اداره، مديريت او د بريالي مدير صفات

هر كار اداري ته اړتيا لري، اداري ته ټول اړمن دې، ځيني خلك پكې تخصص پيدا كړې.
دكورمشر، دموسسې مشر، مامور، سوداګر، بزگر او شپون، هريو په خپل كار كې اداري ته اړتيا لري .

ليکوال: دکتور عائض القرني
ژباړه: دکتور شفيق الله امين

د ادارې اوپه خاصه توگه په وظيفوي كارونوكې د كاركوونكو د ادارې په هكله ځيني عمومي افكارپه لاندې ډول دي:

اداره څه ته وايي:

اداره پلان جوړونه اوپه عملي ډګر كې دټولوامكانياتو اووسايلو په انسجام او منظم ډول كارونه دڅارنې او لارښووني تر سيوري لاندې ټاكلو موخوته رسيدلوته ويل كيږي .

د اداري ډولونه:

د ادارې د علم متخصصينو د ډيرو څيړنو په پايله كې د دې علم ډير ډولونه سره بيل كړي دي.
دابيلونه د خلكو د ژوند د واقعيتونو د راټولوني پربنسټ ولاړه ده، چې مهم ډولونه يې دادي:
1. دلائحو پواسطه اداره كول : داټوله اداره په هغو سختو شرائطو ولاړه ده چې قانون او لائحي بايدپلې شي، پدې كې كاركوونكو ته زيان اودكاردموخو دمنځه تلل چې داكار او اداره ورته جوړه شوي ده په نظركې نه نيول كيږي .
پدې ډول اداره كې دنوښت او اختراع روح نه وي، داهغه تقليدي اداره ده چې دنوښت سره دښمني لري.
2. دغبرګون اداره : داډول اداره دنورودكارونو په مقابل كې په غبرګون ښودنه ولاړه ده، نوښت خولاپريږده چې خپل پلان، قانون اولائحي هم نلري، تل ددفاع اوملرتيا په دريځونو كې دنورو له اغيزي لاندې وي .
3. د ستونزواداره : دايواځي دبيړنيو اوستونزمنو حالاتو په اداره كولو كې ځانګړتيا لري، اوتل نه وي .
4. د شخصي جاذبيت اداره : داهغه اداره ده چه دمشرپه محور څرخيږي دهغه په شخصي ځواك او جاذبيت ولاړه وي، له كار، پلان، لائحو او موخوسره يې هيڅ اړيكې نه وي.
5. په هر دريځ كې دتيريدني اداره : داهغه اداره ده چې دحقوقوڅخه په تيريدنه، په پيښو حالاتو رضايت، دستونزوسره له مخامخ كيدوڅخه ويره او دنورودراضي كولو په زيار ولاړه ده .
6. د خوښۍ لرونكو خبرو اداره : داهغه اداره ده چې دموسسي اوكار ځاى دستونزو څخه دسترگو پټولو ترڅڼ، دموسسي او كاركوونكو فعاليتونه او دخوشحالۍ خبرونه غټوي، تر هغه مهال چې موسسه دلويې پيښي سره مخ شي.
7. د مطلق واك سپارلواداره : داهغه اداره ده چې پرته دڅارنې او محاسبې مامورته دكارونو بشپړ واك وسپارې.
8. دگډون اداره : هغه ده چې دمشر او كاركوونكوترمنځ په واك، پريكړو او عملي ډگر كې بشپړ گډون وجودولري.
9. دموخو اداره: داهغه اداره ده چې دكار اوموسسي موخې په څرگند ډول كاركوونكو ته وړاندي شي، بياد دې موخود تحقق لپاره هلي ځلي په كاركوونكو وويشل شي، چې هريوفرد په دوامداره توگه دټاكلي موخې لپاره دموسسي دموخو په دائره او چار چوب كې زيار اوباسي .

your ads

 د ادارې دبرياليتوب شرطونه:

1- دمعلوماتو شته والي اودكار په ټولو مستوياتو اوليولونو باندي دهغوروڼل.
2- په موسسه كې دكاركوونكو ترمنځ داړيكو اسانتيا، دمشر اوكاركوونكو ترمنځ دديوالونونړول.
٣- په كار كې دمكافاتو او مجازاتو وركول، دښوكاركوونكو درناوي اودكمزورو پام راگرځول.
٤- دمشرانو اوكاركوونكوترمنځ متقابل باور اودورورۍ خوږې اوله مينې ډكې اړيكې، دكاري نظم اواطاعت سره دكاردښه سرته رسولو لپاره دمرستندويه روحيي ډله پيداكوي.
٥- دكاركوونكې استعداداوځواك پيژندل اودهغه سمه لارښونه كول .
٦- دواك او تخصصاتو ټاكنه اوددې ترمنځ دټكراوگډوډۍ مخنيوي كول .
٧- دستونزو په وړاندې په مېړانه دريدل اوپريكړې كول .
٨- ددې هرڅه دمخه په موسسه كې ټولو كاركوونكوته په خپلوځايونوكې دكار دموخوڅرگندوالې.

د مديرانو ډولونه:

  1. په كار اهتمام كوونكې او دكاركوونكو څخه بي پروا مدير:
    كوښښ كوي چي درسمې وخت پابندي په بشپړه توگه وكړي، دموسسي قانون او لوائح چې دكار لپاره وضعه شوي په حرفوي توګه پلې كوي، مگرددې ترڅڼ دكاركوونكودحقوقو، اړتياو، دژونددشرائطو او نيكو اړيكو هيڅ پروا نه كوي، داډول مدير دڅه وخت لپاره كاميابيداي شي، مگر ډيرژر به ستونزې او دښمنۍراپاروي، چې دكار دناكامۍ لامل به شي .
  2. په كاركوونكو اهتمام كوونكې اودكارڅخه بې پروا مدير:
    دادمخكينې ډول سرچپه دي په پاي كې به يې ناكامې له هغه څخه سخته اودردونكې وي.
  3. په ځان مين مدير :چې ټول اهتمام يې په خپل ځان وي دكار اوكاركوونكوپروانلري، هرڅه دځان دگټې لپاره كاروي، دامدير دخلكو او وطن لپاره وراني او بدبختي ده .
  4. متوازن مدير:هغه دي چې كار او كار كوونكو ته خپل خپل مناسب حقوق وركوي اودكارپه سختو شيبوكې دخپل ځان حق هم نه هيروې، دابريالې مديردي.

د بريالې مدير صفات :

  1. امانت : دادهركار دبرياليتوب شرط دي مګرپه مشركې يې شتون ډير اړين دي، ځكه چې دهغه په لاس كې دموسسي اوكاركوونكو حقوق دي، كه چيرې امانتدار نه وي حقوق ضائع، كار او اداره دناكامۍ سره مخامخ كيږي، دكار دكاميابۍ لپاره اخلاص شرط دي، مګراخلاص به هلته وي چې چيرته امانت وجود ولري.
  2. علم اوتجربه: دخپل كار په ډګركې علمې تخصص اوعملي تجربه دمديردبرياليتوب لپاره اړينه ده، بې علمه مدير يواځې له هغي عملي تجربي څخه استفاده كوي چې دكلونوكار په ترڅ كې يې لاس ته راوړي وي، دنوښت څخه بي برخي وي، په تقليداو پيښو مصروف وي .همدارنګه دبې تجربې مدير علمي پانګه نظري پاته كيږي اوداړتياپه وخت كې ترينه په عملې ډګرونوكې ګټه نشي اخستلاي.
  3. دعملي كولو ځواك: څوك چې ځواك ونلري دكاركوونكو نظم نشي ساتلاي، بلكې هغوۍ ورڅخه دخپلوشخصې ګټو لپاره استفاده كوي، اودچاسره چې دپريكړودعملي كولوځواك اوواك نه وي، هغه د دفتر دښكلا لپاره دايښودل شوو توكوڅخه بل څه ندي.
  4. له كاركوونكو اونورو خلكوسره چې دموسسي سره اړيكې لري په تواضع او خاكسارۍ چلن كول، مدير بايد له سختۍ پرته ځواكمن، اوله كمزورۍ پرته خاكساره او متواضع وي ځكه پدې زړونه خپلولې شي، او ټول ورسره دمرستي او تعاون كوښښ كوي .
  5. صبراوزغم: دا دواړه صفات دهر چالپاره چې پدې ژوند كې مخكښې غواړي شرط دي، بې لدې مشرې او مخكښې ناشونې ده.
  6. ريښتينوالې: ځكه په درواغجن هيڅوك باورنه كوي، اودخلكودرناوې او مرسته له لاسه وركوي.
  7. مشوره كول: ځكه استبدادي اوديكتاتور مشر كولاي شي چې خلك په بدني توګه په كار وګوماري مګر زړونه اواخلاص به ورسره نه وي، اوناسم اړخونه به يې زيات وي.
  8. دڅرګنديدوپه وخت كې خپله غلطي منل: اوله هغي څخه راګرځيدل، عذر وړاندي كول، او ټينګارپري نه كول.
  9. هوښيارې، ځيركې، او فراست : چې په اسانۍ سره يې څوك نشي تير ايستلې، كه څه هم ريښتينوالې يې دنورو تيرايستلو ته نه پرېږدي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د برياليتوب لار له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب