آيا ښځه خپلې وروځې له وېښتانو پاکولی شی؟

پوښتنه: آیا ښځه کولای شی چی خپلی وروځی له ویښتانو پاکی کړی. البته مطلب می د بڼي تغیر نه بلکه پاکول دی.

څواب:

ټوله ثنا الله لره ده

ژباړه: حبیب الله زیار

دا روا نده چی له وروځو څخه یو ویښته هم لری شي، که پدی نیت وی چی نرۍ ښکاره شي ، یا په دی نیت چی سمی شی او یا ددی لپاره چی پاکی شی، ددی دا معنی هم کیدایشی چی د وروڅود اضافی یا خورو ورو ویښتانو لری کول روا ندی دا څکه چی د ویښتانو د ویستلو د موضوع لاندی راځی او دا کار حرام دی او په هکله یی  داسی روایت شوی چی څوک دا کار کوی نو لعنت پری ویل کیږی.

په بخاری(۴۸۸۶) او مسلم(۲۱۲۵) کی روایت شوی چی: حضرت عبدالله ابن مسعود (رضی الله عنه) فرمایلی: د الله لعنت دی وی په هغه چا چی خالونه وهی او هغه څوک چی خالونه ورته وهی، هغه څوک چی وروځی وباسي او هغه څوک چی بل جاته وروځی وباسي ، او هغه څوک چی د ښایست له پاره غاښونه سوانوی یا توږي، د الله په خلقت (پیدایښت) کی تغیر راولی. د ابن مسعود دا خبره د بنو اسد د کورنۍ یوی ښځی ته چی ام یعقوب نومیده چی همیشه به یی قرآن  پاک تلاوت کاوه ورسیده، هغه راغله او ابن مسعود ته یی وویل چی ما دا ستا په باره کی څه واوریدل، د الله لعنت دی وی په هغه چا چی خالونه وهی او هغه څوک چی خالونه ورته وهی، هغه څوک چی وروځی وباسي او هغه څوک چی بل جاته وروځی وباسي ، او هغه څوک چی د ښایست له پاره غاښونه سوانوی یا توږي؟ عبدالله ورته په جواب کی وویل: ولی ځه په هغه چا لعنت ونه وایم په چا چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لعنت ویلی دی، او یا کله چی دا د خدای په کتاب کی دی؟ هغی ښځی وویل: ما خو قرآن د یو پوښ نه تر بله (له شروع تر پایه) ټول لوستلی مګر ما پکی داسی څه ندی پیدا کړي. هغه ورته وویل: کچیری تا لوستلی وی نو تا به پکی پیدا کړی وی.

الله جلاجلاله فرمایی: هر هغه څه چی پیغمبر یی درکوی، وا یی خلۍ؛ او له هغه څه چی مو منعه کوی له هغی څخه ډډه وکړۍ.(الحشر۵۹:۷).  هغی ښځی وویل: زما په فکر چی زه به ستا په ښځه باندی یو د هغی څخه همدا اوس ووینم. هغه وویل لاړه شه او وګوره. هغه لاړه او د هغه ښځه یی وکتله خو هیڅ یی هم پری ونه لیدل. هغه ښڅه بیرته راغله او هغه ته یی وویل: ما څه ونه لیدل. هغه وویل: کچیری دا سی وی نو مونږ به سره یو څای نه وای اوسیدلی.

والله اعلم ( او الله تر ټولو غوره پوه دی)

سرچینه: islamqa.com

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب