Uncategorized

اباضیه مذهب

اباضیه پیژندنه:

اباضیه د خوارجو له ډلو څخه یوه مینځلارې ډ‌له ده، خو ددې ډلې لارویان ځانونه له خوارجو څخه نه شمیري، بلکه خپل مذهب د اهل سنت د څلور نورو اجتهادي او فقهي مذاهبو (حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي) په شان یو مذهب ګڼي.

بنسټ ایښودنه او نومیالي:

ددې ډلې بنسټ ایښودونکی عبدالله بن اباض مقاعسي مري دی، چې اباض اوسیدونکی وو. اباض د یمامه له کلیو څخه یو کلی دی.
د اباضیه ډلې له نومیالیو او نوموتو څیرو څخه جابر ابن زید (۲۱-۹۶لیږدیز) دی. دی د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د حدیثو لومړني اوډونکي بلل کیږي. زده کړې ېې له عبدالله ابن عباس، عائشه، انس ابن مالک، عبدالله ابن عمر او نورو لویو اصحابو کرامو څخه کړې دي.
ابو عبیده مسلمة ابن ابي کریمة: د جابر ابن زید له نامتو زده کوونکو څخه دی. نوموړی له جابر ابن زید وروسته د اباضیه ډلې لارښود شو او د قفاف په لقب شهرت لري.
ربیع بن حبیب فراهیدي: نوموړي د دوهمې لیږدیزې پيړۍ په دوهمه نیمايي کې ژوند کاوه. هغه د احادیثو یو کتاب چې د ( مسند ربیع نب حبیب) په نوم یادیږي هم لیکلی دی.
په شمالي افریقا کې د عباسي خلافت پر مهال ددې ډلې له لارښوونکو څخه حارث بن تلید، ابوخطاب عبدالاعلی بن المسح معافري، ابو حاتم یعقوب بن حبیب او حاتم مروزي وو. هغه کسان چې له دې ډلې څخه ېې د مغرب په رستمي دولت حکومت وکړ عبارت دي له: عبدالرحمن، عبدالوهاب، افلح، ابوبکر، الوالیقظان او ابو حاتم.

علمأ:

سلمه بن سعد: هغه د دوهمې پیړۍ په نیمايي کې په افریقا کې د خپل مذهب د خپرولو لپاره هڅې تر سره کړې.
ابن مقطع الجنوني: په بصره کې ېې زده کړې وکړې او په لیبا کې د جبل نفوسه په نوم خپل ټاټوبي ته ددې مذهب د خپراوي لپاره ولاړ.
عبدالجبار بن قیس مرادي: هغه د خپل لارښود حارث بن تلید په وخت کې قاضي وو.
سمع ابو طالب: هغه د دوهمې لیږدیزې پیړۍ په دوهمه نیمايي کې ددې مذهب له لویو علماوو څخه وو. د عبدالوهاب بن رستم د واکمنۍ پر مهال یو څه وخت د هغه وزیر وو، چې وروسته بیا په جبل نفوسه او شاوخوا سیمو کې والي پاته شو.
ابوذر ابان بن وسیم: د دریمې لیږدیزې پیړۍ په اوله نیمايي کې ددې مذهب عالم وو او د افلح بن عبدالوهاب د واکمنۍ پر مهال د طرابلس والي وو.

باورونه:

اباضیان په مطلق ډول د الله (ج) لوري ته بلنه ورکوي او له قرآن او احادیثو نه هر هغه څه چې په باندنۍ بڼه تشبیه څرګندوي، داسې جوتوي چې معنی ورکړي او بشبیه پکې رامنځته نه شي. د الله پاک ښکلي نومونه او صفتونه هماغه شان چې الله پاک د ځان لپاره ثابت کړي دي، ثابتوي. د بیلګې په ډول په عرش باندې د الله پاک استوأ باید چې په مجازي ډول روښانه شي. همدا شان د الله پاک لاس چې په قرآن کریم کې راغلی، باید په ځواک او یا نعمت سره تأویل شي.
په بله نړۍ کې د الله (ج) سره لیدل نه مني او په دې اړه دا آیت د دلیل په توګه راوړي: (لاتدرکه الا بصار).
د بلې نړۍ ځینې خبرې لکه د اعمالو تله او د صراط پل په مجازي ډول جوتوي. دوی د انسان د کړنو په اړه د قدریه او جبریه تر منځ یو دریځ لري. دوی وايي چې د الله صفتونه د الله له ذات څخه بیل نه دي، بلکه صفات هم عین د الله (ج) ذات دي.
د دوی په اند قرآن کریم مخلوق دی.
د (المنزلة بین المنزلتین) خبره نه مني (لکه څنګه چې معتزله پر دې خبره ټینګار کوي). یعني د کفر او ایمان تر منځ دریم ځای نشته ځکه دا دواړه د مرګ او ژوند، یا یون او سکون په شان یو د بل ضد دي. دوی وايي هر کله چې څوک له ایمان څخه ووزي نو سمدلاسه په کفر کې ننوزي ځکه ددې دواړو تر منځ دریم ځای نشته او په دې اړه د الله (ج) په دې خبره استدلال کوي: ((اِمّا شاکِراً و اِمّا کَـفوراً)).

د دوی په ګروهه خلک په درې ډلو ویشل کیږي:

۱- هغه مؤمنان چې د ایمان غوښتنې ېې تر سره کړې دي.
۲- مشرکان چې شرک ېې څرګند دی.
۳- هغه کسان چې د توحید کلمه وايي او اسلام هم مني خو عبادت او کړنې ېې پر اسلامي بنسټ ولاړې نه دي. ځکه نو دا ډله کسان مشرک نه دي ځکه د الله (ج) یووالی مني او مسلمان هم نه دي ځکه چې دوی هغه څه چې د ایمان غوښتنه ده نه تر سره کوي. ځکه نو په بله نړۍ کې به دا کسان د ایمان له غوښتنو څخه د سرغړولو پر بنسټ له مشرکانو څخه وشمیرل شي.
دوی پر وړاندې د واکمن له پوځي سیمې پرته د نورو مسلمانانو سیمه چې د دوی پر وړاندې وي د توحید سیمه ګني.
دوی پر دې باور هغه کسان سره چې ددوی پر وړاندې دي او د قبلې درلودونکي دي، مشرک نه بلکه کافر بلل کیږي او نکاح ورسره کیږي، میراث ېې اخستل کیږي او میراث ورکول کیږي. له اسپونو وسلو او نورو جګړه ایزو توکو پرته ېې نور غنیمت حرام ګڼي.
د کبیره ګناه تر سره کوونکی کافر بولي او باور لري چې دا ډول کسان د ګناه په تکرار او له توبې پرته جنت ته نشي ننوتلی، ځکه الله (ج) د کبیره ګناه تر سره کوونکی له توبې پرته نه بښي.
د کبیره ګناه تر سره کوونکي ته د کافر ټکی کاوري، او دا کفر د ملت کفر نه بلکه د نعمت کفر ګڼي، خو د اهل سنت او جماعت پیروان دې ډول کسانو ته ګناهګار او یا فاسق وايي او باور لري چې دا کسان به په دوزخ کې تر هغې کړول کیږي تر څو له ګناه پاک شي، او له دې وروسته به خامخا جنت ته ځي.
خلافت د قریشو ځانګړنه ده او هر څوک چې دا وړتیا ولري کولی شي خلیفه شي. هر خلیفه چې له سمې لارې کوږ شي نو باید له ګوښه شي او پر ځای ېې بل یو وټاکل شي.
د دوی په باور د وصیت له مخې د خلیفه ټاکل سم نه دي او خلیفه باید د بیعت له مخې وټاکل شي. همدا شان په بیلا بیلو ځایونو کې د څو خلیفه ګانو شتون شونی دی.
د ظالم ولسمشر پر وړاندې راپورته کیدل نه واجب بولي او نه هم له هغه څخه منع کوي، بلکه په وړ مهال دا کار روا ګڼي. دوی د سخت زړي ټولواک پر وړاندې چوپ پاته کیدل نه خوښوي.
دوی د پلار، پلار (پلرنی نیکه) له د مور، مور یا پلار (مورنۍ نیکه او نیا) د ماشوم د پالنې لپاره وړ ګڼي.
دوی وايي: نیکه، وروڼه له میراث څخه بې برخې کولای شي، په داسې حال کې چې د نورو مذاهبو په اند وروڼه له نیکه سره په میراث کې شریک دي.
د اباضیانو په باور له داسې کسانو پرته چې د اسلام او ایمان غوښتنې ېې په پوره ډول تر سره کړې وي او د خپلې پیروۍ له کبله د ولایت وړ وي، نورو کسانو ته د بلې نړۍ او جنت د ښیګنو غوښتلو په اړه دعا سمه نه ده او دوی ته باید د دین د ښیګنو او د خیر په اړه دعا وشي تر څو د نیاوالي څخه خلاصون ومومي. دا ډول دعا بیا هر مسلمان ته که هغه پرهیزګار او یا ګناهګار وي روا ګڼي.
دوی د (حلقة العزابه) په نوم ډله لري چې پکې د ګوتو په شمار پوه او خیرغوښتونکي کسان ګډون لري. دا ډله د اباضیه ټولنې د دیني، تعلیمي، ټولنیزو او سیاسي چارو سمون پر غاړه لري، همدارنګه دا کسان د جګړې او دفاع پر مهال د شورا د غونډې د غړو په توګه کار کوي او د امام د نه شتون په وخت کې د لارښود او امام دنده پر مه بیايي.
دوی د (ایروان) په نوم یو بل ګروپ هم لري چې سیمه ایزه شورا جوړوي او د العزابه له ډلې سره همکاره ډله ده.
دوی په خپل مینځ کې کوچنۍ ډلې جوړوي چې د زکات د ټولولو او پر وړ کسانو د هغه د ویشلو دنده پر غاړه لري. دوی د زکات او مرستې له غوښتلو او د خلکو مال ته له هر ډول سترګو درلودلو څخه په کلکه منع کوي.
د اباضیه ډلې څخه ځینې ډلې بیلې شوې هم دي چې اوس له منځه تللې دي او په لاندې ډول دي:
حفصیه: د حفص بن ابي المقدام پیروان.
حارثیه: دحارث اباضي پیروان.
یزیدیه: د یزید بن انیسه پیروان.
ټول اباضیانو له پورتینو ډلو څخه خپله کرکه ښوولې ده او دوی ېې د اباضي ډلې له کړنلارې څخه د بیلیدلو له کبله کافر ګڼي.

فکري او ګروهي ریښې:

اباضیان په قرآن، حدیث، اجماع، او قیاس باور لري او له هغو څخه استدلال کوي.
د اهل ظاهر له مذهب څخه هم اغیزمن شوي دي، ځکه ډیر کله دیني ویوکي په سرسري ډول روښانه کوي.
همدارنګه د معتزله وو له مذهب څخه هم اغیزمن شوي دي ځکه قرآن ته مخلوق وايي.

د خپریدو او اغیز سیمې:

دوی د عرب جزیرې په سهیل کې راڅرګند شوي او شتون لري. دوی تر مدینې او مکې هم ورسیدل او د افریقا په شمال کې ېې د رستمیه په نوم دولت هم درلود چې پلازمینه ېې د تاهرت ښار وو.
د افریقا په شمال کې ددوی واکمني په خپلواکه او پرلپسې ډول یو سل او دیرش کاله پایښت وکړ تر څو په پای کې د فاطمي حکومت له خوا ورته د پای تکی کيښودل شو.
دوی په عمان کې هم خپلواکه دولت جوړ کړ چې تر اوسه شتون لري.
د اباضیانو له تاریخي ځایونو څخه په لیبیا کې (جبل نفوسه) دی چې له هماغه ځایه ېې خپل خوځښت پیل کړ او خپلې هڅې ېې له همدې ځایه سمبالولې.
دوی په عمان، حضرموت، یمن، لیبیا، تونس، الجزایر او عربي صحرا کې تر اوسه شتون لري او خپلې چارې پر مخ بیايي.

(الموسوعة المیسرة فی الادیان والمذاهب المعاصرة)

مؤلف: مانع بن حماد جهني
پښتو ژباړن: محمود سعید

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: