اسلامي حركت، غوښتنې او لومړيتوبونه

د اسلامي حركت تعريف

د اسلامي حرکت اصطلاح په دين کې د کوم نوي مفهوم راننويستل يا ترې څه کمول نه دي، بلکې هماغه پيغام چې اسلام يې د ژوندانه د يو بشپړ نظام په توګه لري، او هماغه بيلګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو دعوت په توګه راوړې وه، د اسلامي حرکت خبره او پيغام دی، خو د اسلامي حرکت کار دا دی چې همدا پيغام او رسالت د زمانې د بدلون اونوښتون سره سم په ښه توګه او په حقيقي بڼه خلکو ته ورسوي. دغه حرکت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت ۲۳ کلن ژوند ته په کتنه ګوري چې اوسني لومړيتوبونه او د وخت غوښتنې څه دي؟ اوس مهال د دين د تطبيق لپاره بايد کومه لاره غوره شي؟ او بيا د دغه لارو چارو په پلې کولو سره د الله تعالی د نظام حاکميت غواړي، نو اسلامي حرکت د دغه پرله پسې زيار او هلوځلو نوم دی.
که چيرې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته ځير شو ګورو چې د هغه په دعوت کې تر ټولو وړاندې د ربانيت خبره پرته وه، داسې چې له دنيا او دنيوي ښکلاو څخه ځان وشلول شي او د يو الله – چې مالک او خالق دی- سره ځان وتړل شي، او د استخلاف او الهي نيابت رسالت او دنده چې الله تعالی زمونږ پر اوږو ايښې ده، هغه په سمه توګه ترسره شي، همدا د مسلمان د ژوند اساس او بنسټ دی. د خلافت دغه دنده له هدايت او لارښوونې پرته نه ترسره کيږي، او په دې اړه د هدايت سرچينې دوه دي، يوه يې د الله تعالی کتاب او دوهمه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت او اسوه حسنه.

د خلافت هدف څه دى

دا هغه هدايت دی چې مونږ د الله تعالی د خلافت جوګه کوي، خو دا چې د استخلاف او خليفه کولو هدف څه دی؟ دا يوه ډيره نازکه معامله ده، ځکه چې په دې ټولو کې زمونږ اصلي هدف د خپل مالک او خالق د احکامو منل او ورته غاړه ايښودل دي، د هغې سره ځان برابرول دي، ورسره مينه ، د هغې خوا ته ورګرځيدل، او بالآخره د الله تعالې د خوښۍ او رضا لاس ته راوړل دي، چې پايله يې جنت او د جنت نعمتونه دي.

د اسلامي كار څلور پړاوونه

يو مسلمان مفکر همدا اوږد مزل په ډيره ښه توګه بيانوي. او فرمايی چې دغه کار څلور پړاوونه لري:
1.    لمړی مرحله يې دا ده چې انسان له خلکو نه ځان خلاص کړي او د رب خوا ته ورشي (من الخلق الی الله) د دنيا او د هغې له ښکلاوو سره اړيکې پرې کول او د الله تعالی سره اړيکې ټينګول دي.
2.     دوهمه مرحله يې د (مع الله) مرحله ده په داسې توګه چې مسلمان د الله په رنګ (صبغه الله) رنګ شي، هر څه د الله لپاره وکړي، آن تر دې چې د ده عمل او کار او د الله تعالی د رضا د لاس ته راوړلو اسباب سره کاملا يو شانته شي، خو دا هم د سفر پای نه دی، لدې ځايه اساسي سفر پيل کيږي په دې معنا چې لدې وروسته بايد د نړۍ د ودانې او ښيرازې لپاره مټې راونغاړي او لکه څرنګه چې علامه اقبال د صوفی او نبی تر منځ توپير بيانوي او وايی چې صوفی خو ځان معراج ته رسوي او همالته پاتې کيږي، خو نبی معراج ته د رسيدو وروسته بيرته راکوزيږي او نور خلک له ځانه سره معراج ته پورته کول غواړي، او هغه هدايت او رڼا چې ورسره ده، نورو ته يې رسوي، تر څو د هغوی ژوند هم پرې روښانه شي.
3.    دريم پړاو بيا (من الله الی الخلق) مرحله ده چې د الله تعالی خوا ته د تګ نه وروسته بيرته راګرځي او د کفر، فسق او سرکشۍ نه ډکه دنيا له دغه ناولتياوو څخه پاکوي او انسانانو ته د ژوند کولو سمه طريقه ورښيي.
4.    او بالآخره په وروستي پړاو کې بيا د ټول انسانيت سره د الله تعالی په لور حرکت کوي، (مع الخلق الی الله).
په دې توګه د استخلاف سمه دنده ترسره کيږي. همدا د اسلامي تحريک معنا او مفهوم دی، ځکه چې اسلام خو د ژوندانه نظام دی، خو د الله تعالی سره د اړيکو ټينګول او بيا د الله تعالی د دغه پيغام سره سم خپل او د ټول انسانيت ژوند جوړول،د اسلامي حرکت رسالت او تر ټولو مخکې غوښتنه ده.

د اسلام حركت درى دايرې

د اسلامي حرکت کار په درې حلقو کې خلاصه کيږي، چې درې واړه بايد په پام کې ونيول شي:
1.    د اسلامي حرکت د کار لومړنۍ دايره، د خپل ځان، کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د خپل حرکت دايره ده. چې په دې اړه بايد مضبوط ګامونه پورته کړي او د خپل حرکت د غښتلتيا او تنظيمي استحکام لپاره بايد کار وکړي.
2.    د کار دوهمه دايره د ټولنې او اسلامي امت ساحه ده چې هلته هم بايد اسلامي حرکت په کار ولويږي، اسلامي حرکت بايد په خپل چاپيريال کې منحصر پاتې نشي، بلکې د خپلې ټولنې او اسلامي امت د اصلاح فکر بايد ورسره وي، ځکه که دا فکر ورسره نه وي او عملي برنامه ونه لري، هلته بيا ځان هم سوتره نشي ساتلی، همدا وجه ده چې د ځان ساتلواو په سمه لار د استقامت لپاره هم د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فريضی ترسره کول ضروري دي.
3.    د اسلامي حرکت د کار دريمه ساحه د ټول انسانيت حلقه او د نړيوال اخ و ډب ډګر دی، چې د ټول انسانيت د فلاح او هوساينې فکر او غم بايد ولري او په عملي توګه په کې ونډه واخلي.
د دغه ډول پرله پسې کار او زيار نوم اسلامي حرکت دی، په دغه درې پړاوونو سمه پوهيدنه، او دغه اهدافو ته د سم پلان له لارې ځان رسول، او د تګلارو تعين او په دې لاره کې عملي هلې ځلې د اسلامي حرکت کار دی.

فکري اخ و ډب:

هيڅکله هم په دنيا کې فکري کشمکش نه دې ختم شوی او نه به ختم شي، د ګټو تصادم او د مادي وسايلو په سر اخ و ډب به د تل لپاره جاري وي، قرآن عظيم الشان د فاتحې په سورت کې چې کله درې ډلې يادوي، هلته همدې خبرې ته اشاره ده چې دغه اخ و ډب به د تل لپاره روان وي.
نن سبا چې په نړۍ کې کوم اخ وډب روان دی، زما له نظره دوه لوري لري. چې د يو لوري بنسټ د الله تعالی څخه په بغاوت يا انکار ولاړ دی، او يا د الله تعالی د منلو سره سره د هغه له هدايت څخه د خپل نفس، عقل او ګټو غوښتنې مخکې ګڼي، دغه د بې دينې بيلګه او مثال دی چې په بيلابيلو نومونو(کمونيزم، کپيټلزم، …) نومونو راڅرګنديږي. همدا په اوسني اخ وډب کې يو قوي لوری دی.
دوهمه نمونه هغه ده چې اسلام ښودلې او اسلامي حرکت يې په سمه توګه وړاندې کوي، چې هغه د الله تعالی په پوره اطاعت او دهغه د رسول په پيروۍ ولاړه ده، په دې لاره کې ايثار، سرښندنه، هلې ځلې او هر زحمت او کړاو د کاميابۍ او سرلوړۍ اساسي لار ده.
په دغه اخ وډب کې د اسلامي حرکت د قيادت او کارکونکو دنده دا ده چې په دې خبره ځان سم پوه کړې، چې څرنګه کولای شي، له خپل ځان نه په ځواکمنو مادي قوتونو برلاسي ومومي؟ دا سمه ده چې مونږ تر هر څه د مخه پر الله تعالی اعتماد او باور لرو،او هغه زمونږ اصلي ساتونکی او مرستندوی دی، خو لدې سره د واقعيت بينې غوښتنه دا هم ده چې مونږ دا خبره په سمه توګه درک کړو چې څرنګه کولای شو اسلامي امت له هغه ستونزو، ګواښونو او حالاتو څخه چې ورسره مخ دی، وژغورو؟
په افغانستان کې د روسانو ماتيدل خو د تاريخ ستره کارنامه وه او په دې اړه اسلامي حرکتونو ستره قرباني هم ورکړه، خو لدې سره اسلامي امت او په تيره اسلامي خوځښتونه ولې د دغه ستر او عظيم جهاد له ګټو او ميوو څخه محروم پاتې شول؟ په دې بايد فکر وکړو، ويې څيړو، او بيا د دې په رڼا کې د راتلونکي لپاره خپل پړاوونه او لومړيتوبونه وټاکو.

د دين د تحريف هڅې:

اسلامي حرکت چې د اسلام کوم سوچه تصور وړاندې کړ او لامله يې په اسلامي نړۍ کې د ويښتابه يوه نوې څپه رامنځ ته شوه، همدغه فکر او تصور اوس د سختې نيوکې لاندې دی، له يوې خوا يې لويديځ ټکوي، خو له بله پلوه بيا د دوه ډلو مسلمانانو لخوا ټکول کيږي، چې يوه يې تجدد غوښتونکې ډله ده چې تر ډيره د لويديځ له فکره اغيزمنه ده او دوهمه يې يو شمير ناپوهه دوستان دي چې اوبه ورته خړوي.
د اسلامي حرکت په وړاندې تر ټولو لومړنی ګواښ دا دی چې څرنګه وکولای شي د دغه سوتره فکر جامعيت، توازن او اصلي روح ژوندی وساتي، ورڅخه دفاع وکړي، او د برلاسې لپاره يې کار وکړي.
د دغه تصور د تت کولو او له منځه وړلو لپاره ډول ډول هلې ځلې کيږي، څوک يې د اسلام نه بهر سياسی اسلام بولي او څوک اسلام په هماغه څو تصوفی رياضتونو کې خلاصه کوي او په دې توګه غواړي چې د اسلام هغه نظام او تصور چې د ټولنې د اصلاح او تعمير پيغام لري او د قيادت بدلون غواړي، هغه تس نس کړي.
له همد ې کبله د دين د تحريف د مخنيوي دغه ستر رسالت اوس مونږ ته راسپارل شوی دی، په دې اړه بايد مونږ په خپلو ځواکونو باور ولرو، او دا د اسلامي حرکت دنده ده چې هغه ستر کار چې د اوس عصر مجددينو پيل کړی دی، او له کبله يې په دنيا کې د ديني فکر تصور بدل شو، پر مخ بوزي، او په افقي او عمودي توګه يې د پرمختګ هڅه وکړي.په دې اړه بايد علمي او تحقيقي کار وکړي، په رسنيو کې فعال حضور ولري او رسنيز وسايل په موثره توګه استعمال کړي. اسلام د ملنګۍ دين نه دی، اسلامي حرکت ته ښايي چې تر هر څه د وړاندې د کار رجال او سړي تيار کړي، خپلې ادارې غښتلې کړي،د کار لپاره ضروري وسايل ترلاسه کړي،او د کارډګرونه سره وويشي، ټول خلک په يوکار مصروف ونه ساتي،هر هغه کار چې د اوس زمانې غوښتنه ده او د حرکت د کاميابۍ لپاره ضروري دي، د هغې لپاره بايد اشخاص يا ډلې ومومي او تر منځ يې کار وويشي.

د نظام د بدلون برنامه:

دوهمه خبره چې دلته يې زه کول غواړم، هغه د اسلامي حرکت په وړاندې د نظام د تبديلۍ مساله ده، د اسلامي حرکت د فکر له مخې د نظام تغيير د انسان د زړه او فکر د بدلون نه پيل کيږي ورپسې د اخلاقو او کردار جوړونه ده، د انسانانو خدمت دی، ټولنه له ظلم، مجبوريتونو او فسق او فجور نه پاکول دي او بالآخره د ټولنې د قيادت تبديلي ده. لدې کبله داسلامي حرکت له نظره د قيادت له بدلولو نه هدف يوازې دسياسي قيادت بدلول نه دي،دا سمه ده چې سياسي اړخ يې مهم اړخ دی، خو اسلامي حرکت غواړي چې د ټولنې فکري قيادت، اقتصادي قيادت، ټولنيز قيادت، روزنيز قيادت، لنډه دا چې هر اړخيز قيادت کې تغيير راشي او په هغه لاره سم شي چې الله تعالی او د هغه رسول ښودلې ده، په دې توګه به هر څه د حق او عدل د قيام لپاره او د اسلام د برلاسۍ په خاطر په کار ولويږي.
د دغه توازن ساتل خورا ضروري کار دی، لدې نه پرته بله لنډه لار نشته، په دې خبره پوهيدل په کار دي چې د زور او قوت له لارې فکري او اخلاقي بدلون نشي راتلی. که چيرې مونږ په دې اړه خپل توازن له لاسه ورکړ، نو مونږ به د خپل هدف سره خورا ستره جفا کړي وي.
د اسلامي حرکت مشرانو او کارکونکو ته ښايي چې له يوې خوا دغه تصور تاند او ژوندې وساتي او له بله پلوه دغه هدف ته د رسيدو لپاره اغيزمنې لارې چارې خپلې کړي.

له دعوتی کار نه غفلت او بې پروايي:

له دې سره دريمه خبره دا ده چې په دې لاره کې دعوت زمونږ تر ټولو ستره او بنسټيزه وسله ده ، په خواشينې سره بايد ووايو چې مونږ د دعوت حق نه ادا کوو، مونږ په يو ډول کاذب غرور اخته شوي يو، مونږ ته يو غلط اطمينان راپيدا شوی دی، مونږ داسې انګيرو چې ګواکې ډير څه مو کړي دي، په داسې حال کې چې د دعوت معنا يوازې د خبرو رسول نه دي، بلکې خلکو ته د الله تعالی د پيغام د رسولو په اړه د يو ډول انديښنې نوم دی.
په دې اړه تر ټولو د مخه د خپلې کورنۍ مسؤوليت راپه غاړه دی، الله تعالی فرمايي: (ياايهاالذين آمنوا قوا انفسکم و اهليکم نارا…) ای مومنانو خپل نفسونه او اهل له اوره وژغورې، ورپسې د کلي کور او ټولنې وار دی، نو راځې چې قضاوت وکړو چې آيا مونږ خپل دغه مسؤوليت په سمه توګه ترسره کړی دی؟ حقيقت دا دی چې مونږ ډير غفلت کړی دی، په داسې حال کې چې له دې پرته د اسلامي حرکت مفهوم نه رامنځ ته کيږي، دا خو ډيره ستره جفا ده. دا سمه ده چې سياسي منډې ترړې هم د وخت ضرورت دی، خو سياست هم ددعوت يوه وسيله ده نه هدف.د سياست له لارې غواړو چې خلکو ته خپل پيغام ورسوو. زمونږ اساسي دعوت د الله تعالی لور ته بلنه ده، د الله تعالی دين ته د خلکو رابلل دي، او د الله تعالی د دين اقامه ده.
لدې کبله بايدزما او ستا ډير وخت په دې کې مصرف شي چې څرنګه د الله تعالی دين خلکو ته ورسوو؟ دهغوی د پوښتنو ځواب ووايو، هغوی دخير د کار لپاره منظم کړواو د هغوی زړونه د دين په اړه ډاډه او مطمين کړو. نو که چيرې مو د دعوت لاره غوره کړه په دې سره به ټولنه او سياست هم اصلاح شي، خو که دعوت کمزوری شو، هلته به بيا سياسي نتايج هم بې خونده کيږي.
زه دا خبره په ډاکه کوم چې د اسلامي حرکت کارکونکو له ځانه يو ډول ديوال راچاپير کړی او په ځان لګيا دي، په داسې حال کې چې زمونږ زيات وخت بايد د نورو په اصلاح اوسمون او نورو ته د الله تعالی د پيغام په رسولو ولګيږي،زمونږ ژوند د نورو لپاره وقف دی، مونږ د نورو لپاره ژوند کوو، مونږ د نورو سره په غم او درد کې شريک يو، د هغوی د ستونزو لرې کول زمونږ اساسي دنده ده، نو تر هغې چې په مونږ کې دغه احساس نه وي پيدا شوی، تر هغې د دعوت حق نشو پوره کولای.

د پيغمبر څو نمونې:

آيا مونږ د پيغمبر عليه السلام هغه کيسه هيره کړه چې کله ام جميل د هغه په لاره کې اغزي شيندل، بله ورځ يې چې اغزي ونه ليدل، ورغی او د هغې پوښتنه يې وکړه چې ناروغه خو به نه وي؟
آيا مونږ هغه پيښه هيره کړه چې يوه ورځ نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ډير ستړی ستومانه دارالارقم ته راستون شو، خبر ورته راغی چې مکې ته نوې قافله راغلې ده، سمدلاسه راپورته شو او د ورتلو اراده يې وکړه ، صحابوو ورته وويل: اي د الله رسوله! ته خو ډير ستومانه يې، او ناروغه هم يې، پريږده،سبا به ورشې، هغه ورته په ځواب کې وويل: دا څه معلومه ده چې دا قافله به تر سبا په مکه کې پاتې شي اوکه نه؟ او که پاتې هم شي دا څه پته ده چې زه به ژوندې يم که نه؟ په همداسې حالت کې ورغی او قافلې ته يې الهي پيغام ورساوه.
نو کله چې دعوت زمونږ د ژوند مرکز وګرځيده او په مونږ کې د دعوت داسې جذبه او ولوله پيدا شوه، نو په دې سره به ضرور تبديلي راځي.

د هلو ځلو په کاميابۍ يقين او باور:

د دعوت کولو سره سره بايد پوخ باور ولروچې زمونږ دعوت حق دی او بالاخره به کاميابيږي، تاريخ د دې خبرې ګواه دی چې دعوتګرانو ډير ستر ځواکونه رانسکور کړي دي او د تاريخ مخ يې بدل کړی دی.
هيڅ زبر ځواک د تل لپاره نشي پاتې کيدای،مونږ بايد باور ولرو چې دغه اوسنی زبرځواک به رانسکوريږي او د دې په مقابل کې به حق غالبيږي، خو د دې لپاره قربانيو ته اړتيا ده، هلو ځلو ته ضرورت دی، او د مټو د رانغښتلو غوښتنه کوي.
اوسنی زبرځواک که هر څومره ځواکمن هم شي، خو هر هغه څه چې وغواړي نشي کولای، دهغې ټوله ټيکنالوژي او دبدبه په لږ معمولي مقاومت له منځه ځي، چې عراق او افغانستان يې ښه بيلګه ده.
په داسې حالاتو کې زمونږ مسؤوليت دی چې د اسلامي حرکت لرليد او وژن له هر ډول تحريف، کمزورتيا او انحراف څخه وژغورو، بل پلو ته مو دنده دا ده چې د اسلامي تحريک د بدلون په لارو چارو لږ استقامت وښيو او ټينګ پاتې شو، دا سمه ده چې ستونزې هم شته، خو زما او ستا کار په اخلاص سره کار کول دي. زه او ته به منډه وهو او الله تعالی به په کې برکت اچوي، دقيامت په ورځ زما او ستا نه د کار کولو پوښتنه کيږي. له همدې کبله بايد د حرکت د کار او بدلون په اړه د توازن ساتل د خير او برکت لاره ده او له همدې لارې د الهي رحمت نظام قايميدی شي.

د نوي غوښتنو سره هم غږي:

زمونږ د ټول دعوت او هلو ځلو اساسي محور د الله تعالی د رضا لاس ته راوړل دي، او د دې دعوت تر ټولو بنسټيزه غوښتنه د کاري سړو تيارول ، د اداراتو او سيستمونو غښتلي کول، او د کار د ډګرونو ويشل دي.اوس خو الحمدلله ډير زيات خلک د اسلامي حرکت سره تړلي دي او د ژوند په بيلابيلو ډګرونو کې په کار بوخت دي، خو دې ټولو ته د نوي پلان او نوې برنامې اړتيا ده، دغه برنامه ريزي د اسلامي حرکت کار دی. بل طرف ته امت چې د کومو ګواښونو سره مخ دی، د هغې په وړاندې د مقاومت لپاره هم قوي پلانګذارۍ ته ضرورت دی.
په دې خبره پوهيدل په کار دي چې چيرته چې ورځنی کار مهم وي، هلته بيا د کلني پلان ضرورت هم خورا مهم وي، او په دې هم بايد پوه شو چې په دې دنيا کې به زه او ته نه يو، خو دغه دعوت ، دغه حرکت، او دا هلې ځلې به روانې وي، خو مهمه دا ده چې زه او ته په کې خپل مسؤوليت وپيژنو او خپله برخه کار په کې سرته ورسوو.
د دغه پلان جوړونې يو ستر اړخ دا دی چې د اسلام لپاره د کار په اړه زه او ته هر يو په ځانګړې توګه مکلف يو، زه ستا ځای نشم نيولی او ته زما ځای نشې ډکولی، ځکه دا کوم اداري کار نه دی چې د يو مدير يا مسؤول په لرې کيدو سره به بل راشي او تشه به ډکه کړي، بلکې ته جلا مدير يې او خپل کار لرې او زه جلا مسؤول يم او خپل کار لرم.
نو راځې چې دا فکر وکړو چې آيا مونږ په فردي او اجتماعي توګه همدغه فکر او تصور لرو او که نه؟ آيا په دې پوهيږو چې هيڅ فرد يا جماعت د چا فردي مسؤوليت په غاړه نشي اخيستی او نه د چا تشه ډکولی شي.هر فرد په ځانګړې توګه مکلف دی چې د هغه انعامونو په بدل کې چې الله تعالې پرې په ځانګړې توګه کړي دي، په همدې ډول په ځانګړې توګه خپل مسؤوليت ترسره کړي، او بايد په دې هڅه کې شي چې له ځان نه وروسته داسې خلک پريږدي چې د ده کار سرته ورسوي او دکار تشه ډکه کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قافله، دعوتي او تربيتي مياشتنۍ مجله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب