اسلام کې د نړۍ نيونه حرامه ده نو صحابه‌و ولې دا کار کاوه؟

په اسلامي شريعت کې د نړۍ نيونې لپاره توره پورته کول په غوڅه توګه حرام دي، نو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې کله دا کار حرام دى نو آخر صحابه کرامو او راشدينو خليفه ګانو پر عراق، شام، ايران، ارمينيا، مصر، شمالي افريقا او نورو هېوادونو باندې حملې ولې کولې؟ د اسلام ضد عناصرو دا نيوکه په ډېر شد او مد وړاندې کړې ده، او مسلمانو تاريخ پوهانو او مصنفينو ورته په ډېر تفصيل ځوابونه ورکړي دي، خو په دې چا غور ندى کړى، چې په دې مسئله کې د مسلمانو او نامسلمانو د نظر ټکى ډېر مختلف دى. ځکه نو چا چې د نامسلمانو نظر ته ډېره پاملرنه کړې د اسلام غلطه ژباړه يې کړې او چا چې د هغوى نظر بېخي په پام کې نه دى نيولى، نو داسې بې پروا ځواب يې ورکړى، چې نور شکونه يې هم رامنځته کړي دي.

حقيقت دادى، چې په اسلامي دولت کې د ((قومي)) او ((اجنبي)) تر منځ کوم توپير نشته، د امتياز او توپير ټکى عدل او ظلم دى. که د يو هېواد دولت د خپلو هستوګنو په لاس کې وي خو واکمن يې بدکاره، ظالم او نفس پرست انسان وي، نو د اسلام له نظره دومره د کرکې وړ دى، څومره چې يو اجنبي ظالم دولت د نفرت وړ دى. همدارنګه که يو عجمي پر عربو واکمن وي او ټولې چارې په انصاف، امانت، ديانت او پرهېزګارۍ پر مخ بيايي، د مظلومانو آواز اوري، حقدار ته خپل حق ورکوي، تکبر او غرور نه لري، له خواهش پرستۍ او نفسي غوښتنو ځان ساتي، او د رعيت د سمون او اصلاح لپاره خپل ټول ځواک په کار اچوي، نو د اسلام له نظره دا عجمي حکمران له هغه عرب حکمران څخه غوره دى، چې دا ځانګړتياوې نلري. دا سوچ چې يو ظالم عرب عربانو ته له يو عادل عجمي نه ښه دى، او ترکي که څومره نېک او صالح وي خو له دې کبله، چې ترکي دى نو عراقيان يې بايد ونه مني، دا تصوراسلام په بنسټيزه توګه غلط او باطل ګڼي. اسلام دې معاملې ته د قوم او هېواد له ليدلوري نه، بلکې د سوچه انسانيت له لوري ګوري. د اسلام په نظر يو صالح انسان، چې هر څوک وي له غير صالح انسان نه ښه دى، او په انساني اخلاقو کې د خپل او پردي، هېوادني او اجنبي، هندي او عراقي، زنګي او فرنګي، تور او سپين توپير کول يو ړوند تعصب بولي.

نو د اسلامي عقيدې سره سم د غوره والي معيار قوميت او خپلواکي نه ده او د بدۍ معيار اجنبيت يا غلامي نده، اصلي پوښتنه دا کوي، چې د دولت نظام عادل او حق پرست دى او که نه؟ که عادلانه او حق پرست وي نو د له منځه وړلو هڅه خو يې پر ځاى پرېږده، ددې کار اراده کول هم يوه لويه ګناه او لوى تيرى ګڼي، خو په دويم حالت کې د ظالم نظام له منځه وړل او يو ريښتونى عادل دولت رامنځته کول لومړنى فرض ګڼي. د قوميت او اجنبيت پوښتنه په اسلام کې مطرح نده او ددې مطلب دادى، چې د دولت پر ښه والي او بدوالي د قوميت يا اجنبيت هېڅ کومه اغېزه نشته.

دا بېله خبره ده، چې غير قومي دولت عموماً ظالم او جابر وي. ځکه چې يو قوم پر بل قوم، دولت او واکمني د همدې لپاره کوي، چې له هغوى نه خپل غلامان جوړ کړي، او د خپلو ګټو لپاره ترې کار واخلي او ددې برعکس په ملي دولت کې د سمون او اصلاح وړتيا زياته وي. خو دا لازمه نده، چې همېشه دې قومي دولت غوره او غير قومي حکومت بې انصافه وي. کېداى شي چې د يو قوم او ملت په سر کې ظالم، جابر او سرکښ خلک واقع وي، او خپل قوم د خپلو شخصي اهدافو غلامان وګرځوي.

او دا هم شونې ده، چې يو قوم د اجنبيانو په لاس د ظالمو او مستبدو خلکو له پنجې وژغورل شي او د مادي او اخلاقي پرمختګ لارې يې پر مخ پرانيزي.

your ads

نو د دولت د غوره والي اصلي معيار عدالت او سمون، او د بدۍ اصلي معيار بې عدالتي او انحراف ګڼل کېږي.

لدې ځايه دا مطلب راوځي، چې اسلام د قومي دولت دښمن دى، د هر قوم دا حق مني، چې د خپلو حالاتو سمون په خپله وکړي، خو کله چې د يو قوم اخلاقي حالات خراب شي، د خپلو شريرو او مفسدو خلکو پيروي او اطاعت غوره کړي او د ذلت او مسکنت په کندو کې وغورځېږي، نو داسې قوم د خپلواک دولت حق له لاسه ورکوي او هغه خلک چې له دوى څخه غوره وي، پرې د حکومت حق ورکوي. په قرآنکريم کې نافرمانو او بدکارو قومونو ته ځاى پر ځاى زورنه ورکوي او فرمايي چې:

وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُم [محمد: ٣٨].
(که تاسې مخ واړوئ نو الله به ستاسې په ځاى کوم بل قوم راولي او هغوى به ستاسې په څېر نه وي).

إِلَّا تَنفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا [التوبة: ٣٩] (که تاسې پانڅېږئ نو الله به تاسې ته دردناکه سزا درکړي او ستاسې په ځاى به کوم بل قوم راپاڅوي، او تاسې به خداى ته هېڅ زيان ونشئ رسولاى).

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ [النساء: ١٣٣] (که هغه وغواړي نو تاسې به ايسته کړي او ستاسې پر ځاى به نور خلک راولي).
دا ډول ډېر زيات آياتو په قرآنکريم شته او د ټولو هدف همدا يو دى، چې د دولت او واکمنۍ حق د صلاحيت او وړتيا پورې تړلى دى، کوم ملت چې خپله وړتيا له لاسه ورکوي، د دولت حق هم له لاسه ورکوي، او څوک چې په خپل ځان کې د دولت کولو وړتيا پيدا کوي، حق يې هم ترلاسه کوي. د وړتيا مانا ځواک او قوت نه دى، دا جوهر يواځې په هغو خلکو کې شته، چې د يو الله بندګي کوي، خلک له بدو اعمالو بندوي، د نېکو اعمالو امر کوي، د هر نېک عمل ترسره کولو ته تيار وي او په دې باور لري چې يوه ورځ به د خپلو عملونو بشپړ حساب ورکوي.

يُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَـٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ [آل عمران: ١١٤] ((پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، له بديو منع کوي او د ښېګڼې په چارو کې بوختېږي. دوى صالحان دي).

دا صالح خلک د يو قوم يا يو هېواد شتمني نه، بلکې د ټول بشريت او انساني نړۍ ګډه شتمني ګڼل کېږي او د آدم ټول بچيان يې له وړتيا څخه د ګټې اخستلو حق لري. او که چېرې خپل خدمتونه بې له کومې مجبورۍ، يوې محدودې ډلې يا يو ټاکلي هېواد ته ځانګړې کړي، نو په دې کې شک نشته، چې د انسانيت سره به ډېر لوى تيرى او ظلم کړى وي. اسلام د رنګ، نژاد او جغرافيوي ويش هېڅ پوله نه مني، بلکې بې له قيد او شرطه يې، ټولې ځمکې ته له وړتيا نه د ګټې اخستنې حق ورکوي. لکه چې الله تعالى فرمايي:

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ  [الأنبياء: ١٠٥] ((او په زبورکې موږ له نصيحت نه وروسته ليکلي دي، چې د ځمکې وارثان به زموږ غوره بندګان وي).

د داؤد د دولت او حکومت په اړه د اسلام اصلي نظر، چې ستاسې خدمت ته مو وړاندې کړ، اوس له دې وروسته په آسانۍ سره کولاى شئ وپوهېږئ، چې صحابه کرامو نړۍ ولې فتحه کړه؟ ولې يې د قيصر او کسرا تختونه پر بل مخ واړول او د باطل واکمني يې له خاورو سره خاورې کړه؟

هغوى چې کله د خپل هېواد له سمون او اصلاح څخه وزګار شول، نو پر بهرنۍ نړۍ يې سوچ وکړ، ويې ليدل چې په ټولو ګاونډيو هېوادونو کې ظالم او جابر خلک بادشاهي کوي، کمزوري د ځواکمنو مريان دي، غريبان شتمنو پېرودلي دي، انسان له ځانه خداى جوړ کړى دى، د عدل، انصاف او قانون نوم نشته، د بادشاهانو او واکمنانو په يوه اشاره د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي، ناموسونه لوټل کېږي، کورونه تباه کېږي او د قومونو د پايلو او قسمتونو پرېکړې کېږي. غريبو خلکو چې د خپلو وينو په اوبه کولو کوم مال ګټلى، په ډول ډول زياتيو لوټېږي. او د واکمنانو په عيش او عشرت کې له منځه ځي. حاکمان په خپله په بد کاريو، خواهش پرستيو او بدو اعمالو اخته دي، نو ځکه يې رعيت هم له ډول ډول ګناهونو سره مخامخ دى. شراب، زنا، جواري په عامه توګه يو روا کار ګڼل کېږي، د رشوت او خيانت بازار ګرم دى. نفسي خواهشاتو د اخلاقو او انسانيت ټولې کړۍ ماتې کړي دي، د وحشي غوښتنو د پوره کولو لپاره له هېڅ ډول بنديز سره آشنا نه دي. او د اخلاقو سپکوالى يې تر دې بريده رسېدلى، چې که د تمدن، شان او شوکت پردې ترې ليرې شي نو ځناور به يې هم له حيوانيته وشرمېږي.

د انسانانو د ذليل حالت په کتلو، سرښندونکو د سمون او اصلاح لپاره ملا وتړله. لومړى خو يې د پند او تذکير څخه کار واخېست، د عجمو کسرا، د روم قيصر او د مصر مقوقس ته يې بلنه ورکړه، تر څو د اسلام عادل قانون ته غاړه کېږدي. کله يې چې هغوى له بلنې انکار وکړ، نو بيا يې ترې وغوښتل تر څو د دولت چوکۍ هغو خلکو ته پرېږدي چې وړتيا يې لري، خو کله يې چې دا غوښتنه هم ونه منله نو په ځواب کې يې تورې راوويستلې د وخت د دوه لويو سلطنتونو تختونه يې په بل مخ واړول، او د هندوستان له سرحده نيولې تر شمالي افريقې پورې يې ټول غلام خلک د ظلم له بادراۍ نه آزاد کړل.
ستاسې خپله خوښه ده چې دې کار ته نړۍ نيونه وايئ او که ظلم؟

خو د تاريخ دې حقيقت نه انکار نشئ کولاى چې دې خلکو قومونه له ذلت او غلامۍ څخه راوويستل، د مادي، اخلاقي او روحاني پرمختګ تر څلي يې ورسول او په هغو هېواونو کې يې له سره ښکلا،رڼا او ځلا رامنځته کړه چې د تهذيب او تمدن له نامه لاندې بنجر( شاړ ) شوي وو، چې د انساني نړۍ چمن يې تر اوسه شين دى. ملت پرست خو به وايي، چې خير دى ايران او روم دې ټول تباه او برباد شوي واى، خو عربو پرې د حملې حق ندرلود، خو د رښتونې عقيده وايي چې هغوى د انسانيت يو لوى خدمت ترسره کړى او دا د نړۍ بدبختي وه، چې ډېره لويه برخه يې ددې خلکو له خدمت څخه محرومه پاتې شوه.

اصلاح انلاین

په اسلام کې جهاد له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب