اسرائیل څنګه رامنځته شول؟!
کله چې یهود په نړۍ کې خپاره شول او خپل اهداف یې وپيژندل نو خپله واکمني یې د چل او فریبکارۍ په واسطه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوله، ترڅو چې د ځمکې پر مخ خپله واکمني نوره هم محکمه کړي.
لکه څنګه چې په نړۍ باندې د قبضه لګولو لپاره د یهودو طریقې ډیرې خطرناکې، کینګرې او ویروونکې دي، چې په خپل پروټوکول کې یې هم ذکر کړې او پلان کړې دي، چې په راتلونکې کې به نړیواله ټولنه باندې هم اثر وکړي او کمزورې به کړي، چې د هغوی له جملې څخه یو هم اخلاقي فساد او اختلاط دی چې په ټولنیز ژوند باندې به ډیر اثر وکړي، ترڅو چې د ټولنې څخه خپل معیارونه ورک شي او بالآخره یهودي فکر ته تسلیم شي، د یهودي دسیسو ښکار شي.
بیشکه چې یهودو په ډیره چالاکۍ سره د نړۍ له ګډوډۍ څخه استفاده وکړه، د بشري کشمکش په ترڅ کې یې بالآخره د ټول بشریت قیضه ترلاسه کړه، ترڅو چې په نړیواله کچه یو حکومت رامنځته کړي چې واګي به یې د دوه قومونو په لاس کې وي.
لومړی قوم د ځمکې پر مخ یهود دي چې د الله تعالی له لوري اختیار شوي دي، چې اوس یې د نړۍ په واکمنۍ باندې یې ګونډې لګولې دي، او په لاس کې یې د پاچاهۍ لکڼه نیولې ده، د نړۍ سیاسي چارې یې خپل لاس کې اخیستې دي، ترڅو چې نړۍ باندې خپله واکمني جاري وساتي.
دوهم قوم یهود نه دي بلکې هغه عام وګړي دي چې په ټوله نړۍ کې د یهودو لپاره خدمت کوي او د دوی مزدوران دي، ځکه چې د دوی په نزد د یهودو خدمت ویاړ او رتبه ده.[۱]
دا یهودي عقیده ده چې یهود د ځمکې پر مخ د الله تعالی له لوري اختیار کړل شوی قوم دی، چې د یهودو په ذهن کې د لومړیو وختونو راپدیخوا ګرځي را ګرځي، چې د وخت په تېریدو سره یې یو نسل بل نسل ته انتقالوي، چې په دې اړه دوی اخطارونه ورکوي او په ډیر احتیاط سره له موقع څخه استفاده کوي، هر چانس ته په ډیره چالاکۍ سره منتظر وي، چې په دې لار کې د دوی په قلمونو کې هیڅکله رنګ نه خلاصیږي او نه یې د یهودیت جرړې له منځه ځي، هیڅکله د دوی ذهنیت نه خرابیږي څه یې چې پلان کړي وي هغه ته عملي بڼه ورکوي.[۲]
د نولسمې میلادي پيړۍ په وروستیو کې د یهودو نامتو مشر هرتزل په ۱۸۹۷ میلادي کال کې د سویس په بال ښار کې د یهودو لومړنی کنفرانس جوړ کړ، چې د کنفرانس اجنډا د یهودي دسیسو عملي کول و، نوموړي په خپل کتاب (یهودي دولت) کې فلسطین د وعدو ځمکه او د بني اسرائيلو د انبیاؤ د بعثت ځمکه یاد کړې ده.
بیشکه چې یهودو خپلې دسیسې وخت او ځای ته په کتو سره قدم په قدم عملي کړې دي، چې د میعاد ځمکه یې د بیلګې په توګو ذکر کولای شو، د نیل څخه فرات پورې چې د مصر، سیناء او فلسطین بحر هم پکې راځي، همدارنګه د عراق غربي برخې، سوریه، لبنان او د اردن او شام ځینې دښتې یې هم نیولې دي، آن تر دې چې خپلې جرړې یې مکې او مدینې پورې رسولې دي.
په ۱۹۴۸ میلادي کال کې یهودو د لویو قدرتونو په ملتیا سره د اسرائيلو حکومت هم رامنځته کړ، چې په دې اړه دافید بن غوریون د اسرائیلو لومړي وزیر وویل: بیشکه چې صهیونیزم نن ورځ ۱۴ د مۍ میاشت ۱۹۴۸ کې خپل هدف د همکارو قوتونو په ملاتړ سره ترلاسه کړ، چې هغه هم د یهودي دولت منځته راتګ دی، تاسې باید پوه شئ چې دا زمونږ د کامیابۍ پای نه دی، بلکې نن مونږ د خپل هدف په لوري قدم کیښود، مونږ باید په دغه لار کې ډیرې هڅې وکړو ترڅو چې هغه دولت جوړ کړو کوم د پاره چې مونږ د نیل څخه فرات پورې پلانونه سنجولي دي.
دافید بن غوریون په قول چې د اسرائيلو دولت له هغه تقسیم څخه په زیات مساحت کې قائم شو کوم چې د یهودو او عربو ترمنځ د فلسطین تقسیم ترسره شوی و.
بالآخره د یهودو د مسلسلو سوبو په ترڅ کې اسرائيل خپله جغرافیه نوره هم پراخه کړه، د عربي هیوادونو په اشغال یې پیل وکړ، چې په پای کې یې د همدغه عربي هیوادونو په مرسته خپله واکمني نوره هم پراخه کړه، تر دې چې سیناء، جولان او د فلسطین ټولو ځمکو باندې یې ګونډې ووهلې![۳]
نوربیا…
د فکري یرغل اسلوب له کتاب څخه، ص ۱۴۹-۱۵۰[۱]
د فکري یرغل اسلوب له کتاب څخه، ص ۱۴۹-۱۵۰[۲]
د فکري یرغل اسلوب له کتاب څخه، ص -۱۵۰، مؤلفین: جریشه او زیبق.[۳]
لیکوال: دکتور عبدالله ناصح علوان
ژباړه: جاوید