ارسطو څوک و؟

ارسطو (Aristoteles)

ارسطو د مقدونیې د ستاګیر ښارپه یوه یوناني کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. ارسطو اتلس کلن و، چې اتن ته ولاړ او د اپلاتون په اکاډمۍ کې شامل شو، شل کاله د هغه شاګرد و او د اپلاتون تر مرګه هلته پاتې شو   .د افلاتون تر مړینې وروسته لېسه  جوړه کړه، په دې لېسه کې به شاګردانو ته حکمت، فلسفه، ریاضي او نجوم ورزده کېدل . سکندر په خپله وایي : ژوند مې راته پلار راکړی او د ژوندانه فن راته ارسطو زده کړی دی .

ارسطو ټول علوم د فلسفې په چوکاټ کې ګڼي او بشري پوهه په درې لویو څانګو وېشي لکه : نظري فلسفه، عملي فلسفه او ادبي فلسفه.
ادبي فلسفه لکه : شعر، ادبیات، ویناوې او دې ته ورته نور څیزونه .
په عملي فلسفه کې اخلاق، سیاست او اقتصاد شامل دي
او نظري فلسفه هم په درې برخو وېشي ۱ طبیعي علوم لکه : فزیک او چاپېریال پېژندنه .  ۲ ـــ ریاضیات . ۳ ـــ متافزیک او خدای (ج) پېژندنه .

ارسطو په یوه کوچنۍ رساله کې د حدودو په اړه لیکلي : د یوه شي د تعریف له پاره باید څه وکړل شي ؟ ارسطو په خپله ځواب ورکوي، چې هر تعریف مرکب دی، له دوو جزونو څخه او په دوو رکنونو ولاړ دی، لومړی هغه ګډ صفتونه، چې شی یا ټاکلی ډله یې لري او دا ټاکي، چې شی په دې ردیف کې دی مثلاً انسان په لومړۍ درجه کې حیوان دی بیا اختلاف وي، چې شی یا فرد د نورو افرادو څخه متمایز انسان په لومړۍ فلسفه کې حیوان دی او عاقل حیوان د انسان فصل او جلاوالی له نورو حیواناتو څخه د هغه د تمیز سبب کېږي، چې دا پوهه او عقل دی.

ارسطو د سیاست، اخلاقو، انسان او انساني ټولنې او د نورو موجوداتو په هکله خپل نظریات څرګند کړي دي. دی د نېکمرغۍ په اړه وایي : سعادت ( مطلق شی ) دی او هغه څه چې ښکاره مطلب یې دی او موږ هغې ته رسوي او د انسان نېکمرغي پکې نغښتې ده، هغه د تفکر ځانګړې دندې، استعداد او صفات دي، چې انسان د کمال برید ته رسوي، چې د انسان ځانګړي لوړ او عالي صفتونه د تفکر قوه ده، په همدې وسیله له حیواناتو څخه را جلا کېږي، نو د نېکمرغي بنسټیز شرط عقلاني ژوند دی، چې د انسان ځانګړی قدرت او ویاړ دی په سم حکم کې فضیلت یا کمال پر نفس تسلط، په غوښتنو او شهوت کې منځلاري له وسایلو څخه سمه ګټه اخیستنه دی . ارسطو د فضیلت له پاره دریو پوړیو ته قایل دی، افراط، تفریط او منځنی حد، چې منځنی حد د فضیلت کمال دی څرنګه چې د هنر کمال په تجربه او عادت کې دی، د فضیلت کمال د کار او عمل په واسطه تر لاسه کېدای شي .

د ارسطو خبرې هم د کاڼي کرښې دي، چې یو څو یې ستاسو لوستونکو مخې ته ږدم :

your ads

ـــ انسان باید خپله نېکمرغۍ او یا بد مرغۍ په پوره مېړانه ومني او د نورو په خوشالۍ همدومره خوشاله شي، لکه په خپله خوښۍ چې خوشالېږي .

ــــ په اصولو کې منځلاري او برابري انسان د کمال برید ته رسوي .

ـــ د مال او پیسو په ګټلو کې منځلاري کوه، رښتیني دوستان پیدا کړه، د خیال پالنه کوه او ذهن ته پراختیا ورکړه .

ـــ خپلې غوښتنې د دوه ځواکمنو دېوالونو، لکه : اراده او عقل ترمنځ بندې کړئ .

ـــ خوشالي د لوړو صفتونو او عادتونو په روزنه او پالنه کې ده .

ـــ په دوستۍ کې رښتیا له افلاطون او سقراط څخه هم غوره دی .

ــــ له ظالمانو سره اړیکې مه ساتئ، کېدای شي د قیامت په ورځ د هغوی د جرم پوښتنه له تاسې څخه وشي.

دجنسیت اوجندر (Kjønn)په باره کې دارسطونظریات
ارسطو وایې چې ښځه ناقصه ده اوپه کښته مرحله (پوړ) کې رشد اونمو کوي، روح اومفکره قوه چې دجسم اوبدن لپاره امر او فرمان ورکوونکې دی ځکه نو دښځې لپاره هغه ښه حالت دی، چې په کورنۍ کې آرام ژوند ولري، پداسي حال کې چې نارینه دکورڅخه دباندي بهرني کارونه اداره کوي نودکورپه کارونوکې ترښځې برتر اولوړوالی لري، او وایې دنارینه دلاوري اوشجاعت په امراوفرمان ورکولوکې دی، خودښځې دلاوري اوشجاعت په اطاعت اوامرمنلوکې دی داځکه چې نوموړی په ښځوکې مفکره قوه اوعقل کمزوری اونیمګړی بولې اودهغولپاره یواځي دبدن اوجسم دنموپه مرحله وجوړښت ته باوري دی اوپه اصطلاح ښځه ناقص العقله بولې .( facebook.com)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب