اختر راغی! شعر
ما ویل څه کړم دا بی کوره اختر
دغه بی پلاره او بي موره اختر
نه می ډوډۍ شته نه مي نوی جامي
دا تږی اوږی او بي اوره اختر
اختر هغه دي چي خوښی ولری
په خوله خندا، په زړه مستی ولري
د میني شور او ولولی ولری
سری د احساس سر کي لمبی ولري
زه له اختره هیڅ خبر نلرم
د اختر فکر هیڅ په سر نلرم
زه د ساړه ژمی د اور په فکر
په پښو بوټ په سر څادر نلرم
داسی اختر به ماته ښه اختر وي
بی کوره اوره به دا ښه اختر وي
چه په زخمي زړه مي دردونه بار کړي
ښه به وی دا چه ما ته نه اختر وي؟
اختر زما، نه مرور اختر دی
د غریبانو بي خبر اختر دی
اختر په ورځ د یتیمانو او غریبانو پوښتنه کوی، که یی پوښتنه نه کوی نو ملنډې پری هم مه وهئ.
ټپې
د مسافرو څه اختر وي
ماښام پردي دیوال ته مخ کړي وژاړینه
اختر نږدې دې ياره راشه
د دروازې په ځاى به غېږ درخلاصومه •
خلکو اختر کی غاړی ورکړی
ماله بی ننګه جانان خواله نه راځینه
اختر مه تورپنحاب کی تیر که
د کابل جان د اختر دیر ارمان لرمه
اختر ته زکه خوشحالیگم
چی مرور جانان می غیگی له رازینه
د بې وسۍ نه مې په کور کې ډيوه نه بلیږي.
اختره بیا دې دومره زر ولې راپيښه وکړه.