډيورنډ کرښې شخړې په اړه خپل منځګړيتوب او ديپلوماتيکي هڅې په کابل کې له خپل سفارت له لارې د افغانستان شاهي دولت سره پيل کړې . د همدې کال د لړم په مياشت کې سپينې ماڼۍ د جمهور ريئس خاص استازي له افغان دولت سره د خبرو لپاره کابل ته ورسيد .
١٣ . په ١٩٧٦ کال کې شهيد محمد داود خان د زولفقار بوټو په بلنه پاکستان ته سفر وکړو . دواړو مشرانو د ډيورنډ کرښې شخړې له خبرو اتر او سولييز حل لاره وړاندې کړه . شهيد محمد داود خان په سيمه کې يو عملي افغان سياستپوه سړی وو. دۀ ته جوته شوه چې اوسمهال د نړۍ سياست دغې مسئلې حل په اړه نه راڅرخي او نړيوال ملاتړ يې ډېر کمزوری دی.

دغه هيواد پال مشر په همدې سفر کې په اسلام اباد کې له شاهي دولت څخه مرور مشر زمرک خان د ملي خپلواکۍ اتل غازي ببرک خان ځدراڼ له زوی سره وليدل . غازي ببرک په سويلي محازونو کې له انګريزانو سره جنګيدلی ، او د ډيورنډ کرښې په ضد يې ټل ، ميرانشاه ، سپين وام او هنګو کې د پرنګي ټولې پوځي چوڼۍ چې اغزن سيمونه هم ورنه تاو شوي وو ، د ځايي غازي قامونو په ملاتړ له منځه وړي وو . غازي ببرک خان د پيښور په لور د تيارۍ په حال کې وو چې په سيمه کې د انګريز په خلاف خوځښتونه پيل شول . د انګريزانو په لښکر کې له ماتې ګډ يدو سره جوخت په پيښور کې د افغان غازيانو په پلوۍ پاڅون پيل شو . انګريزانو امان الله خان ته د اوربند او د افغانستان خپلواکۍ په رسميت پيژندنې وړانديز وکړو . امان الله خان د اوربند عملي کولو فرمان صادر کړو او لومړي خو ټولو غازيانو له دغه فرمان څخه د سرغړونې فيصله وکړه . امان الله خان له هغوی څخه وغوښتل چې د مرکزي دولت د اوامرو اطاعت وکړي . محمد داود خان د نايب سالار زمرک خان لپاره کابل ته د هغه د راتګ لاره هواره کړې وه . زمرک خان ددروند مشر له ليدنې کتنې سره سم د تيارۍ په حال کې و چې د غويي کودتاه وشوله .

د زمرک خان بل ورور سيد اکبر خان هم له شاني کورنۍ نه مرور په پاکستان کې له خپل اورو سره ژوند کاوه ، هغه د افغان په ننګ د پاکستان صدراعظم لياقت علي په قتل ورساوو . سيد اکبر خان هملته د پيښې په مهال ووژلی شو . په پاکستان کې له زمرک خان سره د شهيد داود خان ليدل څه عادي خبره نه وه . په سمبوليک ډول پاکستان ته د خپل بيل شوي مرور ورور يو ځای کيدلو ته اشاره وه .
١٣ . په ١٩٤٩ کال کې د افغانستان پارلمان (( ولسي جرګې )) په غوڅ اکثريت پريکړه وکړه چې د ډيورنډ کرښه نوره ټوله شوې ، نشته او مړه ده ، انګريزان هم په سيمه کې ورک شوي ، د تړون يو خوا هيڅ وجود نه لري د تړون له منځه تلل يې هم اعلان کړل . د وږي يا سنبلې نهمه د پښتونستان ملي ورځ اعلان شوه چې تر اوسه په هيواد کې لمانځل کيږي .
١٥ . په ١٩٤٩ کال کې د جلال اباد جرګې د ولسي جرګې پريکړې تاييد کړې او د ډيورنډ کرښې د پای اعلان وشو.
١٦ . په کابل کې د پښتونستان لپاره د اعانې دفترونه خلاص شول . د کرښې په دواړو غاړو کې د لر او بر يو افغان لاريونونه پيل شول .
١٧ . پښتونستان مسئله د داود خان حکومت د اجندا په سر کې وه . په همدې وجه يې خپل ورور نعيم خان امريکې ته د پوځي مرستې راوړلو لپاره وليږه .
١٨ . په ١٩٥٣ کال کې امريکايانو د کمونستي روسيې په وجه پاکستان ته د پوځي مرستو اعلان وکړو .
١٩ . په ١٩٥٣ کال کې د امريکې جمهور رئيس کابل ته راغی خو په افغانستان کې يې کومه ګټه ونه ليدله چې د پښتونستان د مسئلې په اړه يې خپل دريځ څرګند کړی وی .
٢٠ . شهيد محمد داود خان که څه هم کمونستي ضد احساسات لرل خو مجبور شو چې د دغې مسئلې په اړه له روسانو څخه پوځي مرسته د لويې جرګې په تصويب تر لاسه کړي .٢١ . په ١٩٥٥ کال کې پاکستان د پښتونخوا نوم په صوبه سرحد واړولو او د خپل اداري سيستم په تشکيلاتو کې يې اعلان کړو . د پښتنو د يووالي ارادې ته ، د دوی خپلواکي ته پام نه کولو او د دی بشري حقه حقوق تر پښو لاندې کولو په اړه د افغانانو غبرګون پاکستان ته ډير شديد و .
٢٢ . شهيد داود خان د سفر بری اعلان او د پوځي احضار اتو امر وکړ . په څلورويشتو ساعتونو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه افغانانو په حيرانونکي ډول په خپل شخصي لګښتونو په خپله خوښه ځانونه د ولاياتو مرکزونو او پلازمينې ته ورسول .
٢٣ . افغان ولس مشر د ډيورنډ کرښې د سياسي کړنلارې په اړه د افغان ولس پاڅو او د دغه ولسي يووالي احساس په ښودلو کې يو ځل بيا حکومت د خپل سياست تاييد وليد . نړيوال سيميز سياسي څارونکي او کتونکي د افغانانو دغه احساس ته ګوته په غاښ پاتې شول . د افغانستان ټولو حکومتونو او په پښتنو کې دغه کرښه تر ننه چا نه ده منلې او په راتلونکي کې به يې هم ونه مني . هر افغان قانوني منتخب ، مضبوط حکومت چې د کرښې منلو پريکړه وکړي . دخپل حکومت د له منځه وړلو پره کړې او اعلان کړي دي .
٣٤ . افغان حکومت په نړيوالو ټولو غونډو او ملګرو ملتونو په ټولو غونډو او جرګو کې د پښتنو او بلوڅو ورونو د حقه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره پرله پسې ديپلوماتيکي هلې ځلې کړي دي . په دې برخه کې په تيره بيا د ارواښاد عبدالرحمن پژواک هڅې د هيرولو نه دي .

د . د ډيورنډ کرښې په بلې خوا کې

١ . په ١٩٢٩ کال په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو او ورسره د پښتون کنفرانس ګوند جوړ شو. دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه .
٢ . د باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو .
٣ . پښتنو مشرانو خپلواک پښتونستان اعلان کړو ، د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت ونه پيژندل شو .
٤ . په ١٩٣٠ کال کې پيښور د يوه لنډې مودې لپاره د انګريزانو د کولونيال ځواک له لاسه ووت ، تر څو چې پرنګي نوې لښکلرې ورورسيدلې.
٥ . په ١٩٣٦ او ١٩٣٧ کال کې په وزيرستان کې وزيرو ، مسيدو ، اپريديو ، شينوارو او د نورو پښتنې ننګيالو او توريالو قومونو او قبايلو پرله پسې پاڅونونه پيل او په ترڅ کې يې خپل کلي ، کورونه د پرنګي له سختې ظالمې بې رحمه بيماريو او هوايي ځواک تر بريدونو لاندې ونيول شول .
انګلستان په لومړۍ نړيوالې جګړې کې د وسلو په تصليحاتي کنفرانس کې د ګواښمنو وسلو او هوايي بمباريو منع تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه .انګريزانو دلايل دا وو چې افغان قبايل مونږ يوازې او يوازې د هوايي بمبارۍ له لارې تر کنترول لاندې راوستی شو .
٦ . د خپلواکۍ بل ځلاندی ستوری مير زا علي خان ــ اپيي فقير ــ د انګريز ښکلياک ګرو په ضد مبارزه کې زمونږ د تاريخ ځلانده کرښې جوړوي . د انګريزانو په وړاندې پښتني قبيلو د مبارزو تاريخ ډېر اوږود دی . دا مبارزه او بهير تر ننه پورې په پښتونخوا ، د خپلواکو قبايلو په پټاره کې د ملي ولسواکو ځواکونو او د ملتپالو ګوندونو لخوا په مخ درومي . هيواد پال پښتون قام تل په خپل ملي ، تاريخي ټاټوبي کې هر ډول بلهارۍ ورکړې دي .
٧ . خان عبدالغفار خان د خپل وصعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا د ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګټلی شو .
٨ . په ١٩٤٧ کال د جون په مياشت کې د بنو لويه جرګه جوړه شوه ، د ټولې پښتونخوا او بلوچستان ملي مشرانو په ګډون فيصله وشوه چې پښتانه نه هند غواړي نه پاکستان ، يو واحد افغان ملي دولت جوړول غواړي .
٩ . کله چې د پيښور په چوک يادګار کې ، خيبر او توخم کې پښتنو ننګيالو ځلميانو د لر او بر يو افغان شعارونه ورکول ، اسلام اباد د ساړۀ جنګ په مهال دوی لويديځ او امريکې ته د روسانو مخته راليږل شوي استازي او ګوډاګي ورپيژندل .
١٠ . قاضي عطاالله خان ، ظفر کاکاخيل په افغانيت هغومره وياړي لکه د کابل ، کندز ، کندهار پښتون . د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي . پښتانه پوهيږي يا به يو کيږيو ، که نه ورکيږو ، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو .

ه . د افغانستان د خپلواکۍ جهاد

زمونږ د ديرش کلنې غميزې ، ناورين او اړو دوړ په بهير کې د دغې مسئلې په اړه په حکومتي کچه او د مجاهدينو مشرانو له خوا هيڅ يوه ريېښتيني هڅه ، اراده او انترس د يووالي په برخه کې په څرګنده توګه ونه ښودلی شو . دا عمل د دغو ډلو له ويشل شوي افغان ولس سره د نه خواخوږۍ څرګنده بيلګه وه ، دا لنډ منجمد ، ناقصه په وړو دايرو کې فکرونه ، لنډ بې معنا احساساتي حرکتونه او بې ګنا وژنې ، لنډې موخې او پريکړې ، بې معنا شعارونه ، کوچني بې نظمه ګروپونه ، د پرديو په قوماندو ولاړ بې واکه بې احساسه خلک ، د خپلو شخصي ګټو ، واک لپاره د هر څه نه تير او د افغان ملي تاريخ يې هير کړی وو .په دغه ديرشو کلونو کې د پام وړ ټکي د افغان کډوالو دي . اټکل اته ميليونه افغانان چې په نړۍ کې په دغه شمير ساری نشته پښتونخوا ته راتګ او ميشته کيدل . زه په خپله د شپږو وار نه ډېر پرې تللی يم . د افغان کډوالو ازاد تګ او راتګ په کرښه چې په عملي توګه يې دغه کرښه له منځه وړې ده او په پښتونخوا کې له خپل ورور سره يو ځای پرته له کوم توکمي ، مذهبي ، کلتوري ، ژبني توپيره اوسيدلي دي . د پښتونخوا ورور له خپل پښتون ورور سره خپل کور ، خپله ډوډۍ ، خپل جومات ، خپل ښوونځی ، خپله هديره ، خپله وينه ويشلې ده او د افغانستان د خپلواکۍ په جهاد کې يې سره له دغه دروند باره له خپل ورور سره برخه اخستې ده .
د پښتونخوا پښتون د افغانستان سره د مذهبي ، کلتوري پيوستون او د يو ملت نږديوالي په بنسټ يو ځای يو وخت اخترونه ، روژې او خپل ديني مراسم لمانځي .ډيورنډ کرښې په دوی کې په هيڅ ډول توپير نه و راوستلی بلکې په دغه ديرشو کلونو کې د دوی تاريخي کلتوري اړيکې او خپلوي دود دستور ، راکړې ورکړې نورې هم سره نږدې او ژورې شوې چې د پښتنو په تاريخ کې يې ساری نشته .

و . په يووالي کې زمونږ ګټې او تاوان

١ ، د افغان ولس ملي خپلواکي به مکمله شي ، افغان به په افغان حکومت کوي ، يو ولس مشر ، يو هيواد ، يو ولسواکه قانون ، زمونږ په سيمه کې امن او نظم، د يو ځواکمن ملي دولت څښتنان به شو .
٢ ، زمونږ ګاونډيان ټول په اتومي نويو پرمخ تلليو وسلو سمبال دي ږ افغان ولس د نړيوالو په مرسته په سيمه کې د اتومي وسلو بې وسلې کولو غوښتنه پيل کړېده . له د ې سره به په سيمه کې د پوځي ، اقتصادي قواو توازن برابر شي ، د ګاونډيانو له لاس وهنې نه به د تل لپاره په امن کې اوسو . زمونږ د هيواد پولې به په نړيواله کچه او معياري نورمونو وپيژندل شي .
٣ ، له ټول افغانستان څخه به يوه سوداګريزه او د سولې سيمه جوړه شي . په افغانستان کې به د اسيا پانګه اچونې سوداګري ازاد لوی مرکز جوړ شي . د ترانزيت مالونو د وريښمنو لارې امنيت او ساتنه به د افغان حکومت په غاړه وي او دمرکزي اسيا دوبۍ ګرځيدل به شونې شي .
٣، افغانستان سمندري لارو ته اړتيا لري او په نړيواله سوداګرۍ کې به د چا له ګواښه ، بيځايه غندنو ، بنديزنو، رقابتونو ، ماليو او د مالونو له غلاوو څخه وژغورل شو .
٤ ، خپل ګډ هيواد ، ملي غزت ، غيرت ، تاريخ ، ادبي کلتور او افغانيت به د غليم له ويشلې ګواښ څخه وساتو ، د افغان خپلواکه خاوره به په نړۍ کې د مدنيتونو او کلتورنو څلور لارې په څير وپيژندل شي .
٥، خپل راتلونکي نسلونه به د يو ميراسي کړکيچ ورسپارلو څخه وژغورو او دوی ته به په خپل پلارني هيواد کې هوسا سولييز ژوند وروسپارو .
٦ ، په پښتونخوا کې په مليونو ازاد قبايل له دوسوو کالونو راپديخوا په انزوا کې ژوند کوي ، دوی پرته له مدني او بشري قوانينو او دولتي امن څخه په ډير ناوړه ټولنيزه حالت کې له افغانستان سره د يووالي شپې ورځې تيروي . دوی به په يوويشتمه پيړۍ کې د انګريزانو له تور FCR قانون څخه راخلاص کړو . دوی په پاکستان کې بې نامه ، بې نشانه ، بې تاريخ ، بې کلتوره ، بې ژبې په انزوا کې په ناوړه اقتصادي شرايطو کې ساتل کيږي .
٧ ، په وحدت ، اتحاد ، اتفاق ، يووالي کې هيڅ تاوان نشته ، په اتحاد او يووالي کې برکت او لوی خدای زمونږ په لوري او مرستندوی دی .
٨ ، د يوې لنډې مودې لپاره د انارشيزم اړو دوړو ګواښ شته او د پرديو لخوا لاسوهنې شونې دي . بايد ملګرو ملتونو او د نړۍ له تجربو او مرستو څخه د يووالي په اړه کار واخستل شي .
٩ ، په اقتصادي ټولنيزه کچه مونږ په يو ليمټ کې يو . دولتي واک او عايداتو ويش زمونږ ولسواکه او ټولنيز عدالت قانون به يې سره تنظيموي .
١٠ ، افغانستان بايد دغې يووالي ته ستر قرباني او تياري ونيسي ، ملي ويښه پخلاينه ، ملي امنيت ، تل پاتې سوله ، اقتصادي ثبات او په نړيوالو معيارونو ګرنټي برابره کړي .
١١ ، زمونږ په پښتني ټولنه کې د جومات او حجرې تر منځه بايد ديوال مات شي ، افغان روڼ اند ، پوهان ، د اغيزې خاوندان ، سياسي ګوندونه او ايديالوژيکي فکرونه بايد دغې ملي هيلې ته په يوه خوله شي .

چ . د ډيورنډ کرښې نړيوال قانوني سولييز حل

١ ، د نړۍ تاريخ مونږ ته رازده کړې چې هيڅ يو نړيوال امپاير ښکيلاکګر ځواک له سلو کلونو نه ډېر په پښو ندی ودرېدلی . انګريزان پوهيدل چې دوی د تل لپاره په نړۍ کې زبر ځواک نشي پاتې کيدلی .
دبېلګې په توګه د هانګ کانګ تړون ٩٩ کلونو لپاره لاسليک شوی وو .هانګ کانګ د ټاکلي مودې سره سم د چين جمهوريت سره يو ځای شو . چينايانو شل کال مخکې د هانګ کانګ د يو ځای کيدلو پلان جوړ کړی وو .ختيځ اولويديځ جرمنيانو هم د يووالي پلانونه له يووالي نه مخکې جوړ کړي وو .
٢ ، د ډيورنډ د کرښې تړون معيار د سلو کلونو لپاره ټاکل شوی و .په ١٩٩٣ کال د افغانستان حکومت د يو منظم جوړ شوي پلان په ترڅ کې د غه سيمې چې د اوسني پاکستان دوه څلويښت فيصده خاوره ده ، بايد له افغانستان سره يو ځای شوي وای .
مونږ خبر نه وو چې غليم شل کاله مخکې د افغان ولس د بربادۍ او کورنۍ جګړې پلان جوړ کړی وو .
٣ . دا لومړی ځل دی چې د پيښور ګورنر د پاکستان لوړ پوړي دولتي چارواکي لخوا د ډيورنډ کرښې په حواله دا اعتراف شوی دی چې دا يوه متنازعه موعقتي کرښه ده . او د ډيورنډ کرښې په هکله يې له افغانستان سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه . د برطانوي هند او افغانستان تر منځ د ډيورنډ تړون سلو کلونو لپاره لاسليک شوی چې دغه نيټه دولس کاله مخکې پوره شوې .
٣ ، د نړيوال قانون په بنسټ که چېرې د تړون يو خوا منصرفه او يا له منځه ولاړه شي ، تړون په خپله له منځه ځي او يا په خپل لومړني حال کې نه پاتې کيږي . دغه تړون له انګريزانو سره په هند کې نه په لندن کې لاسليک شوی. انګريزان په سيمه او نړۍ کې په خپل زبرځواکۍ کې له منځه تللي دي . د تړون د لاسليک په مهال پاکستان وجود نه درلودو . پاکستان هيڅ وخت په قانوني توګه د تړون يوه غاړه نشي بلل کيدلی .
٥ ، د ډيورنډ تړون په هماغه ورځ کله چې لاسليک شو مات کړل شو ، ځکه د افغان ولس څخه چا د ويشلو پوښتنه نده کړې .
٦ ، افغانانو د تړون د اعتبار په مهال دغه تحميلي کرښه په خپل وجود نه ده منلې . دوی ته دغه کرښه هيڅ قانوني حيثيت نه لري . د پښتنو په سياسي وده او ملي دولت جوړولو کې ډېر غټ ګوزار و .
٧ ، دغه کرښه د Demakationline يا د ډيورنډ لاين په نوم په تړون کې ياده شوې ده . دمه کته شين لاين يو فرانسوی توری دی .
تعريف : له يوې سيمي نه په موعقتي ډول کرښه ويستل دي ، ځکه د پولې يا رسمي سرحد نوم په تړون کې نشته . اوسني افغان سياسي چارواکي ، کورني او بهرني ډلييزه رسنۍ بايد د پولې نوم په ځای د پښتون ــ پښتون تر منځه ډيورنډ کرښې نوم واخلي .
٨ ، ولسواکي زمونږ راتلونکي جوړوي ، که نن د دغو اټکل د ټولو څلويښت ميليونو ډېر افغانانو څخه په يوه ټول پوښتنه کې پوښتنه وشي ، که څۀ هم له افغانستان څخه په پښتونخوا کې نن ډېر پښتانه استوګن دي . هر افغان ته د خپل هيواد او ولس لوړې ژورې پته شته ، د يو پنځوس فيصدو څخه ډېر پښتاننه نن د يو قبيلوي هويت په ځای يو ملي خپلواک افغان دولت جوړولو هيله او تمه لري .
افغان ولس او حکومتونو ته کله هم د خپل پرله پسې ناورنيونو يرغلونو له کبله دغه فرصت په لاس نه دی ورغلی چې له پاکستان سره دا مسله په قانوني توګه راپورته کړي .
ډير نړيوال او د سيميزو چارو سياسي چارواکي ، سياستپوهان ، د منځني ختيځ انستيتونو خبري رسنۍ او استخباراتي څارونکي دې پايلې ته رسيدلي دي چې په سيمه کې يو شمير بنسټيزه برخليک ټاکونکي پوښتنې مطرح دي . د دغو پوښتنو ځوابونه په سيمه کې بنسټيز بدلونونه ، سياسي پوځي پرمختګونه ، نوي پکړې راڅرګندوي . يوه له دغو پوښتنو څخه د پښتونستان نړيواله مسئله ده چې د ټولو پښتنو افغانانو راتلونکي سياسي ونډه په سيمه کې ټاکي . افغانستان کله چې نيمايي ثبات ، سياسي استقرار ، اقتصاد ، سوله او امن ترلاسه کړي ، د پښتونستان مسئله به په خپله حل ته راپورته کيږي او که افغانستان خپل ټول ثبات ، استقرار ، امنيت او سوله ترلاسه نه کړي د ډيورنډ کرښې د نه حل په وجه دا ټول نيمګړي وي او د تل لپاره به له ګواښ سره مخامخ يو .
پوښتنه دا نه ده چې پښتانه به يو ځای ملي غښتلي دولت جوړ کړی شي او که نه ؟
پوښتنه دا ده چې کله او څنګه به دوی دغه ولسواکه ملي دولت جوړ کړي ؟
د يو قبايلي مشر لطيف اپريدي په اند ، هغه مخ دې تور شي ، هغه سر دې غوڅ شي چې د دوو ورونو په يووالي خپه کيږي .
اڅکزی بل مشر وايي ، پښتونخوا زمونږ خاوره ده ، افغانستان زمونږ پلارنی هيوا د دی

ځ . د ا مريکې متحده ايالات ، ناتو او افغانستان

د پرنګي او د کمونيستي روسيه استعمار له ړنګيدو خه وروسته امريکايانو له انګريزانو سره يو ځای دغه لويه لوبه اوس پرمخ بيايي ، د دغې لويې لوبې توکي د ولسواکي خپرولو لاندې واک ، ځواک ، تيلو او غازو نل ليکي دي .
امريکايان غواړي په هره بيه چې وي ، د دغې لوبې کوچ او ګټې خپلې کړې او کورته يې يوسي .
د دغې لوبې د ګټلو لپاره امريکايان چمتو دي لکه انګريزي ، روسيي کولونيال استعماري ځواکونه د دريمې نړۍ هيوادونه والوزي او ولسونه سره وويشي او نوي جګړې په کې پيل کړي .
امريکايان د يولسم سپتمبر د بريدونو وروسته او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې سيمې ته په خپل ديپلوماتيکي تور بکس کې لوی لوی پلانونه چې له دغې پيښې څخه مخکې جوړ شوې دي راوړي .
امريکايان که په دغه نړيوال تروريزم په ضد جګړه کې بری موندل غواړي په سيمه کې ، اوږودمهاله استراتيژي اړيکو تمه لري ، خپل ملي امنيت ته ګواښ ويني . امريکايان بايد پوه شي چې دښمنيې جګړه نده اعلان کړې . دښمن يې کوم دولت ندی . دښمن يې معلوم ندی چې په کومه مورچه کې پروت دی . ددښمن شمير يې معلوم ندی . امريکايان د هغوی ملګري او ملګري ملتونه بايد په دې هم پوه شي چې زمونږ افغانانو مخې ته ډېرې ملي هيلې تر سره کول پراته دي . يوه ملي هيله مو هغه څۀ دي چې مونږ په لويه لوبه کې له لاسه ورکړې . د لويې لوبې په دغه دور کې يې بيرته لاس ته راوړل غواړو . نړۍ او امريکايان بايد د ترهګرۍ په ضد جګړې کې لومړی د ترهګرۍ لاملونه ريښي . فکتورونه وپيژني او د حل لپاره يواځې له ولسونو سره کار وکړي . د ترهګرۍ د ختمولو لپاره بايد چې د هغه جرړې غوڅې کړی شي ، چې هرهګري ترې زيږيږي .

ح . فلسطين قضيه ، ډيورنډ لاين مسئله ، کشمير لانجه

په دغو بيلابيلو سيمو د انګريزي استعمار لخوا په ويښه ، اختياري او د ظلم نه ډک په خپل سر او خوښه يو اړخيزې په بيل بيل نومونو کرښې ويستل شوې دي .دغه سيمې د نړۍ تر ټولو کړکيچنې لانجمنې ګواښ لرونکي پوست کلونيال سيمې دي .د دغه هيوادونو ولسونه د کولونياليزم او امپيرياليزم په ضد اسلامي جهاد يو برحقه غبرګون پيژندلی دی . د دغې سيمو ولسونو ته کړکيچونه د انګريزانو د استعمار لخوا رامنځته شوې دي . امريکايان بايد د انګريز نړيوال امپاير تيروتنې کړکيچونه په نړيوالو منل شوو نورمونو کې حل او فصل کړي . تر څو چې د خلکو اعتبار پر امريکايانو راشي . دغو زړو کړکيچونو نوي کړکيچونه رامنځته کړي . بايد په سوله ، خبرو اترو ، په اصولي کچه او ګرانټي حل شي . تر څو چې اسلامي ترهګرۍ ته د پای ټکی کيښودل شي . خلک خپلې مايوسي ، سرټيټوالي ، غلامي ، په بدل کې نفرت ، بغاوت ، پاڅون ، په اسلامي جهادي غبرګون کې لټوي .امريکايا که دغه ګرانه جګړه ګټل غواړي او په نړۍ کې نوي سياسي ولسواک نظم له افغان هندوکشه تر مراکشه راوستل او قايمول غواړي . بايد په دې وپوهيږي چې دغه ولسونه په زور د انګريزي کولونيال امپيرياليزم سره ويشلي دي . دلته خلکو ډېر کړکيچونه ، لوږه ليدلې ده . له ناورينو سره مخامخ شوې او قربانۍ يې ورکړې دي . دلته خلک ستړي دي او په ريښتيا سولييز ارامه ژوند او حل غواړي .

فلسطينيانو پس له څلويښتو کلونو قربانيو اوس د غزا په تراړه کې د خپلواکۍ پيل کړی . کشمير د کشميريانو دی بايد د هند ، پاکستان او چين پوځونه له اسيايي سويس څخه ژر تر ژره ووځي . کشمير يوه غير پوځي سيمه اعلان شي . دا لومړی ځل دی چې د زلزله ځپلو د مرستو په وجه د کشمير د کنټرول يا اوربند کرښې ته د مشرف له مخالفت سره سره د ناتو پوځي الوتکې ورسيدلي . بايد د نړۍ پام د کشمير لانجې څخه ونه ګرځي . ايله اوس بيل شويو کشميري کورنيو غړيو له يو بل سره وکتل . د کشميريانو يوه هيله ترسره شوه .

د امريکې پوځي يرغل د افغانستان په طالبانو باندې بې د پاکستان له شنې اشارې څخه ډېر ګران و . پاکستان امريکې ته د دغې سياسي ، نظامي او استخباراتي مرستو ورکولو په بدل کې نه يواځې د پاکستان خپله سياسي او پوځي ستراتيژي د افغانستان ، کشمير او هند په اړه په بنسټ کې دړې وړې کړی شو . بلکې پاکستان يې په خپل جغرافيي بنسټيز موجوديت کې وښوروه او يا ولړزوه . امريکې په سيمه کې يو پخوانی انډول له لاسه ورکړی . له پاکستان څخه د امريکې پوځي اډې افغانستان ته او د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو نه په وتو دي .

پاکستان خپله راتلونکې د پخواني يوګوسلاويا په څير ګوري . همدا وجه ده چې ډيورنډ کرښې ته د پاکستان په کورني سياست کې له افغانستان څخه ډېر جدي ارزښت ورکول کيږي .
په ١٩٧١ کال کې کله چې له ختيځ پاکستان څخه بنګلديش جوړ شو ، د پاکستان وجود او پايښت ، بهرني او کورني سياست د پنځوسو کلونو راهيسې په څلورو مټو ولاړ دی . د کشمير مسئله ، له افغانستان سره د پښتونستان مسئله ، د اتومي وسلو پروګرام ، د مذهبي بنسټپالو رول ، د پاکستان په کورني امنيت او سياست کې ، د دغې هرې مټې له منځه تلل ، د پاکستان وجود بدلولی شي .
د پاکستان څلور ايالتونه په خپل تاريخ کې يو بل سره نږدې شوي ندي ، بلکې له يو بل څخه په واټن کې روان دي . درې صوبې په پنجاب باندې بې باوره شوې دي .
دوی پاکستان ته پنجاب او پنجاب ته پاکستان وايي .

د پاکستان سياستوال او سياسي ګوندونه په هر سياسي کړکيچ کې د پاکستان ماتيدل ويني . د کالاباغ بند په ټول ملک کې تود بحث راپور ته کړی چې کالاباغ بند به پاکستان ماتوي . دوی وايي ، مشرف به يا پاکستان غواړي يا کالاباغ ډيم .
د بلوچانو مشر اختر منګل وويل ، پنجاب او پنجاب پوځ د پښتنو او بلوچانو پارول غواړي او دغه بند يواځې د پنجاب لپاره دی .
فضل الرحمن وويل . په قبايلي علاقو کې د پوځ کاروايي مقصد قبايل عوام د پاکستان نه جدا کول دي .
امريکايان په پاکستان کې د ISI تر مرۍ لاندې د اسلامي بنسټپالو ترهګرو القاعدې روزنه او فابريکې ويني . القاعده د ازادو قبايلو په پټاره کې بې له کوم ډار او ممانعت څخه د ISI په لارښودنه تګ او راتګ کوي . د قبايلو له ميلمه پالنې او ژور اسلامي احساس څخه ناوړه ګټه اخلي . امريکايان او انګريزان پوهيږي چې پاکستان په پنځوسو کالو کې ونشوای کړی چې ازادي قباييلي سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي . دغه سيمې د قانون تشه لري . يواځې يو د پښتون افغان ملي حکومت په اداري چوکاټ کې دغه سيمې د ترهګرو او بنسټپالو څخه خلاصيدی شي . دغه سيمه تر اوسه د پاکستان په اساسي قانون کې خاص اداري ځای لري . په افغانستان کې د دوی لپاره په اداري سيستم کې يو وزارت بېل کړی شوی دی . دغې سيمې ته ايله اوس پاکستان د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړې په پلمه خپل اتيا زره کسيزه پوځ ليږلی دی . دغه پوځ په سيمه هيڅ کنټرول نه لري په شمالي وزيرستان او بلوچستان کې د پوځ په ضد د جګړو او نا امنۍ زياتوالی ليدل کيږي .
په امريکا کې د پرويز مشرف وړانديز د ډيورنډ په کرښه او يا په ګډه پوله باندې د اغزي لرونکي تار لګولو هڅه له يو خوا د دۀ سياسي سادګي ، بې تجربګي او د افغانستان په دې نويو سياسي حالاتو کې او دغه راز په دغه لوی نړيوال کړکيچ کې د هغه وارخطا يي څرګندوي . له بلې خوا مشرف د اسرايلو جمهور ريئس شارون څخه په پټو ناستو کې زده کړې چې د افغان ولس په زړه اغزن تار راتاو کړي لکه اسرايلو چې په فلسطين کې دغه کار کړی . دغه اغزن خوب به تر هغه تر سره نشي تر څو چې يو پښتون ژوندی وي . دغه ډول څرګندونې په دغسې حساسو سياسي شيبو کې د افغان پښتون ولس احساسات راپاروي . ځکه د کرښې دواړو خواو ته له پيړيو راهيسې پښتانه اوسيږي . له يو بل سره ژورې کلتوري او ژبنۍ نه شليدونکې اړيکې لري . د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو ګډې کورنۍ اوسيږي . يو قام ژوند کوي او دا ديوال د ترهګرۍ د له منځه تللو سبب نه کيږي چې د يوه ولس او يوې کورنۍ د غړو تر منځ د تګ او راتګ او اړيکو مخه ونيسي .

د افغانستان او پاکستان پولې معلومې ندي . افغانانو په دې اړه تل احتجاجونه کړي . بل هيڅ څوک يعنې پښتون ضد قوتونه نشي کولی په دغه مسئله خبرې وکړي ، ځکه دا کرښه يواځې او يواځې د پښتنو تر منځه ويستل شوې ده . پاکستان غواړي د پښتونخوا او قبايلو مشرانو نه هيريدونکي نه ماتيدونکي هيلې يعنې د ډيورنډ کرښې په ټولول ، د خپل پلارني هيواد او خپلې مورنۍ خاورې سره يو ځای کيدل د يو ځواکمن پښتون افغان ملي دولت جوړول ، مخه ونيسي . همدا وجه ده چې د پښتنو د هيواد پالنې ، د يووالي پاک احساسات ، ملي او خپلواکي خوښونکي غورځنګونه په اسلامي بې نامه او بې نشانه احساساتي کانالونو کې راټيټ ، ويشل او نستل کيږي . د کرښې په دواړو خواو کې د پښتنو د يووالي ناسيوناليزم ويښتيا وځپي .

پاکستان تل په افغانستان کې په سياسي ، اقتصادي کچه يو کمزور او په کورنيو چارو کې بوخت د دوی پلوی حکومت غوښتی دی . چې له يوې خوا د خپل زورور مشر ورور هند ناارامه وي . له بلې خوا له افغانستان څخه پاکستان په سيمه کې ډېر يواځی دی . پاکستان هڅه کوي چې په يو لاس دوی موخې او دغه کړکيچونه کنټرول کړي . په يو لاس د ډيورنډ کرښې لانجه او د پښتنو بنسټپالو اغيز ، په بل لاس کې د کشمير لانجه او اتومي وسلو کړکيچ له هند سره ، اوس پاکستان ته ډېره ګرانه ده چې بيلانس وساتي . پاکستان نږدي خپل ټول عمر په نظامي حکومتونو کې تېر کړی دی .
افغانستان ، پښتونخوا او سيمې ته امريکايان نه يواځې له پرمخ تللې وسلو سره راغلي بلکې پراخه اقتصادي، سياسي پانګه اچونې اوږد مهاله استراتيژيکي پلانونو سره راغلي دي .
له پاکستان سره د امريکې ملګرتوب د روسانو په ضد و . پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهو او کړکيچو دولت پيژندل شوی دی . د هند سره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين مسئله چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل يې کړي . امريکايان د کشمير په لانجه کې د هند او پاکستان لخوا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ هم ويني . سيمې ته اتومي جګړې ستر ګواښ دی . همدا اوس د پاکستان په اتومي وسلو د امريکې کنترول شته .
همداسې له سعودي عربستان څخه امريکا يانو نږدې خپلې ټولې اډې عراق ته ويستلې . د بن لادن جهاد د امريکې په ضد د يولسم سپتمبر نږدې ټول هوايي يرغل کوونکي له عربستان څخه وو. طالبان نن هم د سپتمبر په پيښو کې د لاس نه لرلو ادعا کوي . د لندن بمي چاودنو پړه انګلستان په پاکستان کې پر ځينو کړيو واچوله .

خ ، د امريکې متحده ايالات ، ناټو ، افغانستان

امريکايان انګريزان دا ځل د افغان باتوره ولس افغان پوهنې تاريخ ته لږ کتلې راغلي معلوميږي . ناتو ځواکونه اوس په ټول افغانستان کې خوار او پوځي عمليات پيلوي . د ورسا تړون په له منځه تلو کې افغان ولس لوی رول ولوبولو . د ناټو موجوديت يې له ګواښ سره مخماخ کړو ، ځکه د شمالي اتلانتيک تړون د وارا تړون په دفاع کې جوړ شوی و .
ناټو تړون خپلو پوځونو ته اجازه نه ورکوله چې له خپلو پولو څخه بهر پوځي عمليات وکړي . افغانانو د ناټو تړون په بنسټ کې بدلونونه راوستل . امريکايان ، انګريزان ، روسان پوهيږي چې يونيفورم لرونکی پوځ په افغانستان کې نه پاتې کيږي ، ماتيږي .
شمالي اتلانتيک يا ناټو غړو هيواونو هغه پلانونه منلي چې د افغانستان سوئيل ختيځو سيمو ته خپل ځواکونه غځوي . د افغانانو سره د ناټو پوځونه چلند د اتلافي ځواکونو چلند سره بايد توپير ولري .ترڅو چې د ولس روحيه د غو پوځونو په مقابل کې په مسبته بدله شي . امريکايان افغانان په دې پوهول غواړي چې افغانان له نړۍ سره نشي جنګيدلی . ريښتيا هم افغانان نه غواړي او نه شي کولی دا مهال له نړۍ سره وجنګيږي .

د ديرشو کالو جګړو څخه وروسته زمونږ خبره د سولې او امن ده . که امريکايان او د دوی ملګري همداسې يواځې د خپلو موخو او پلانونو عملي کول غواړي ، د افغان ولس راتلونکي حکومت او پر ستونځو باندې سترګې پټوي . خپل پوځي ، اقتصادي عمليات تر سره کوي او خپلې ګټې خوندي کول غواړي . افغان ولس ته د شک په سترګه ګوري نو امريکايان او ناتو پوځونه د افغانانو په خاوره کې ناکامه او په سيمه کې نشي پاتې کېدلی .ځکه پښتانه په افغانستان او سيمه کې د واک ، ځواک ، اوسولې ته لوی فکتور دي . همدا اوس د يوې وړې ماتې شوې ډلې په وجه د افغانستان څخه د ويتنام بوی راځي . ناټو په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خپل پايښت پوځي ازموينه ورکوي . زمونږ د ملي هيلو بری به د ناتو بری په نړۍ کې وي .
د امريکې او ناټو هيواونو ملي ګټې تر هغه نشي تر سره کيدای تر څو چې د افغانستان ملي ګټې ورسره په پام کې ونه نيولی شي .

کله د ګونتانمو نه د بشر حقوقو تيري ناوړه خبرونه راځي ، د ټول منل شوي نړيوال قوانينو تر پښو لاندې کول ، بيا په افغانستان کې په ودونو بې رحمه هوايي بريدونه کيږي ، د خلکو کورونو ته په نيمه شپه د القايدې په لټه کې ورننوتل .
بيا کله د طالبانو مړي د نړيوالو منلو شويو قوانينو خلاف سوځول کيږي . په کابل او بګرام کې پټ شخصي زندانونه خلاصول او لا درکه زندانيانو ساتل . د افغانستان سوېلي ختيځې سيمې د پوځ په ژبه د No go Area د پوځي عملياتو سيمې اعلانول . د بيا رغونې پروګرام څخه محرومه له نړۍ څخه په انزوا کې ساتل او د ازاد خبريلانانو ورتګ منع معنا ورکوي . د پوځي عملياتو په ترڅ کې د سيمې له ناروغانو سره د درملنې په بدل کې پوځي استخباراتي معلوماتو لاس ته راوړل . په سوېل کې د بيارغونې چارې د پوځي عملياتو په وجه په ټپه ودرېدل ، دا ټول په ولس کې امريکايي ضد احساسات راپاروي .
له بلې خوا خلک د القاعدې له پاتيشونو څخه ، د دينې علماو ، ښوونکو وژلو او ښونځيو سوځولو او له خپل ورور وژنې او زورولو څخه هم پزې ته راغلي دي .

د . د نوي غښتلي ، خپلواک، ولسواک افغانستان راتلونکې

لنډه دا چې خلک نور صبر له لاسه ورکي . ورکړ شوي وعدې ندي ترسره شوي . افغانستان په خپل تاريخ کې د دومره لوی نړيوال مالي او اقتصادي ملاتړ څخه برخمن نه ولکه نن .
د ډيورنډ کرښې هيڅ وخت دومره د نړيوال سياست پام خپل ځان ته ندی رااړولی ، لکه نن
د دې کرښې د رسمي له منځه تللو ته هيڅ وخت دومره توکي نه وو راټول شوي لکه نن
مونږ لر او بر افغانان يووالي او پيوستون ته ، ملي دولت جوړولو ته هيڅ وخت دومره نږدي او اړ نه وو لکه نن .
نړيواله ټولنه او د ناټو هيوادونه غواړي افغانستان د نړۍ ولسونو ته د ولسواکۍ او سولييز ژوند يوه بېلګه وروپيژني . د دوی ناکامي په افغانستان کې زمونږ تاريخي ناکامي ده .
د افغانستان اوسنی سياست د ډيورنډ کرښې په اړه د يو پوه ، عالم ، منځلاري ، هيوادپال ، په نړيوال سياست کې وارد ، په هوډ کې کلک لکه شهيد محمد داود خان غوندې افغان ولسمشر او مشرانو ته اړتيا لري .
دغاه طلايي جانس چې نن نړيوالې ټولنې افغانستان ته په بيا رغونه کې پس له ديرش کلنې اوږدې جګړې ورکړی دی ، د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانانو او د امريکايانو له لاسه وځي . که حقيقتونو ته ، ملي هيلو ته پام ونشي ، سيمه په اور کې ډوبيږي . افغان دښمنه ځواکونه د افغانستان د نورو تباهۍ پلانونه جوړوي .

دا مهال دلته په افغانستان کې نوي سالم ولسيز لوی فکر کولول ته ، چټک پر مختګ او ملي سياست ته د څو ګوتو په شمار ملي ولسواک ګوندونو ته ډېر اړتيا شته . بدلون ، اوږدې مودې ته ، سړی سينې ته ، کلک هوډ ته ، پاک ملي سياستپوهانو ته اړتيا لري .د پښتونستان مسئلې حل لپاره د ټولو پښتنو او د افغان په خاوره کې د ملي يووالي احساس لرونکي اوسيدونکو وګړو ته د يوې ملي جرګې رابللو لاره بايد خلاصه شي .

اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو
ګنې ما به د مغل ګريوان پاره کړ

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پيښور کې افغان يو دی

پيښور دی او که کوټه زما کور دی
که کابل که کندهار دی زما ورور دی
هر خاين جې دې کې خنډ اچول غواړي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: