آيا شته داسې ژورنالېست؟

د جمال عبدالناصر پر مړينه د ژورنالېست ((فهيم)) د غرېو د راډکېدو او د عراقي ملت پر قاتل بوش باندې د عراقي ژورنالېست د بوټانو د ګوزارونو د پېښې (٣٩) کلن واټن د بي بي سي د رضا علي عابدي دا حکم راته بابيزه او د اوبو د سر کرښه وايسېد، چې: ((ژورنالېست بايد زړه ونه لري، چې…..))

 استاد محمد آصف صميم 

د ژورنالېزم پر تعريف، توصيف او تقديس ځکه نه غږېږم، چې بيا به دې مسلک ته هغه اړوند ښاغلي هم د کرېډېټ په تمه وي، چې د رالېږلې او راډالۍ کړې ډيموکراسۍ له برکته دا څه باندې اووه کاله کېږي، چې د پوزې د تورولو په دعوه يې خولۍ په غوړيو کې پرته ده. يواځې يو څو هغه خاطرې او يادونې سره رانغاړم، چې پر ما يې زما د جېب په زندان کې بندي قلم ته د ژبې د پرانستو مخه او فرصت راولوراوه او د استاد الفت خبره:

 ((په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پرېږدي.))
خو بيا مې هم د دې کرښو تورولو انګېزه او پار د ژورنالېزم او ژورنالېست د تړاو ارزښت دى. د ژورنالېست د ناپېيلتوب په باب مې د اردوژبي ژورنالېست رضا علي عابدي دا خبره اورېدلې وه، چې ژورنالېست او خبريال بايد زړه ونه لري، چې د وير او ښادۍ په ليدو خپله ولوله او احساسات کابو نه کړاى شي.
د ژورنالېستانو غونډې ته د ايراني ولسمشر سيد محمد خاتمي د وينا دا برخه مې هم اورېدلې وه، چې که شرک ((کتمان حق)) يا حق پټونې ته وايي؛ نو آيا هغه ژورنالېست چې په ټولنه کې د حق اتلاف او تروړل د سر په سترګو ويني او بيا هم چوپ وي، د يو ډول ټولنيزو حقوقي ارزښتونو د پټونې مرتکب نه دى؟

د رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ته مې دا منسوب ارشاد هم اورېدلى و، چې: ((ما شغلک عن الحق فهو صنمک.)) يانې څه (انګېزې، لامل او ګروهې) چې د حق (له اظهار) پرته (پر بل څه) بوخت کړې، همغه دې معبود دى.
د همدغو يو څو لوستنو او اورېدنو په رڼا کې همدا حقيقتونه لږ د خپل بدمرغه او تېرايستلي ولس چې له بده مرغه د ټولو ټولنيزو او پوهنيزو کمزوريو او نيمګړتياوو له درلودلو سره سره د خپل اندۍ (مستقل مزاجۍ) او خپلواکۍ مدعي دى- د سوکالۍ او سياسي شعور د ودې په هيله سپړم چې وګړى وګړى يې دا څه باندې ٢٣+٧ کاله د ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خوري.

ولې زموږ ژورنالېستان د نورو غوندې نه دي؟

ما چې خپل قلموال او له ژورنالېزم سره اړوند خپل هر څومره ښاغلي پوښتلي، چې زموږ په ژورنالېستانو او سياسي شنونکيو کې- تېر په هېر- په دې څه کم لسيزه دويمې ډيموکراسۍ کې له ټولو ساينسي، تخنيکي او برېښنايي اسانيو سره سره ولې د افغانپوهنې متخصص غمي ونه ځلېدل، چې سړى يې لږ تر لږه د خپلې ګاونډۍ ټولنې له رحيم الله يوسفزي، سليم ساپي، احمد رشيد او…. سره په تله کې واچوي او د ژورنالېزم د سليمان د ګوتې غمى يې کړي؟
د دوى زياترو ښاغليو ځواب دا وي، چې:
هلته د مسلکي مهارتونو وده د څه ګټلو پر انګېزه لومړيتوب لري، خو دلته زموږ ژورنالېست د بې بريده او بېواکيو هوسونو له امله مسلکي ارزښتونه او آرونه لتاړ کړي دي. يانې هلته د مسلک د سپېڅلتيا ساتنې ژمنه موخه او مادي ګټه وزله يا وسيله ده.
هلته ژورنالېست د ګوندي سياستونو په ګنګخړو ځان او مسلک نه لړي؛ خو دلته ژمن ژورنالېزم د مار پښه ده.
هلته د ژورنالېزم وده او سپېڅلتيا ساتنه پخپلو کورنيو وزلو او وسيلو چلېږي، خو دلته د رسنيو په رګونو کې د مؤسساتي او بهرنۍ هڅونې او ملاتړ له وينې پرته د رسنۍ او رسنوالو ژرنده، يوه ورځ هم نشي چلېداى.
هلته د ژورنالېزم د شننې وړ موضوع ټولنيزې، هېوادنۍ او ملي ګټې او آزاد سياست دي؛ خو دلته د رسنوال او ژورنالېست د شننې موضوع د خپل مرستندوى بادار جېب او وروځې وي.
هلته ډېر کم رسنوال او ژورنالېستان له هېواددښمنو بهرنيو اېجنسيو او کمپنيو سره پر تړاو تورنېږي؛ خو دلته ژورنالېست او د رسنيو څښتنان لومړى اېجنسۍ پيدا کوي، بيا د خپلې اېجنټۍ خدمات وړاندې کوي.
هلته ژورنالېست لومړى هېوادپال دى، بيا نسپال؛ خو دلته به زموږ ښاغلي ژورنالېست او رسنوال خپله څه چې د خپلو راروانو نسلونو نسونه هم پر سر ګرځوي.
هلته ټولنيز او سياسي نظام د يو ډول کورنيو لاملونو پر مټ ټيکاو او استقرار موندلى دى؛ خو دلته هر نوي بدلون د ((نوي لالا)) په وسلو او وسيلو او اراده د زاړه يا مخکني نظام په غبرګون کې راځي؛ ځکه خو هر نوي نظام ته نه د ټيکاو مخه او فرصت برابرېږي او نه هم په داسې يوه نظام کې د رسنيو د ژمنو او متعهدو وګړو د مؤثريت فرصت.
هلته ژورنالېست که هر څومره هم پرديپال وي؛ خو تر وسه وسه ځان ملت او تاريخ ته له توره ساتي؛ خو دلته د جېب په مينه مست هيڅ رسنوال په داسې تورونو راى نه وهي؛ ځکه د نوکر ژورنالېزم مخې او زمينې دومره ډېرې دي، چې ((ګدا ته يو ور پورې او سل پرانستي….))
دا پرتله چې کېداى شي پر هيچا- بې د سپېڅلي ژورنالېزم له پلويانو- ښه ونه لګي، نوره هم غځېداى او سپړل کېداى شي؛ خو زه ترې د خپلې هغې خاطرې او انګېزې انځورنې ته راستنېږم، چې پر ما يې خپل خوبولى قلم رااخيستى دى.

ژورنالېست په بوټونو وويشت، ولسمشر مډال وركړ!

د يو کم څلوېښتو کالو خبره ده (١٣٤٨ ميزان)، موږ د مراد علي لېسې د لسم ټولګي شاګردان د خپل يوه ټولګيوال مېلمانه وو، د شپې اته بجې د خبرونو وخت شو، چا خبرې اورېدې او چا خبرونه. د خبري سروېس په سر کې نطاقانو (مستوره شال او فهيم) ځانونه معرفي کړل. د خبرونو د لنډيز لومړى خبر و:
د متحد عربي جمهوريت (مصر) د رئيس مرحوم جمال عبدالناصر مړى نن په درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
زما په ياد او د ځوانۍ د شعور په حکم جمال عبدالناصر چې څومره له بلوسګر صهيونېست يهودي رژيم سره د مقابلې او دښمنۍ له امله ټول عرب ملت او عربي نړۍ ته ټولمنلى شخصيت و، همغومره هغه مهال د افغاني ملتپالنې په اسمان کې د ځلند مقام خاوند ستورى و.
د جنازې د ښخونې د مراسمو د خبر جزئيات اوروونکى وياند ((ښاغلى عبدالقدير فهيم)) چې څومره د خبر منځ ته ته، نو خداى خبر چې راډيو ته د ناستو څومره افغانانو سترګې به يې اوښلنې کړې وې؛ خو زه يې د دې غملړلي خبر د درد خوږو په لمدو سترګو کېنولم. د جمال عبدالناصر د ويرمن مرګ د خبر ورو ورو اورولو اغېز لومړى د ښاغلي فهيم غرېو راډک کړ، لاړې يې ونښتې، غږ يې کېناست او آخر خبره دې ته راغله، چې د خبرونو مايک ترې پاتې شو او زه همدومره پوه شوم چې د نيمګړيو خبرونو له مېز نه د کوم بل وياند غږ انګازن شو.
خو نن چې زه د پښتو د غزلبول شاعر محمد صديق پسرلي د مېرمنې جنازې ته له خپلو ملګريو استاد باجوړي، ډاکټر ماخان مېږي شينواري، استاد طلاباز حبيبزي او استاد شفيق وردګ سره شهداى صالحين هديرې ته روان وم، نو چا له عراق نه کابل ته د افغانخور، مسلمانخور او انسانخور نړيخواره ((بوش)) د راتګ خبره وکړه او دا چې د ((ملي متحدې جبهې)) بوش نازولي پروفېسر رباني او يونس قانوني ورته له خپلو نورو نازوليو سره په شنه خړه کې په هوايي ډګر کې هرکلي ته ولاړ وو. د همدې راتګ په لړ کې دا هم وويل شول، چې يوه عراقي ژورنالېست پر بوش باندې د عراقي ملت د کونډو رنډو او يتيمانو د کسات په جذبه د بوټانو په ګوزارونو او بوش ته د سپي په ويلو خپل ايمان تازه کړ. وايي چې بوش ډېر پيکه شو، خو د خپل سرکوزۍ ((غر)) يې په دې ((پر)) پټ کړ، چې ښه دى، بل څه يې راته ونه ويل، سپى خو موږ امريکايانو ته د ستاينې کلمه ده.
خو وروسته بيا د رسنيو له خولې خبر شو، چې ښاغلي حامد کرزي خپل ((کوربه)) ښاغلي بوش ته په کابل کې د ملي اتل غازي امان الله خان ((بهادرۍ)) پر غاړه کړه. نو خولې راباندې راماتې شوې، چې پکه دا دې لا بله سپکه!

زړه يې مه بوله، تور كاڼى د صحرا دى

د جمال عبدالناصر پر مړينه د ژورنالېست ((فهيم)) د غرېو د راډکېدو او د عراقي ملت پر قاتل بوش باندې د عراقي ژورنالېست د بوټانو د ګوزارونو د پېښې (٣٩) کلن واټن د بي بي سي د رضا علي عابدي دا حکم راته بابيزه او د اوبو د سر کرښه وايسېد، چې: ((ژورنالېست بايد زړه ونه لري، چې…..))
دا بېله خبره ده، چې زموږ ژورنالېست د ده پر ولس او د ودونو پر وراباڼو باندې د بوش د بيا بيا بمونو په ورولو حتى هغه په خوله کې بوش ورکړى بوټ قدرې له خولې نشي غورځولاى. اوس خو به زما هر آزاد افغان لوستوال دا راسره ومني، چې زموږ د دې ژورنالېزم د مدعيانو په سينو کې د استاد الفت خبره زړونه نه ((د صحرا تور کاڼي)) پراته دي:
زړه يې مه بوله تور کاڼى د صحرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي
او يا د غزلبول عبدالرؤف زاهد په وينا:
ظلم ته زاهده! ظلم نه وايې
تا خو چې له ښاره سړى وباسي
کېداى شي څوک د رضا علي عابدي پورتنۍ وينا له مسلکي پلوه هم د کاڼي کرښه وبولي، خو زه يو ناژورنالېست قلموال داسې ژورنالېست يا ژورنالېستان د استاد د قضاوت په لښته وهل خپل عاطفي حق بولم او په خپله ټولنه کې دې پوښتنې ته د ځواب موندنې په هيله ژورنالېست مآبان پوښتم، چې: شته داسې ژورنالېست؟ چې له انساني، حقوقي او مسلکي خپلواکۍ سره د لېونۍ مينې په ډاډ او حکم د ښاغلي فهيم د احساس او د اتل عراقي ژورنالېست د جرات، ايثار او کسات د جذبې پل واخلي؟

دنيا په اميد خوړه شي

 استاد محمد آصف صميم، افغان ليكوال او څېړونكى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب