اروايي ستونزې او فشارونه او دین| د اسلام او قرآن اعجاز

عبادت شفا موندنه چټکوي!

الله (ج)  وویل ما وغواړی څو ستاسو دعا قبوله کړم (غافر ۶۰).

دقرآن له نظره صلوة يعنى غږ کول ، غوښتل ښکارول اومرسته غوښتل دی. نو دعا اوعبادت عبارت دی له  الله (ج)   ته رجوع کول ګرځېدنه ، دعا اوله هغه نه مرسته غوښتنه ده . ناروغی یوه هغه بېلګه ده چې څوک ځان اړ وبولی اوهغه د الله (ج)   لورته راکاږی. له بل لوری ناروغی د الله (ج) له لوری یوه آزمېښت دی چې انسان خپلو تېروتنوته متوجه کوی اوداچې نړۍ کې ژوند فانی بڼه لری. چې دابیا داجراوثواب لپاره یوه لاره اودګناه لپاره دبخښنې یوه وسیله کیدای شی.
هغوی چې سم ایمان نه لری داسې فکر کوی چې شفا دطبیب اومعاصرې طبی ټکنالوژی  په لاس کې ده . هغوی فکر نه کوی چې الله (ج) ددوی دجسم سیستمونه روغ پیداکړی اوهغه دی چې درمل اوطبیب یی پیداکړی دی. ډیر کسان هغه وخت   الله (ج  ته راګرځی چې له طبیب اودرملو ځنې ناهیلی شی. په دې وخت کې یواځې له الله نه مرسته غواړی. څه ډول چې په لاندې مبارک آیت کې بیان شوې:

کله چې انسان په زیان کې شی په هرحالت کې چې وی ، ناست ، ولاړ، یا غزېدلی موږ ته دعا کوی اوهغه وخت چې رنځ یی لرې شی داسې دغفلت په لور ځی چې ګواکې موږ یی هیڅ دخپل زیان ددفعې لپاره نه ووغوښتی. (يونس ۱۲)

يعنى په هرحال کې حتی د روغتیا اود ستونزو د نه لرولو په حالت کې هم باید  انسان لمونځ وکړی اوله الله (ج)   نه دهغې هوساینې لپاره چې ورکړې یی ده مننه وکړی.

ددعا اولمانځه ډیر مهم اړخ عبارت له دې نه دی چې شخص باید زیار وباسې چې دده دعا له عمله سره یوځای وی. دعا اولمونځ له عمل سره یعنی دهرڅه سرته رسول چې دسرته رسېدو امکان یی وی. لکه ناروغ چې دعا کوی برسېره پردې چې دعا کوی باید طبیب ته هم ورشی اودرمل هم باید واخلی. ځکه الله (ج) هرڅه په دنیا کې یوله بل سره تړلی اودهرڅه لپاره یی سببونه پیداکړی اوهرڅه دټاکلو اسبابو له لاری واقع کېږی. نو هرڅوک  له الله نه باید په داسې حال کې چې صبر اومتانت به لری دښوپایلو انتظاردې ولری.

ډاکتران ددعا او لمانځه  په مثبتو اغېزو اوله دې لارې چټکې روغتیا موندنې ته موجه شوی دی اوهغه ټولو ته توصیه کوی.

د نيوزويک Newsweek مجلې د “الله (ج) اوروغتیا ترسرلیک لاندې ، چې په کې لیکل شوی  آيا دين سمه درملنه ده اوولې ساینس ایمان راوړی؟ د۲۰۰۳ کال دنومبر په لسمه ګڼه کې یو شمېر مقالې خپرې کړی.په هغو کې ویل شوی چې عقیده دناروغ مورال اوچتوی اود روغتیاموندنې دګړندیتوب لامل یی ګرځی.سانيس منلې چې ایمان دچټکې اوآسانه شفا موندنې لامل کېږی.

د مچيگن پوهنتون څېړنو هم ښودلې چې روانی فشارونه اوروحی انحطاط په ایمانداره خلکو کې لږ دی . دشیکاګو پوهنتون په څېړنو کې ښوول شوی چې بې وخته مړینه په هغو  خلکو کې چې لمونځ کوی ترنورو ۲۵په سلوکې لږه ده په هغو نورو اوه سوه پنځوسو تنوکې چې دزړه رګونه یی معاینه شوی وو دلمانځه اودعا اغېزه کې علماً ثابته شوې.اوڅرګنده شوه دهغو کسانو مړینه چې لمونځ یی کاوه په کال کې دیرش په سلوکې لږه وه.لمونځ نباید یواځې ددې لپاره وی چې ناروغۍ اوستونزې له چا لری شی. یوباایمانه اومخلص مسلمان باید تل لمونځ وکړی اویواځی د الله (ج) درضا غوښتونکی دی وی.

اوکله چې بنده ګان له مانه وپوښتی، ووایه چې زه هغوی ته نږدې یم اودهردعاکوونکی دعاقبلوم. نو باید زما دعوت ومنی اوایم ان راوړی څوچې نېکمرغۍ ته ورسېږی (البقره ۱۸۶).

 

د دين دنه مراعات له کبله رواني فشار او خپګان

هرڅوک چې زما له یاده غافله شی معیشت به یی تنګ شی  اوهر چاته چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه زړه تنګ اوکلکوی(طه ۱۲۴).

اوهرڅوک که وغواړی چې لارورکی یی کړی دهغه زړه به تنګ اوکلک وګرځوی(الانعام ۱۲۵).
هغه څوک چې په الله (ج) ايمان نه راوړی تل به داندېښنې، ډار اواروایی ناروغیو لپاره زمینه مساعدوی چې په پای کې جسمی ناروغی هم رام ېنځته کوی اوژر زړېږی .
ایمان لرونکی خلک داچې له اروایی پلوه ځواکمن دی نو له همدې کبله لږ په اروایی ستونزو اخته کېږی .  د الله (ج)  رضا ، ايمان اودخوشبینی مثبتی اغېزی اوددې قبلول چې هرڅه پېښېږی هغه د الله (ج)  له لوری دی ددوی په روحی اوجسمی روغتیا کې څرګند وی. البته دغه یواځې دهغو کسانو په هکله صدق کوی چې له قرآنی اح کامو پیروی کوی اوپه ریښتیا هم په خپل دین باندی کلک دی نه داچې یواځې دمسلمانی ادعا ولری . پرته له شک څخه ایم ان لرونکی هم ناروغه کېږی اوزړېږی خو زړښت یی هېڅکله هم ددوی داروایی ځپلتیا اومړاویتوب لامل نه ګرځی .
اروایی ستونزی یا مړاویتوب زموږ دزمانې له ډیرو خپروشوو ناروغیو څخه ګڼل کېږی چې جسمی اواروایی ضررونه لر ی اوجسمی ناروغی هم رامېنځته کوی . دمړاویتوب  عامې ستونزی عبارت دی له عقلی ناروغۍ ، اعتیاد، بی خوبی ، دپوستکی ناروغی ، دګېډې ناروغۍ،دوینی لوړفشار، حساسیت یا الرژی ،نیم سری ، دهډوکو ناروغۍ ، دپښتورګو ناروغۍ ، دزړه حملې اوتنفسی ستونزې.

دا ثابته شوې چې د ټولو دغو ناروغیو عامل رواني ستونزې دي.

روانى فشار Stress  دعقل یو اضطرابی حالت دی چې احساسات لکه ډار، ناامنی، ګبڼۍ ، اندېښنه اونور چې دعضویت دتوازن دګډوډیدو لامل ګرځی مېنځته راوړی. دادرنالين کچه لوړېږی ، دانرژۍ مصرف اوغبرګونونه لوړې کچې ته رسېږی ، شکر کلسټرول اودوینې غوړ ډېیږی اودوینی فشار هم اوچتېږی اونبض چټکېږی. دکورتېزول زیاتېدل دشکر ، دزړه، لوړفشار، سرطان ، ټپونو، تنفسی، اودپوستکو دناروغیو لامل ګرځی اوان چې ددماغ دحجرو دله مېنځه تلو زمینه براوبری.
ددرد او اروایی فشار ترمېنځ یوه نېغ په نېغه اړيکه شته ، چې دغه فشار درګونو دتنګیدو او ددماغ ځېنو برخو ته دنه رسیدولامل ګرځی.  دجسم یوې برخې ته دوینې نه رسیدل په هغه ځای کې ددرد لامل ګرځی ، په عین وخت کې دادرنالین کچه لوړېږی چې خپله درګونو دانقباض اودعضلو دتقلص لامل ګرځی. نو دغه درد مېنځته راځی داضطراب سبب ګرځی اودغه اضطراب درد لاپسې زیاتوی.

څېړنو ښوولی چې مضطرب،نارآمه ، عصبی ، بې صبره اوبې رحمه کسان زیات دزړه دحملولاندې راځی . ځکه چې سمپاتیک اعصاب تحریکېږی اوپه زیاته کچه انسولین تولیدوی چې دانسولینو زیاتېدل دزړه لپاره ډیر زیان بښونکی وی.

هرڅومره چې دناروغ اروایی حالت بد وی دوینو دسروکرویاتو فعالیت لږوی. دغه راز لېندانایلر داکسفورد پوهنتون دټکنالوژی دلېږدولو دکمپنۍ رییس دمعافیت په سیستم باندې هم دهغه بده اغېزه ثابته کړی ده. دمړاوېتوب ( افسرده ګې یادېپریشن) په وخت کې دماغ زیات کورتېزول آزادوی چې دا په خپله دوجود دمعافیت سیستم له کمزوری سره م خامخ کوی. ثابته شوې چې دډېرو ناروغیواړیکه لکه سرطان  له آروایی فشارونو سره شته . لنډه داچې مړاوېتوب ، زړه تنګی اواروایی فشارونه دعضویت نورمال توازن له مېنځه وړی روغتیا خرابوی اوبېلابېلې ستونزی مېنځته راوستلای شی.

پاک رب په یوه بل آیت کې داسې فرمایی:
ترهغو چې ځمکه پرهغو تنګه شوه او ان چې له ځانه زړه تنګی شول اوپوه شول چې پرته له الله (ج) نه هېڅ پناه ځای ددوی لپاره نشته .(التوبه ۱۱۸).

دزړه تنګوالی اوداروایی فشارونو دغه حالت دبې عقیدې اوضعیف الایمانه خلکو په برخه وی . اوبله هیڅ چاره پرته له دې چې الله (ج)  ته پناه یووسی نه لری . نن ډاکتران عقیده لری چې ددغو حالاتو یواځینۍ درملنه دزړه کرار والی اوآرام چاپېریال دی .اودغه حالت یواځې دقرآنی ارشاداتو څخه په پیروی کې لاسته راوړلای شو.

هرچا چې دهدایتونو پیروی وکړه دده لپاره  ډارنشته  اوخپګان به پرې رانه شی(البقره ۳۸).

محمد شفیق حقپال

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب