عمومي معلوماتنړۍ مشاهیر

ارمسټرانګ Armstrong

لومړنۍ امریکایي فضانورد دی چې د لومړي ځل له پاره یې د سپوږمۍ پر مخ قدم ایښی دی.

پوره نوم یې نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong  ) دی. ارمسټرانګ د 1930م کال داګست په 5 نیټه دامریکې د ( اوهایو) په ایالت کې زیږیدلی او د دوو زامنو پلار دی اختصاصي زده کړې یې دفضایي انجینرۍ په څانګه کې دامریکې د پوردو ( Pordue) په پوهنتون کې بشپړې کړې دي او د ماسټرۍ دیپلوم یې د جنوبي کلیفورنیا له پو هنتون څخه تر لاسه کړی دی یو شمیر افتخاري او ویاړمنې دکتوراوې یې هم له بلا بیلو پوهنتونونو څخه اخیستي دي ، ارمسټرانګ دخپل ژوند په بهیرکې بلا بیل مډالونه او ویاړونه هم ترلاسه کړي دي لکه په 1969م کال کې د ( H. Goddard) یا دګاري انعام په 1969م کال کې د ( R. J. collier) انعام او په 1978م کال کې یې د کیهاني کنګرې ویاړمن مډال ترلاسه کړی دی .

ارمسټرانګ د 1969م کال دجولای په 16نیټه له ځمکې څخه د ( Apolo 11 ) په نامه کیهاني بیړۍ کې دسپوږمۍ په لور سفر پیل کړ ، دیوې بلې وړې بیړۍ په مرسته د یوولسمې اپولو څخه جلا او په همدې ورځ د سهار په لسوبجو د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شو ،

ارمسټرانګ چې کله په سپوږمۍ کې خپل لومړی ګام کیښود نو په مخابره کې یې خپلې خبرې داسې پیل کړې : دا لومړی کوچنی ګام چې اوس ما دسپوږمۍ پرمخ ایښی په حقیقت کې هغه ستر ګام دی چې دانسانانو له خوا پورته شوی دی . ارمسټرانګ دوه نیم ساعته په سپوږمۍ کې پاتې شو او هلته یې لومړی یو یادګاري څلی او د امریکې د متحده ایالا تو ملي بیرغ ودراوه وروسته یې دسپوږمۍ دمخ دخاورو او ډبرونمونې راټولې اوبیایې له ځان سره ځمکې ته راوړې . همدارنګه ارمسټرانګ دسپوږمۍ پر مخ دعلمي څیړنو له پاره لابراتواري لیږدوونکي تجهیزات او وسایل هم ځای پرځای کړل.

دندې او وظیفې :

ارمسټرانګ د ( 1942 ــــ 1952‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏م ) کلونوپه موده کې د امریکې د ملي اردو د پیلوټ په توګه دنده  لرله چې د کوریا دجګړې پر مهال یې 78 جګړه ییزې الوتنې تر سره کړې دي .

ارمسټرانګ د ( 1971ـــــ 1979م ) کلونو تر منځ د خلایي انجینرۍ په برخه کې د سنسناټي ( Cincinnati) په پوهنتون کې داستاد یا پروفیسور په توګه دنده ترسره کوله او د تدریس تر څنګ یې علمي څیړنې هم تر سره کولې.

نیل ارمسټرانګ د ( N. Y All . systems . Inc. Deer park )  دکمپنۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ارمسټرانګ په ( NASA) دامریکا د هونوردۍ دعلومو ملي کمیټه کې دخپلې دندې تر څنګ د څیړونکي پیلوټ په توګه د ( Cleveland) په ( Lewis) لابراتوارکې هم خپلې علمي څیړنې مخ ته بیولې ، وروسته بیا د کلیفورنیا د ( Edvard AFB) سټیشن د زیاتې چټکتیا دالوتنې مرکزونوته تبدیل شو هغه د دې سټیشن له وتلو پیلوټانو څخه و چې کولای شو له هغې جملې نه ( 400  mph, x15) الوتکې نوم واخلو ، چې ارمسټرانګ په ښه توګه چلولی شوه .

نوموړي له 200 څخه زیاتې بیلابیلې الوتکې هواته پورته کړي چې په هغو کې جټ ، هلیکوپتر ، او بې موتوره الوتکې هم شاملې دي .

ارمسټرانګ د ( 1970ــــ   ( 1971م کلونو په موده کې دناسا دمرکزي ادارې دپر مختللې څیړنې او ټکنالوژۍ د فضایي علومو دادارې دهماهنګۍ د مرستیال په توګه هم دنده ترسره

کړې ده خوپه 1971م کال کې یې له ناسا څخه استعفا ورکړه .

عطا محمد میاخېل

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: