اسقاط څه شی دی؟

د اسقاط په اړه خو ځنې خلک داسې فکر کوي چه دا به د لمونځ ،روژی ،زکات او نورو کفاره ده او په دې سره به خلاصی ومومو دا يو جاهيلانه فکر او خيال دی .

پدی کې خو شک نشته چه  فقهاؤ د اسقاط او دور صورتونه ذکر کړي دي ليکن هغوی چه کوم شرطونه ورسره ذکر کړی ،نو اوس خو دهغه شرطونو څه رعايت نشته يوعام  رواج ګرځيدلی دی .

بله مسئله دا چه بيا دغه د اسقاط پيسې په يوه دوره درې ځله ګرځوي د دورې هر کس ته يې يوځل ورکوي او بيا ترينه اخلې په همدی شکل ګردي په دوره تاووي .

حيله اسقاط يا دور ځنی فقهاؤ کرامو د داسې چا لپاره تجويذ کړی  ؤو چه  د هغه نه څه لمونځونه ،روژی وغيره اتفاقاً نه قصداً فوت شوي وي او دقضايې راوړلو موقع  ورته نه وي پيدا شوی  او دمرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي  ليکن دهغه په ترکه يا ميراث دومره مال نه وي  چه دهغه د لمونځو يا روژی  فديه تری ادا شي .
داسې نه چه مال ورڅخه پاتی وي هغه دده خپل واريثان تقسيم کړي او ويې خوری  لږ کمی پیسی را واخلې چه خلک ووايي دادی ما خو په ښه شان سره مړی خښ کړ.

او که صدقه وي نو صدقه بيا لاس په لاس  ته ضرورت نشته چه يوځل  يو مالک شی او بل ځلی بل کس دهغه مالک شي .
اوکه فديه وي  نو فديه به يوه خاصه اندازه لری چه د قضا شويو لمونځو،روژی ،زکات وغيره له رویه د مړی د وصيت له مخی ټاکل کيږی او بيا د مړی د ترکې له دريمی برخی څخه ادا کيږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب