ارواپوهنهمسلمان پوهان

ابن‌خلدون‌ او ټولنيزه ارواپوهنه – څلورمه برخه

ابن‌خلدون‌ د ټولنيزې، ډله ييزې او همدارنګه توكميزې اروا په نوم د يوې پدېدې پر شتون باوري دى او په خپلو اروايي ټولنيزو څرګندونو كې، له سارايي او ښاريزو ټولنو څخه په زړه پورې بحثونه وړاندې كړي او وايي:

 ۱ – د ښاريانو په پرتله، سارايان خير او ښېګڼې ته نژدې دي، هغه پر طبيعي او ټولنيز بنسټ دا حكم په لاندې ډول بيانوي:

طبيعي بنسټ‌: د ښاريانو په پرتله سارايان لومړي فطرت ته نژدې دي او له هغو بدو او  ناوړو كړنو او عاداتو څخه، چې په وګړو كې د بدو او ناښايسته عاداتو د زياتېدو په پايله كې رامنځ ته كېږي، لرې دي. ابن خلدون زياتوي، چې د ښاريانو په پرتله د دغه ډله خلكو اصلاح آسانه ده. هغه ښاري ژوند د ټولنې پاى او د هغه پېژندنه بولي او پر دې اند دى، چې پايله يې فساد، بدۍ او له ښېګڼې څخه لرې والى دى.

ټولنيز بنسټ‌: سارايان د خپل ژوند او معيشت د څرنګوالي لامله د ستونزو او سختيو پر ګاللو او زغملو روږدي شوي، چې معيشت د هغوى د لومړنيو اړتياوو په كچه كې دى؛ پر دې بنسټ، هغوى پر هغو ناښايستو او ناوړو خويونو، چې له سينګارپالنې، هوساينې او زياتې غوښتنې څخه رازېږېدلي، ككړ شوي نه دي.

۲ – د ښاري خلكو په پرتله سارايان مېړني دي: ښاريان د هوساينې او ارامۍ پر كټ ويده او په ناز و نعمت او سينګارپالنې كې ډوب شوي. دغه ډله خلك له خپل ځان او مال څخه د دفاع او ساتنې مسئله، هغه واكمن ته پرېښې، چې د دوى د تدبير او سياست چارې پر غاړه لري؛ نو ځكه ډېر په غرور او آسوده ګۍ سره يې وسله لرې غورځولې، چې نور نسلونه يې هم پر همدې دود روزل شوي دي؛ خو سارايان له غټو ټولنو څخه د بېلوالي او ساتونكو او پوليسو؛ د لويو او برجورو كلاګانو او دروازو د نه درلودلو له امله، په خپله له خپل ځان او مال څخه حفاظت او ساتنه كوي او پر خپلې مېړانې، سرزورۍ او اعتماد پر نفس د باور له امله، په يوازې توګه سفر كوي. دوى په مېړانې او سرزورۍ په دومره اندازه پر مخ دي، ته به وايي، چې دغه شيان د دوى په خوي او فطرت كې اخښل شوي دي .

۳ ښاريان له سارايانو سره د اختلاط په صورت كې، ځانونه پر هغوى تحميلوي: كه چېرې ښاريان له سارايانو سره ناسته ولاړه او يا هم له هغوى سره يو ځاى سفر ولري، ځانونه پر هغوى تحميلوي او هغوى د مسند په توګه انګېري؛ ترڅو د هغوى له ملاتړو څخه برخمن شي. په دې وخت كې، سارايان خپل ټول برخليك هغوى ته سپاري او په خپله هېڅ واك نه لري. په دې ځاى كې بنسټيزه مسئله دا ده، چې انسان د خپلو عاداتو او مانوساتو تابع دي، نه د خپل طبيعت او مزاج لاروى. انسان په بېلابېلو دودونو او ادابو كې له هر څه سره چې انس او مينه لري؛ ترڅو يې خوى او عادت وګرځي، په پاى كې يې هماغه شى د طبيعت او فطرت ځاى ناستى كېږي.

۴ – د ښاريانو په پرتله د سارايانو سرلوړى او برم زيات دى: په ښار كې هر څوك د خپلو چارو واكمن نه دى؛ د خلكو د چارو عهده لرونكى او رييسان د نورو په پرتله يوه وړه ډله ده. پر دې بنسټ، په ښار كې زياتره خلك دې ته اړ دي، چې د نورو واكمني پر ځان ومني او د هغوى د امرونو مطيع وي. دغه له نورو څخه پيروۍ او فرمانبردارۍ د هغوى د سرزورۍ او مېړانې د له منځه تلو لامل ګرځي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: