ادبي فنون څه ته وايي؟

د ادبي فنون تعريف:

ادبى فنون هغه علمونه دي چي د هغو په مرسته دليكونكو ليكني او د وينا كوونكو ويناوي او د شاعرانو شعرونه ښكلي، لطيف او سميږي.

غرض:

مهم غرض له دې فنونو څخه د ليك، وينا او شعر موْثر كېدل دي، چي كه كم ليك يا وينا يا شعر په دې ادبى مزاياووښكلى شوي وي، د اروېدونكو او لوستونكو په مغزو كښي ښه اغېزه كوي، او لطافت ئې ډيريږي او يا اقلاً تنفر نه ځيني كوي او ددوي په كومك ليكونكى يا وينا كوونكى يا شاعر خپل مقصد لاس ته راوستلاى شي.

موضوع :

د ادبى فنونو موضوع نثر، شعر او وينا ده، يعني د نثر او وينا او شعر سگره او نا سره څرګندول او ناسم سمول او بې خونده خوند ور كول دي، ځكه چي ټولي هغه معناوي چي زړه وړونكي او معقولي دي د الفاضو په ذريعه فهمول كيږي او د الفاظو د سمولو او پېژندلو او دهغو د تركيب دپاره څو فنه ټاكلي شويدي، چي د هغو په واسطه الفاظ هم سميږي او هم پېژندل كيږي. او بل دا چي په هره ژبه كښي دا خبره ضرورى ده چي سمه به ليكله كېږي او هر ژبور مجبور دى چي سمه به ئې لولي، نو ويل ځانته فن او قانون لري او ليكل ځانته، چي همدې فنونو ته ادبى فنون وايي، او هيڅ يوه ژوندۍ او سمه ژبه په مستقيم يا غير مستقيم ډول ددې فنونو له مراعات څخه خلاصېدلاى نه شي، بلكى په طبعي ډول كه كمه ژبه خوږه او كلام ئې خوږ وي ( كه ئې ليكونكى يا ويونكى قصد وكړي كه ئې ونه كړي) ددې فنونو اغېزه پكښي ځليږي ( لكه د عربو د جهالت د وقت اشعار ) نو له دې څخه څرګنديږي چي دا فنون عموماً د پخوانيو له پخو ويناو او خوږو اشعارو څخه رائيستل شويدي.

د ادبى فنونو وېش

د ادبى فنونو په وېش كي راز راز مختلفي نظريې موجود دي او ډول ډول وېشونه پكښي شوى دي، او پخوانيو شرقي پوهانو پر څو علومو سره وېشلي دي. احتمال لري چي په اروپا كي په بل ترتيب وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب