آیا دا کار رښتیا هم ارزښت لري؟

آيا ته پدې باور لرې چې دغه سود به تا د بریا او ګټې لور ته بوځي؟
مخکې لدې چې امضاء وکړې، نو مهرباني وکړه یو ځل بیا فکر وکړه
آیا ته د دې له امله د بانک په وعدو باندې باور لرې چې ستا مال او ثروت به د سود د قرض پواسطه زیات شي؟
آیا ته له دې څخه ناخبره یې چې الله پاک په قرانکریم کې په صراحت سره ووعده کړې ده چې:

هغه جل جلاله به هغه شمتني تباه کړي چې د سود پواسطه راټوله شوي وي
په داسې حال کې چې الله جل جلاله به هغه شتمني زیاته کړي، کومه چې په صدقه ورکولو سره مصرفیږي.
آیا ته له الله جل جلاله څخه په بانک ډير باور لرې؟

هغه بانک چې د خپل چل او فریب له امله بدنام دی، له الله پرې ډير باور لرې؟
الله پاک، هغه څوک چې د ځمکې او اسمانونو خزانې یې خپلې دي؟
هغه څوک چې هیڅکله خپله وعده نه ماتوي
که ته له خپلې شتمنۍ سره په الله جل جلاله باور لرې؟

نو ته به یې په صدقه ورکولو سره مصرف کړې او په سود سره به یې خراب نه کړې.

آیا دا رښتیا هم د دې ارزښت لري؟
شاید ته د دې سود پواسطه د امنیت په لټه کې یې
ښایي ته غواړې په سود سره د امن، ارامتیا او د بچیانو د محافضت لپاره کور یا موټر واخلې؟
آیا ته اوس هم د امن احساس کوې؟
نو پوه شه چې الله جل جلاله او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغه چا سره د جنګ اعلان کړی څوک چې سود کوي.
د کومې زغرې پواسطه به ته خپله دفاع وکړې؟
یواځينی امنیت چې ته یې لرې هغه همدا نن ورځ د سود پریښودل دي.
او له دې بدبختۍ څخه خپل ځان وژغوره

آیا دا رښتیا هم د دې ارزښت لري؟
آیا ته له دې څخه ویریږې چې د سود په پریښودلو سره به غریب شې او له کړاونو سره به مخ شې؟
آیا فکر کوې چې الله پآک به تا هسې پریږدي؟

الله جل جلاله له هغه چا سره مینه لري څوک چې د هغه جل جلاله لپاره قرباني ورکوي او هیڅکله به یې هم غورځیدو ته پرې نږدي.

نه یواځې دا چې الله پاک به درته متوجه شي، بلکه د هرې قربانۍ په مقابل کې به درته له هغې غوره بدله درکړي.

الله جل جلاله په قرانکریم کې فرمایي:
او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى

آیا دا رښتیا هم د دې ارزښت لري؟
چې ته د الکولو او خوږ د غوښې له خوړلو ځان ساتې ځکه چې دا خراب او حرام دي.
مګر ته په خوشالۍ سره خپل ژوند په سود ولاړې شتمنې سره مصرف کړې
کوم چې د الکولو او د خوږ له غوښې څخه ډير خراب او خطرناک دی
آیا ته له دې نه یې خبر چې یو له هغو کارونو څخه چې له امله یې الله جل جلاله دعا نه قبلوي ستا دغه کړنه ده؟
آیا د د سود له امله دغه خطر قبلوې چې الله پاک دې رد کړي؟

آیا دا رښتیا هم دومره ارزښت لري؟
ښایي چې ته به د دې ګناه له شدت څخه خبر نه یې
ته سود د زنا په څير خطرناک نه ګڼې
آیا ته پدې پوهیږې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
چې د سود ګناه ۳۶ ځله د زنا له ګناه څخه زیاته بده ده.
د دې ګناه په ښکاره ګټو باندې مه غولیږه.
په حقیقت کې سود لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده
هیڅکله هم د دې ګناه له شدت څخه مه غافله کیږه

آیا دا رښتیا هم دومره ارزښت لري؟
ښایي ته د سود سره د وصل کیدو له امله ډير څه ترلاسه کړې
ښایي داسې کور، او موټر چې ته یې د تر لاسه کولو هیله لرې

خو زما وروره
د الله جل جلاله د رضا پرته دلته په بل څه کې دومره خوشالي شته؟
دا څنګه امکان لري چې ته دا موقته خوشالي له هغې دایمي او نه ختمیدونکي خوشالۍ سره مقایسه کړې

ای زما وروره او ای زما خورې!
د د شیطان د دروغو په وعدو ځان مه دوکه کوه
سود به درته لږه خوشالي درکړي لاکن ټول ژوند به دې د بختي په لور بوځي
سود پریږده او د الله جل جلاله خوا ته راوګرځه
او که ته فکر کوې چې د سود له ګناه سره ډير مخکې تللی یې نو په مکمله توګه ترې راوګرځه
الله پآک به تا قبول کړي

ژباړه: جاوید صافی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب