ټوکې ټکالې

احمد ژاړي – ټوکې ټکالې

احمد ژاړی :
ښځه و خپل ميړه ته وايی و ګوره احمد ژاړی وايی ما پر خره سپور که . ميړه يی وايی و دی ژاړی نو زه څه وکړم ؟ ښځی يی ورته وویل: يو د قيقی يی پر خپله شا سپور کړه .

مستی راوړه :
یو سړی چی ډیر وږی وو . زوی ته يی پیسی ورکړی چی له بازاره مستی راوړی . زوی چی يی له خونی ووت ، پلار يی له ځانه سره فکر کاوه چی هغه دی زوی می بوټونه په پښو کړه ، له کوره ووت ، بازارته ورسید ، له مستی والا څخه يی مستی رانیولی ، د کور پر لور رارهی شو، د کور دروازی ته راورسیدی ، دادی اوس نو خونی ته راننوزی . پلار يی زوی ته ږغ ور وکړ ويل زويه راورسیدی او مستی دی راوړی ؟ زوی يی ږغ وکړ : بابا زه اوس بوټونه په پښو کوم او په مستو پسی ځم .

د غوايی غوښی :
یوه لیونی بل لیونی ته وويل : زه دا ډیر وخت کيږی د غوايی غوښی خورم ، اوس داسی غښتلی یم لکه نر غو يی . هغه بل ورته وويل : عجيبه خبره داده چی زه دا شل کاله کیږی د ماهی غوښی خورم اما تر اوسه می لامبو (آببازي) نه ده زده؟

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: