اسلامي نظام او بشري حقوق
په نړۍ کې خورا زياتې کوچنۍ او لويې ټولنې شته، چې په يو او بل نوم د بشر د حقوقو نارې سورې وهي او عمومي افکار يې په دې مات کړي، چې دغه حقوق د لويديځې نړۍ زيږنده او محصول دي، حال دا چې په اسلامي نظام کې د انسان بنيادي او بشري حقوق، څوارلس سوه کاله وړاندې بيان شوي او د انسانانو حقوقو ته پکې کلکه پاملرنه شوې او د همدغه حقوقو د تامين په موخه يې ډير ښه اساسات او لارښونې بيان کړې دي، چې دغه حقوق په نننۍ عرصه کې د ځينو اساسي قوانينو په يوه برخه کې د اتباعو د حقوقو تر عنوان لاندې راوړل شوي دي، چې د هغه له جملې، د بيلګې په ډول د انسان د ژوند، کرامت او عزت حق، د بيان د ازادۍ حق، د ښوونې او روزنې حق، د کار او کسب حق، د هستوګنې حق، د ملکيت حق او د داسې نور د يادونې وړ دي.
غواړم دغه حقوق په پرلپسې توګه د اسلام له نظره ګرانو لوستونکو ته بيان او روښانه کړم:
مخکې تر دې چې دغه حق د اسلامي نظام له نظره بيان کړو، ښه به دا وي چې د اسلامي نظام تر راتګ وړاندې، د انسان حالت ته يو ځغلنده نظر واچوو: روښانه خبره ده چې د اسلامي نظام تر راتلو وړاندې، د جاهليت پرمهال د ناپوهۍ او بدبختۍ توره تياره خپره وه ، ظلم او زورواکۍ خپل وروستي بريد ته رسيدلې وه، د انساني ټولنې ټولنيز ژو ند له ډول ډول کړواوونو او ناخوالو سره مخ و. د هيچا ځان، مال، عزت او کرامت خوندي نه و، هر څه د زورواکانو په منګولو کې و، مظلوم لاپسې مظلوم و، عدل او انصاف نه و، نو کله چې په حجاز کې د اسلام د دين رڼا او پلوشې هرې خواته تيت شوې، هماغه و چې انساني ټولنه له تورتم څخه د دينوي او اخروي نيکمرغۍ لورته روانه شوه، او په اسلامي نظام کې داسې مبادي او اصول رامنځته شول چې د بشر د ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند ټول اړخونه يې په داسې وړانګو روښانه کړل، چې هيڅ راز نيمګړتيا پکې نه شي تر سترګو کيدى او د انساني ژوند ټول اړخونه يې، هغه که ځاني دي او يا ټولنيز، داسې تنظيم او برابر کړل چې هيڅوک ورته د کمښت يا انتقاد ګوته نه شي نيولى.
ستونزه په دې کې ده چې اوس داسې څوک پيدا شي چې دغه مبادي او اساسات په ريښتوني ډول پلي او تنفيذ کړي. اسلامي نظام يو داسې نظام دى چې د هر انسان ټولنيز دريځ ته په عزت ګوري، هر انسان ته يې د اکرام او عزت په سترګه کتلي او هغه يې د قانوني اهليت وړ بللى، هغه که نارينه وي او که ښځينه، نو که هر څوک د چا په ځان، مال او عزت تيرى وکړي يا يې اجتماعي موقف ته کوم زيان واړوي، د تيري کوونکي لپاره يې له جرم سره سمه، سزا ورکول لازم بللي دي.
په دې اساس، هيچاته دا حق نشته، چې د بل په حقوقو تيرى وروړي، که هغه فرد وي يا ټولنه، مسلمان وي او که غير مسلمان، نارينه وي که ښځينه. نو په دې بنسټ، موږ د اسلامي تشريع د پيښليک له مخې، دا په زغرده ويلى شو، چې اسلامي نظام داسې نظام دى چې انسان او انسانيت ته يې په لوړه سترګه کتلي او د انساني ژوند د حق ساتنه يې په هر چا لازمه ګرځولې او د هر چا د کرامت او شرافت احترام يې ساتلى او د ا نسانانو بنيادي حقوق، چې نن ورته بشري حقوق وايي، څه د پاسه څوارلس سوه کاله پخوا په ښه ځيرتيا او غور سره تنظيم کړي او بيا يې د پليتابه په ډګر کې ډير څه پلي کړي هم دي.
موږ او تاسو پوهيږو، چې اسلامي نظام يو منځګړى نظام دى، چې افراط او تفريط نه مني، داسې نظام دى چې د يسر او اسانۍ پلويتوب او له بې ځايه سختي او حرج څخه ډډه کوي، داسې نظام چې د تيري او ناروا مخه په زغرده نيسي، د عدل او انصاف په کلکه ملاتړ کوي، دارنګه نظام دى چې په ترحم، ايثار او فداکارۍ ټينګار او ستاينه کوي، خو له کبر، غرور او انانيت څخه کرکه کوي، داسې نظام چې هميشه د سولې او امنيت غوښتونکى او له بې هدفو جګړو او وحشي خوځښتونو څخه کرکه او تنفر کوي، داسې نظام دى، چې هميش عمومي ګټې په شخصي مفاداتو غوره بولي، دارنګه يو نظام دى چې د واکمن او کمزوري، د حکومت او ولس او د آمر او مامور ترمنځ ښې اړيکې غواړي او د هر چا حقوق او دندې يې مشخص کړي دي، داسې نظام دى چې د افرادو او ټولنې حقوق يې هم په پوره ډول څيړلي، ان تر دې چې په دې نظام کې د ښځې او ميړه د ښه ژوند تيرولو او ترمنځ يې د ښو اړيکو د ټينګښت غوښتونکى دى، په کورني نظام کې ګډوډي او انارشيزم نه مني، او بالآخره د اسلام مقدس دين داسې يو بشپړ او ټوليز(کلي) نظام دى چې د نژاد، قام، هيواد، سيمې، رنګ، نسل او ژبې توپيرونه په کلکه غندي، يوازې تقوى د فضيلت او بهترۍ معيار بولي، ان تر دې چې ټول انسانان د يوه اصل اړونده ګڼي او داسې يو نظام دى چې د ژوند مادي اومعنوي دواړه اړخونه پکې مراعات شوي دي. دا چې په اوسنۍ پيړۍ کې نن هر څوک، هر سړى، هره ټولنه، په يو نوم او بل نوم د بشري حقوقو ځانونه علمبرداران بولي، او هره ټولنه د خپل کلتور او ثقافت له مخې ځانته بشري حقوق ټاکلي او بيا يي چې کوم څه له خپلو سياسي ګټو سره تړاو ولري، نو خپل غږ پورته کوي او ځانونه د عدل، ازادۍ او سولې پلويان بولي او په دې ډول غواړي چې خپل ځان اصلي سياسي موخو ته وروسوي.
ځينې نور بيا د ټولنيز عدالت د تامين په اړه نارې وهي، خو دغه چيغې يوازې په شعار کې دي، چې هيڅکله او هيچا يې په اړه اغيزمن ګامونه نه دي اخستې، همدغه لامل دى چې د نړۍ په هره برخه کې وژنې، نسل وژنې، ان چور چپاول، ظلم، يرغل، تيري د خلکو په ځان، مال عزت او کرامت باندې کيږي، خو هيڅوک ورباندې غوږ نه ښوروي.
غواړم په راتلونکو کرښو کې تاسو ته د بشري حقوقو له ډلې، د انساني کرامت د حق په رابطه يو څه بيان او وړاندې کړم:
د انساني کرامت حق د اسلام له نظره:
اسلامي شريعت دا غوښتنه لري، چې د انسانانو ترمنځ ښې او د ورورولۍ اړيکې په ښه کچه ټينګې شي، هيڅوک د چا په عزت، کرامت، مال او ځان تجاوز او تيرى ونه کړي، يو د بل له ظلم او تجاوز څخه خوندي وي، په تيره بيا د انسان کرامت او شرافت ته په اسلام کې خورا زياته پاملرنه شوې ده، چې په دې برخه کې ډير زيات قرآني آيتونه راغلي، دلته په دې يوه آيت د استشهاد په ډول بسنه کوو: ((ولقدکرمنابني آدم وحملناهم في البروالبحرورزقناهم من الطيبات و فضلناهم علي کثيرممن خلقنا تفضيلا)) ( )
ژباړه: او موږ د آدم اولادې ته عزت او شرافت ورکړى او په وچې او سمندر کې مو سپاره کړي(يانې د سورلۍ اسباب مو ورته پيدا کړي) او له پاکو څيزونو څخه مو ورته روزي ورکړې او په خپلو ډيرو مخلوقاتو مې ورته برتري او فضيليت ورکړى. ))
دا چې الله ج بني آدم ته ډير عزت او کرامت ورپه برخه کړى دى( د بني آدم په لفظ کې نارينه او ښځينه دواړه شامل دي) ددغه کرامت وجوهات ډير زيات دي، خو ځينو ته يې دلته په لنډ ډول اشاره کول غواړو:
١- مفسرين کرام وايي چې الله ج انسان ته عقل ورکړى او د عقل په مټ يې د نورو مخلوقاتو په پرتله، انسان ته لوړتابه ورپه برخه کړى او دغه د عقل وربښل په خپله د عزت ستره نښه ده.
٢- انسان ته يې په لومړي ځل پوهه ورپه برخه کړې، الله ج په دې اړه فرمايلي دي: (( وعلم آدم الاسماء کلها ))( ) ژباړه: او خداى ج ادم ته د ټولو شيانو نومونه ورزده کړل.
٣- د انسان د عزت له وجوهاتو څخه بله مهمه وجه داده، چې الله ج انسان په خپل بې ساري او بشپړ توان او ځواک سره پيدا او بيا يې د هغه په کالبد کې روح ورپوکى کړ، کله چې الله ج وغواړي څه پيدا کړي، نو ورته وايي((کن فيکون)) يانې شه نو هغه بيا کيږي.
دلته هم لومړى الله ج د آدم (ع) کالبد له خټې څخه جوړ او بيا يې خپله روح پکې پوه کړ او آدم ع نړۍ ته راغى چې د تاريخ په اوږدو کې نننۍ انساني ټولنه، ټوله د هغه له نسل او ذوذات څخه ده، چې اوس يې شميرميلياردووته رسيږي، او په قرآن کريم کې په دې هکله داسې راغلي دي:(( فاذا سويته و نفخت فيه من روحي))( ) نو کله مو چې د هغه (آدم ع) کالبد برابر اوچمتو کړ، بيا مو پوه کړه په آدم کې روح خپل))دغه موضوع په همدغه بڼه د الحجر سورة په ٢٩ آيت کې هم راغلې. که څوک وپوښتي چې الله څرنګه خپله روح پکې پوه کړ او د روح اضافت يې له څه کبله ځانته کړى؟
ځواب دادى چې الله ج د روح نسبت ځکه ځانته کړى، څو د روح اکرام او شرافت خلکو ته په ګوته کړي او داسې اضافت د تکريم او اعزاز لپاره وي او دا د الله ج په کلام کې جواز لري. لکه چې ويل کيږي او په قران کې هم راغلي (ناقة الله) يانې د خداى اوښه، چې نسبت يې اول خداى ته شوى، يا داسې ويل کيږي چې( بيت الله) يانې د خداى خونه، يا (شهر الله)د خداى مياشت، نو دا ډول اضافت سم دى او کومه ستونزه نه پيښوي.
په پورتني ايت کې چې د روح اضافت الله ج ته شوى، دا خپله د روح د اکرام او اعزاز نښه ده او الله تعالي ځکه د روح اضافت ځان ته وکړ، څو انسانانو ته د روح اکرام او اعزاز وښيي او بيا يې دا هم ورته وښودله چې د انسان شرافت او عزت په روح ترلاسه شوى دى.
بله خبره چې دلته بايد له ياده ونه ايستل شي، داده چې د روح حقيقت چاته معلوم نه دى او له روح څخه موخه د الله ج حکم دى، ځکه کله کله الله ج د يو شي د پيدا کولو اراده وکړي نو ورته وايي (کن فيکون)هغه بيا کيږي لکه چې پخوا مو هم ورته اشاره وکړه.
٤- د انسان د کرامت او عزت له وجوهو څخه بله وجه داده، وګورئ د انسان بڼه او څيره يې په څومره ښه انداز او ښکلې بڼه پيدا کړې او هغه يې (احسن تقويم) ګرځولى، په دې هکله الله ج فرمايي: (( لقد خلقنا الانسان في احسن تقويم))( ) ژباړه: هر اينه پيدا مو کړ انسان په ښکلي او زيبا صورت او بڼه کې.
رښتيا خبره ده لکه تفسیر پوهان چې وايي، دانسان بڼه او څيره په ډير ښايسته انداز کې پيدا شوې، چې يو لاس يې له بل لاس څخه اوږد او لنډ نه دى، يوه سترګه يې له بلې سترګې څخه کوچنۍ يا لويه نه ده، يو غوږ يې له بل غوږ څخه وړوکى نه دى، يوه پښه يې له بلې پښې څخه په اوږدوالي او لنډوالي کې هيڅ توپير نه لري، بلکې ټول اندامونه يې په ښکلې انداز او ډير ښه بڼه کې جوړ شوي او همدې خلقت ته الله ج (احسن تقويم)ويلى دى.
دا چې د انسان په بدن کې څومره نور فعال غړي، رګونه، وريدونه او د وينې سره او سپين کرويات شته او څه دندې ترسره کوي او په څه بڼه جوړ شوي، دا بيل بحث دى او د طب ډاکټران يې په ارزښت او دندو باندې ښه خبر دي.
٥- د انسان د عزت او تکريم بل غټ لامل دا ښودل شوى، چې الله ج ټولې ملايکې په دې ماموره کړې چې ادم ع ته سجده وکړي، قران کريم په دې برخه کې صراحت لري وايي: (( و اذ قلنا للملائکة اسجدوا لآدم فسجدوا الا ابليس ابى واستکبر و کان من الکافرين))( )
ترجمه: او ياد کړه هغه وخت چې موږ فرښتو ته وويل: ادم ته سجده وکړئ، هغوى سجده وکړه، مګر ابليس ورڅخه انکار وکړ او ځان يې لوى وګاڼه او د کافرانو له ډلې څخه وشميرل شو. دا چې الله ج ملايکې په دې ماموره کړې چې انسان ته سجده وکړي، دا په خپله د انسان د کرامت، عزت او شرافت ستره بيلګه ده، او دغه مرتبه او درجه له پيدايښت سره سم ورته په برخه شوه، دا لا څه چې انسان ته يې د علم او پوهې فضيليت او مقام هم ور په برخه کړ، ځکه کله چې ملايکې د څيزونو له نوم اخستلو څخه عاجزه او ناتوانه شول، او ادم ع په دې ازموينه کې بريالي راووت، نو بيا يې د ځمکې پر سر خپل خليفه(استازى) هم وټاکه، دلته سوال دادى چې د ابليس د سجدې نه کولو لامل څه و؟ ځواب دادى: دا چې ټولو ملايکو ابوالبشر ته سجده وکړه او د شيطان ابليس دغه کار ته ملا ټيټه نه شوه، عمده لامل د هغه کبر او غرور و، دغه غرور ځکه ورته پيدا شو، چې ابليس ځان ډير لوړ ګاڼه او د سجدې په نه کولو کې يې داسې استدلال کاوه، چې ګواکې زه له اوره پيدا شوى يم او ادم له خاورې پيدا شوى، څنګه زه هغه ته سجده وکړم، دا غرور او حسد يې درلود، چې د خداى ج له دربار څخه مطرود شو او د اخرت تر ورځې پورې به د خداى له رحمت څخه بې برخې او رټلى وي، او هر هغه څوک چې د همدغه ملعون په لاره ځي، هغه به هم د خداى ج له رحمت څخه محروم او څوک چې د رحمان په لاره ځي، د هغه به ددنيا او عقبا نيکمرغي او سعادت په برخه وي.
اوس، موږ مسلمانانو ته په کار ده چې تر خپل وسه ځانونه له غرور، تکبر، انانيت او ځانغښتونې څخه ليرې وساتو، کنه خامخا به لا نور هم د تباهۍ او بربادۍ کندې ته ورغورځيږو. (فاعتبروا يا اولى الابصار)
که څوک دا پوښتنه راپورته کړي، چې په اسلامي شريعت کې له الله ج پرته بل چا ته سجده ناروا ده، نو ملايکو څنګه ادم ع ته سجده وکړه، سره له دې چې ملايکې له نور څخه پيدا شوې او ادم ع له خاورو څخه؟ ددې سوال په ځواب کې تفسيرپوهانو ډول ډول توجيهات کړي، دلته به يوازې په دريو توجيه ګانو خپل بحث رالنډ کړو:
لمړۍ – دا چې ملايکوآدم ع ته سجده وکړه، دغه د احترام اوتکريم سجده ده، دعبادت اوخشوع سجده نه ده.
دوهم – دا سجده کول د الله ج د امر او حکم په اساس شوې او کوم کار چې د الله ج په امر، سرته ورسيږي، په هغه کې کومه ګناه او معصيت نشته.
دریم – ځينې تفسير پوهان له سجدې څخه موخه انحنا اخلي او انحنا مطلقا سرټيټولو ته ويل کيږي، دغه توجيه د جلالين شريف مولف هم غوره بللې، خو په پورتينو دريو توجيهاتو کې لومړۍ توجيه غوره بللى شو.
٦- سربيره په پورتنيو توجيهاتو، د انسان لپاره بله د تکريم او عزت نښه دا ښودل شوې، چې په کايناتو کې ډير څه د انسان لپاره تابع او مسخر شوي دي، د ساري په توګه، د انسان لپاره يې په وچه او سمندر کې لکه په ياد شوي ايت شريف کې چې ورته اشاره وشوه، د سورلۍ اسباب مهيا کړي دي، په دې ترتيب چې په وچه کې په څارويو، ګاډيو او نورو وسايلو سفر کوي، او په هوا کې د الوتکو په وسيله سفر کوي او ډيرې اوږدې فاصلې رالنډوي، دغه شان، په نوره فضا کې خو لا د اوسني عصر په فضايي بيړيو کې خارق العاده سفرونه کوي او په سيندونو او بحر کې بيا د ابګوټونو او کښتيو په واسطه سفر کوي او په ډير لږ وخت کې زياتې اوږدې فاصلې رالنډوي.
٧- د انسان د عزت او مکرموالي بل لامل دادى، چې الله ج له خپل بالغه حکمت سره سم، د انسان لپاره د خوراک او څښاک ډير خوندور او لذيذ څيزونه پيدا کړي، چې له دې ډلې غذايي توکي، ميوې، سبزيجات، لبنيات، مشروبات او نور ډول ډول مواد او ويټامينونه د يادونې وړ دي، چې د ټولو شمير د انسان تر وس لوړه خبره ده، خو د نورو ژويو روزي يې په هډوکو او ګياګانو کې نغښې ده.
پورتني ټول څيزونه مو چې د بيلګې په توګه ياد کړل، د انسان د تکريم او اعزاز لپاره مهيا شوي، داسې نور ډير څيزونه شته چې هغه د انسان د عزت او انساني کرامت لامل کيدلى شي. څرنګه چې انسان ته خداى ج دومره عزت او کرامت ورپه برخه کړى، چې ان د ملايکو لپاره يې مسجود وګرځاوه او هغوى د انسان احترام او تعظيم ته غاړه کیښودله، نو پر موږ انسانانو خو دا لازمه ده چې د خپل بني النوع انسان درناوى وکړو او لږترلږه خپل مسلمان ورور ته بې ځايه سپکاوى او تذليل ونه کړو، بلکې د اسلامي شريعت په دننه کې دا دنده لرو چې د انسانانو د عزت او کرامت خيال وساتو، که هغه د ژوند په حالت کې وي او يا د مړينې، ځکه د انسان بې عزته کول او د هغه ذليلول اوسپکول لويه ګناه ده،اوپه دې برخه کې حضرت عمررض څه ښه فرمايلي دي: (( ولا تضربوا المسلمين فتذلوهم )) يانې مسلمانان د سپکوالي او ذليلتوب په موخه مه وهئ.
نن ورځ ډير مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په يوه پلمه نه يوه پلمه تعذيب او شکنجه کيږي، سره له دې چې وضعي قوانينو هم د انسان تعذيبول منع کړي دي، ان د افغانستان اساسي قانون هم د انسان کرامت ته په درنه سترګه کتلي اودانسان تعذيب اوشکنجه يې په شدت سره رد کړې ده( ).
تاسو ته څرګنده ده چې حضرت بن عمر بن الخطاب به د حج په مراسمو کې خلکو ته ويل: (( اې خلکو! ما خپل واليان پر تاسو باندې ددې لپاره نه دي ګومارلي، چې تاسې ووهي، او مالونه مو درڅخه واخلي، بلکې ددې لپاره مې درليږلي دي، چې ستاسو ترمنځ پرېکړې وکړي او ستاسو غنيمتونه پر تاسو وويشي، نو که له چا سره له دې پرته بله معامله يا تيرى شوي وي، نو پاڅيږئ او ماته يې وواياست.))
د دی برخی پایله :
بنا، له پورتني بيان څخه دا پايله تر ګوتو کوئ شوچې: داسلام مقدس دین څوارلس سوه کاله مخکی انسانی کرامت په رسمیت پیژندلی دی. ددغی مدعا ځینی نمونی چی د قرآن کریم په آیاتوکی په ښکاره توګه راغلی دی لکه: عقل، پوهه، هغه روح چی خدایتعالی نسبت یی خپل ځان ته کړی دی، ښکلی اوموزون کالبد(احسن تقویم)، لومړنی انسان (آدم) ته دملایکوسجده اوتکریم، د تولو کایناتومسخرکیدل خاص انسان دپاره اوداسی نو… نواسلامی ټولنی یعنی هم خلک هم دولت دنده لري چې د انسانانو انساني کرامت او عزت خوندي او پوره پوره پاملرنه ورته وکړي، او دغه تحفظ خو د جګړې پرمهال کې لا زيات اړين ګڼل شوى دى، په دې مانا چې د مړيو د جسدونو کرامت او تحفظ وشي، کوم وخت چې دا جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته وي، په سپکه بايد ورته ونه کتل شي او کوم ناوړه عمل بايد ورسره ترسره نه شي.
_____________________________________________
– سورةالاسرا ٧٠ايت.
– سورة البقره ٣١م ايت.
– سوره(ص) ٧٢ايت.
– سورة التين ٦ايت.
– سورة البقره ٢٤ايت.
– د افغانستان اساسي قانون، د اتباعو حقوق او وجايبو فصل، ٢٩مه ماده.