۳۱:مهمې او ګټورې سپارښتنې

۱- کله چې بیخي ډیر عصباني شي نو لاسونه دي جیب کې داخل کړهٔ.
۲- یاد لرهٔ چې ستا او د میرمنې ترمنځ ښه ترینه اړیکه هغه وخت رامنځته کیدلای شي چې تاسو د اړتیا څخه زیات عشق او مینه ولری.
۳- هیڅ توپیر نه لري چې تاسو د عمر په کومه مرحله کې یاست د سلام کولو په وخت کې دي مور په غېږ کې ونیسئ.
۴- که چا ټلیفون کې مصروفه وساتلي یعني بل چا ته ځواب ورکړي نو ته دي ټلیفون قطع کړهٔ.
۵- هیڅ وخت هغه څوک چې سخت درد لري د (زه پوهېږم چې پر تا څه تیرېږي) کلمه مه وایهٔ ځکه ته اصلاً د هغه په ستونزه نه پوهېږي.
۶- ګوره په یاد لرهٔ ځیني وختونه هغه څیز چې غواړي لاسته راوړي خو ونشي کړای نو دا بیا بخت او طالع ده.
۷- هیڅکله یو نارینه ته مه وایهٔ چې ویښتیان دي پر څه حال دي ځکه هغه پوهېږي نو شاید کومه ستونزه ولري خو ستا په ویلو خفه کېږي.
۸- د زړه له تله عشق وکړهٔ شاید یو څه ضربه ووینی اما د واقعي ژوند غوره لار همدا ده.
۹- د هغې موضوع په اړه چې سم پوه شوی نه یې قضاوت مه کوهٔ.
۱۰- کله چې ستا څخه یو څوک یو څه پوښتې او ته نه غواړي هغه ته ځواب ورکړي نو یو وړه غوندي مسکا وکړهٔ او ورته ووایهٔ “د څه لپاره غواړي د دي په اړه پوه شي؟”
۱۱- هیڅکله دي بریا د مناسب وخت او ځای څخه پرته مه بیانوهٔ.
۱۲- هیڅکله د فلم او کتاب پای چاته مه بیانوهٔ.
۱۳- کله چې خسته او خفه یې نو سمدستي لاسونه او مخ پریمینځهٔ کالي او جرابي دي بدلې کړهٔ نو سمدستي به وویني چې څومره انرژي دي اخیستي ده.
۱۴- هیڅکله د خبرو کولو تر وخت مخکي درنه غذا مه خورهٔ.
۱۵- خوشحالي او راحتي یو له بله سره مه ګډوهٔ.
۱۶- هیڅکله په زوړ بازار کې برقي څیزونه مه رانیسئ.
۱۷- داسي یو بوختیا وټاکئ چې روح دي هم د بانکي حساب په څیر ډیر کړي.
۱۸- کوښښ وکړئ چې د هغه وګړو له جملې څخه ونه اوسئ چې وایې”تیاری،موخه، اور”
۱۹- هر کله چې دي وخت پیداکړ نو د زامنو لاس دي په لاس کې ونیسهٔ ژر به داسي وخت راشي چې هغوی به تاسو ته شاید ددي کار اجازه در نه کړي.
۲۰- کله چې غواړي سایوان رانیسي نو سپین رنګ رانیسهٔ ځکه په غمګینو ورځو کې تاته خوشحالي در کوي.
۲۱- د کار په ساحه کې هیڅکله د کورنۍ خبرې مه کوهٔ.
۲۲- په حمام کې په کوچني آواز سره سندرې ولولئ.
۲۳- کله چې په مسافرۍ کې د موخې ځای ته رسېږی نو کوښښ وکړئ داخل په ډګر کې ځان لپاره هوټل وټاکئ.
۲۴- د زېږند په ورځ دي درختې وکره.
۲۵ – داسي ژوند وکړهٔ هر کله چې دي زامن ښه والی، مهربانې او نرمښت وویني نو ستا په سوچ کې شي.
۲۶- کله چې زامن تحریک یا تنبیه کړي نو وروسته یې غېږ کې ونیسهٔ.
۲۷- ساعتونو مو ۵ دقیقې مخکې جوړ کړئ.
۲۸- یوازي هغه کتابونه امانت ورکړئ چې په نه لرلو سره یې نه خفه کېږی.
۲۹- کله چې له ماشومانو سره لوبې کوی نو پرېږدئ چې هغوی بریالي شي.
۳۰- د هغه چا څخه ووېریږهٔ چې د ورکړې څیز نه لري.
۳۱- په یاد لرهٔ چې خوښې د هغه چا په نصیب کېږي چې د لاسته راوړلو لپاره یې هلې ځلې کوي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب