یوازې په عقل سره د فیصلو کولو حکم

پدې لیکنه کې غواړو د زړه او عقل په اړه یو څو مهم مطالب له تاسې سره شریک کړو:
په اصل کې دا مسئله هغه پوښتنه وه چې یو تن له مونږ څخه پوښتلی وه او ویلي یې ؤو چې: زه له مودې راهیسې په یو غربي(کفري) هیواد کې اوسیږم، څه وخت کیږي چې له ماسره یوه پوښتنه راولاړه شویده او ما خپله دا پوښتنه له یو دوست سره هم شریکه کړیده او غواړم له تاسې سره یې هم شریکه کړم ــ زما پوښتنه داده چې: آیا زه په هر کار کې له خپل عقل او زړه څخه پوښتنه وکړم، که چېری زړه را ته ووایي چې دا کار صحیح دی؛ نو ترسره یې کړم او که را ته ووایي چې: دا کار ناسم دی؛ نو ځان ترې وساتم، هیله ده په دې اړه ماته لازمه لارښودنه وکړئ.

جواب: ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: که څه هم دا پوښتنه یو غزېدلي ځواب ته اړتیا لري، خو مونږ هڅه کوو چې په یو مناسب لنډیز سره ددې پوښتنې ځواب له تاسې سره شریک کړو. لومړی داچې: انسان یو مکلف(مسؤل) مخلوق پیدا کړل شویدی:

هر کله چې لوی څښتن تعالی خپلو بندګانو ته د یو عبادت په ترسره کولو سره أمر کوي او یا یې له مُحرماتو او پرېوتو کارونو څخه منع کوي؛ نو دا له دې کبله چې انسان یو عاقل مخلوق دی کوم چې د سالم حواس، فکر او ارادې څخه برخمن ګرځول شویدی؛ او کولی شي چې د همدې الهي لورینو(نعمتونو) په برکت په خپل ژوند کې د حقائقو پلټنه وکړي، ښه له بدو څخه تفکیک(جلا) کړي او بد له دې کبله پرېږدي چې بدی پایلی لري.

که د قرآنکریم اسلوبو(طریقې) ته ځیر شو؛ نو جوته به شي چې هرکله په قرآنکریم کې د یوې مهمې خبری یادونه کیږي؛ نو ورسره سم د ((يَعقِلُون ـ يَتَفكرون اوْ يَتَذَكرون)) کلیمې ذکر کیږي او دا ټول د همدې لپاره تر څو لوستونکي الهي وینا ته ښه ځیر شي او له تلاوت سره یوه شېبه پدې آیت کې فکر وکړي او باید پوه شي چې ددې کلیمو څخه مخکې په حتمي توګه سره د یو مهم حکم یادونه شوېده.

 

لوی څښتن تعالی مونږ ته لارښودنه کړیده تر څو د آسمان په ستروالي او پراخوالي، د لمر په بې سارو ګټو، د ورځې پسې سمدلاسه دشپې په راتګ، د ستورو په ښائست او داسې نورو سماوي اجرامو کې فکر وکړو، دا چې دا پورتني آسماني اجرام څه ډول پرته له سستۍ او ستړیا خپلې دندې ترسره کوي او څومره په منظم ډول او په خپل وخت (پرته له کومې ګډوډۍ) کار کوي، لکه چې ارشاد فرمايي: [وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالْنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ] (سورة النحل12 آیت).

ترجمه: او د هغه ( الله تعالی جلت عظمته) په حکم سره تاسې ته شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ او ستوري(دا ټول) تابع ګرځول شويدي(چې تل هر یو له دوي څخه پرته له سستۍ پخپل کار لګیا وي) بېشکه په دغو( سترو کارونو کې) خامخا د هغه قوم (او ولسونو لپاره چې) د خپل عقل څخه کار اخلي (د الله تعالی د بې ساري قدرت او بې مثاله واکمنۍ بې شمېره) دلائل پراته دي. پدې مبارک آیت کې د یو لړ تابع ګرځول شوو آسماني اجرامو یادونه شوېده، تر څو انسان دې مهمې خبری ته ځیر شي چې نه یواځې په ځمکه کې ـــ بلکه د آسمان په پراخه لمن کې دا ټول موجودات انسان ته د ګټې رسولو لپاره خلق شويدي او شپه ورځ دا موجودات د انسان لپاره خدمت ترسره کوي.

هر کله چې لوی څښتن تعالی خپلو بندګانو ته د یو عبادت په ترسره کولو سره أمر کوي او یا یې له مُحرماتو او پرېوتو کارونو څخه منع کوي؛ نو دا له دې کبله چې انسان یو عاقل مخلوق دی کوم چې د سالم حواس، فکر او ارادې څخه برخمن ګرځول شویدی؛ او کولی شي چې د همدې الهي لورینو(نعمتونو) په برکت په خپل ژوند کې د حقائقو پلټنه وکړي، ښه له بدو څخه تفکیک(جلا) کړي او بد له دې کبله پرېږدي چې بدی پایلی لري.

پورته مو چې دکومو حقائقو یادونه وکړه، شاید ډېر کم داسې خلک وي چې ددې لویو آسماني نعمتونو په بې ساري ګټو کې یې کله له ځان سره فکر کړی وي او د هغوي بې شمېره ګټو ته ځیر شوي وي او دا یواځې همدا پوهان، ځیرکه او عقلمنده خلک دي چې د لوی پروردګار(جلت عظمته) د دې سترو نعمتونو په ارزښت باندی پوهیږي.

د ښو او بدو په اړه د امام ابن القیم(رحمه الله) نظر:
امام ابن القیم (رحمه الله) د ښو او بدو چارو تر منځ د توپیر په اړه یو په زړه پوری نظر لري او وایي چې:
انسان د یوې ګناه له کبله ناروا خوند تر لاسه کوي؛ خو وروسته یو دروند درد هم احساسوي؛ نو اۍ ګرانه لوستونکیه! که چیری ګناه دې ته زړه وشي؛ نو د هغې د موقت خوند څخه وروسته په ناوړو پایلو کې یې هم له ځان سره فکر وکړه چې ډېر ژر دګناه خوند له منځه ځي، خو درد یې پاتې کیږي.

له ماسره لږ پدې خبره کې هم یوه شېبه فکر وکړه چې نیکي له بدي سره څومره زیات تفاوتونه لري، عبادت که ستړیا لری؛ نو وروسته یو ډول عجیب خوند او قلبي سکون هم ورسره مل وي؛ نو کله چې درباندی نفس دروند شي او د شیطان په لمسه دې سستۍ ته راوبولي؛ نو خپل نفس ته دې ووایه: که عبادت ستړیا لري؛ نو له خلاصېدو وروسته روحي سکون، د فکر آرامتیا، د ضمیر سپېڅلتیا هم لري؛ او دا هغه ستر نعمتونه دي چې زمونږ د ټولنې ډیر خلک ورته اړتیا لري.

هڅه وکړه تر څو ضمېر دې رابیداره شي، شاید ستا شهواني قوت او ځواني تا بدو کارونو ته راوبولي، خو پام دې وي چې ددې فاني او غولونکي دنیا دا ظاهري ښکلا تا باید د آخرت د ابدي نعمتونو څخه محروم نکړي او پام چې د حق د نیغې لاری څخه دې پښې ونه ښویوي.

راځۍ یوه پوښتنه له تاسې سره شریکه کړو: که دا پرېکړه د شهوت پر ځای عقل ته پرېږو؛ نو څه فکر کوئ چې د یو ځیرکه انسان په توګه سره به زمونږ سالم عقل به زمونږ لپاره کوم یو خوښ کړي؟ که څه هم شهوت له مونږ څخه عجله او بې صبري غواړي، خو زموږ عقل له مونږ څخه د صبر او حکمت غوښتنه کوي. زمونږ عقل د هر کار په پايلو کې مونږ ژور فکر کولو ته رابولي. ضروري ده چې یوه لاره باید د ځان لپاره انتخاب او بله پرېږدو.

د لنډ مهاله خوندونو څخه د ځان ساتلو او د ابدي خوندونو او هوساینې لپاره باید چې یو څه سختۍ او دردونه پر ځان وګالو، د نفس او د عقل په دې روانه جګړه کې باید یو څه له لاسه ورکړو، شهوتپال انسان دنیا ګټي او آخرت له لاسه ورکوي، خو عاقل انسان زحمتونه پر ځان مني او د حق او د باطل په دې روانه سیالۍ کې په ډېره ځیرکتیا سره ځان دنجات ساحل ته رسوي. [1]

انساني عقل د تلې(ترازو) په څیر دی:
عقل د تلې په څېر حیثیت لري؛ نو هر کله چېری د یو انسان عقل سالم وي؛ نو معلومه خبره ده چې په دې تله کې به دتلل کیدونکو اجناسو وزن هم دقیق او ټاکلی وي او که چیری دا تله خرابه وي؛ نو زمونږ پیمانه به هم هیڅکله دقیقه نه وي او نه به مو د راوړل شوي جنس وزن ټاکلی وي. اوس به ستاسې پام یوې بلې مهمې پوښتنې ته راواړوو او هغه دا چې: مونږ څنګه کولی شو پوه شو چې مونږ د سالم عقل څخه برخمن یو؟

د عقل د سلامتیا او روغتیا د پوهېدلو لپاره کولی شو دوه شیان په پام کې ونیسو:
لومړی: په اسلامي سپېڅلي شریعت کې مکلفیتونه په انسانانو کې یواځې عقلمندو خلکو ته متوجه دي؛ نو له همدې کبله کله چې د انسان عقل سالم وي؛ نو معلومه ده چې د داسې انسان پرېکړی به هم سالمې وي او دې ډول انسان ته عاقل انسان ویلی شو.

خو کله چې چیری انسان ددې نعمت څخه محروم وي؛ نو د شریعت پر وړاندی داسې انسان مکلف(مسؤل) نه ـ بلکې غیر مسؤل انسان ګڼل کیږي ــ. په دې اړه أم المؤمنین حضرت عائشه (رضي الله عنها) څخه یو حدیث روایت شویدی چې وایي: پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) داسې فرمايي: ((رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةٍ، عَنِ النّائِمِ حَتّى يَسْتَيْقِظَ وَ عَنِ الصّغِيْرِ حَتّى يَكْبُرَ وَعَنِ الْمَجْنُوْنِ حَتّى يَعْقِلَ أَوْ يَفِيْقَ)). [2].

ترجمه: له درې کسانو څخه قلم پورته شویدی(دا خبره په اصل کې کنایه ده او هدف ترېنه دادې چې دا درې ډوله خلک مسؤل نه شمېرل کیږي، لکه:) یو وېده انسان تر څو بېداره شي او کوچني(ماشوم) تر څو رالوی(احتلام پری راشي او بالغ شي) او لیوني(بې خوده او بې هوشه انسان) تر څو عقلمند(ځیرکه) او یا هم په هوش راشي. شیخ الباني (رحمه الله) ددې حدیث په اړه وايي چې دا صحیح حدیث دی.

دویم: په سالم عقل ناسالم کارونه:
کله داسې حالت هم رامنځ ته کیږي چې یو انسان ښه ځیرکه او هوښیار وي، خو ددې سره بیا هم اخلاقي جرائم لري او په قصدي توګه سره به فاسد کارونه ترسره کوي. د مثال په ډول: یو تن وینو چې ښه ځیرکه، باهوشه او عقلمند انسان دی، خو ددې ټولو سره بیا هم لیدل کیږي چې په قصدي توګه سره به د بې ګناه خلکو وینې تویوي، د هغوي له ژوند سره به لوبې کوي او د نورو ژوند به ورته هیڅ ارزښت نلري، پردې به هم ښه پوهیږي چې د نورو د وینو تویولو په مقابل کې زما د ویني توئیدل هم روا کیږي، له دې پرته دا به هم ورته معلومه وي چې د نورو د حقوقو پایمالول ماته داسې ناروا دي، لکه څرنګه چې نورو ته زما د حقوقو پایمالول ناروا دي.

که چیری یو تن د پوهې ترڅنګ بیا هم د جرائمو ترسره کولو جرأت کوي؛ نو دداسې انسان سزا او جزاهم باید درنده وي، ځکه چې د عقل د لوی نعمت سره بیا هم پرېوتي کارونه ترسره کوي. په دنیا کې به دې ډول انسان ته هماغسې سزا ورکول کیږي په کوم ډول چې ده نورو ته جزا ورکړی وه او سربیره پر دې د آخرت سزا بیا یوه جلا مسئله ده چې دې به ورسره مخامخ کیږي.

غواړو یو بل مثال له تاسې ګرانو لوستونکو سره شریک کړو: که چیری یو تن سپینه ږیره ولري، ولی بیا هم د خپلې سپېنې ږیرې سره زنا او فساد کوي؛ نو معلومه خبره ده چې ددې ډول سپین ږیري سزا او جزا تر نورو هغو کسانو چې لا تر اوسه دژوند دې مرحلې ته نه وي رسیدلي باید ډیره درنده وي او دا له دې کبله چې د نورو عقل لا دومره پوخ نه وي او نه هم دومره حقائق درک کولی شي، لکه څرنګه چې ددې سپین ږیري عقل یې درک کولی شي.

لازمه خو داده چې کله یو سپین ږیرې انسان د خپل عمر دې مهمې مرحلې ته ورسیږي؛ نو ښایي چې دالهي پیرزوینو پر وړاندی تر نورو خلکو زیات د خپل پروردګار شکرګذاري وکړي، لکه څرنګه چې قرآنکریم پدې اړه مونږ ته داسې ارشاد فرمايی:[ قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ] (سورة الأحقاف 15 آیت).

ترجمه:ده وویل: أۍ زما پروردګاره! ما ته الهام وکړه (په زړه کې ددې توفیق راکړه) چې تر څوستا د هغه نعمت(اسلام) چې تا پرما او زما پر والدینو باندی کړیدی شکرګذاري(او قدرداني) وکړم او(بل دا ددې کار توفیق هم را ته په زړه کې واچوه) تر څو داسې نیک عمل ترسره کړم چې ستاد خوښۍ(رضایتمندۍ) سبب ګرځي.

که چیری یو عقلمند انسان په قصدي توګه سره پرته له کومې اشتباه له حقې لاری څخه منحرف او بې لاری شي؛ نو پر دې خبره باندی بایدهم وپوهیږي چې لوی څښتن تعالی د انسانانو د هدایت لپاره نه یوازې خپل وروستې کتاب راستولی دی ــ بلکه ورسره یې په هر عصر کې خپل پیغمبران هم را استولي دي ــ (نو د ده عذر او بهانې نه قبلیږي) او دا ددې لپاره تر څو د دین په اړه د خلکو سره ناپوهي له منځه ولاړه شي او دوي وکولی شي پر الهي قوانینو باندی په مطلوبه توګه سره خپل ژوند عیار کړي او د اسلام درناوی وکړي؛ (نو آیا د الهي پیغمبر او د الله تعالی(جلت عظمته) له لوري د یو مُنزّل کتاب وروسته به هم له چا سره دا عذر پاتې شي چې زه خو پر دین نه پوهیدم)؟

بشري عقل شرعي قوانین نشي ټاکلی:
شرعي قوانین یوازې او یوازې د لوی څښتن تعالی له لوري ټاکل کیږي او مکلف(مسؤل) انسانان یې باید په هماغه ډول ترسره کړي په کوم ډول چې له دوي څخه مطلوب دي. دلته غواړو دې خبرې ته ستاسې پام راواړوو چې: بندګان پر الهي احکامو باندی پر دې مکلف ګڼل شويدي تر څو عمل پری وکړي او د شرعیت پر وړاندی خپلې خوښې ته ندي پرې اېښودل شوي. (داسې نده چې که چیری د یو مسلمان خوښه شي؛ نو الهي واجبات او عبادت به ترسره کوي او که چیری یې خوښه نشي؛ نو هیڅ به یې نه تر سره کوي).

د همدې ناسم فکر د تصحیح کولو لپاره تاسې له ماسره د الله تعالی پدې مبارکه وینا کې فکر وکړئ چې ارشاد فرمايي: [وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ] (سورة القصص 68 آیت).
ترجمه: او ستا پروردګار د هر هغه څه چې اراده وکړي(نو) پیدا کوي یې او دوي ته(په هیڅ څه کې) اختیار نشته.

دا خبره هم زمونږ ګرانو لوستونکو ته باید څرګنده وي چې د عباداتو په ترسره کولو کې چې مونږ ټول یې په ترسره کولو باندی مکلف(مسؤل) ګرځول شوي یو هیڅ څوک د اجتهاد حق نلري. دا چې د اسلام په کومو احکامو کې مونږ د اجتهاد کولو حق لرو او په کومو کې یې نلرو، همدا خبره غواړو د لاندی مثالونو په ورکولو سره تاسې ته ښه څرګنده کړو: په اسلام کې واجبات(فرضي احکام) لکه: لمونځ، حج، زکات او داسې نور یو له هغو فرائضو څخه دي چې هیڅ څوک پکې د یو څه د زیاتولو او یا ورڅخه د یو څه د کمولو حق نلري.

همداراز په معاملاتو کې ټول هغه شرعي مکلفیتونه چې اسلامي شریعت د هغې لپاره مشخص حدود ټاکلي وي(مثلاً هغه یې ناروا ګڼلی وي)؛ نو بیا هیڅ څوک د هغې د روا والي لپاره د اجتهاد حق نلري، تر څو پخپل فکر یو څه پکې کم او یا هم یو څه پکې زیات کړي.

ددې مسئلې د ښه وضاحت لپاره غواړو څو لنډ مثالونه له تاسې سره شریک کړو: د اسلام مبارک دین د ټولو خلکو لپاره یو لړ کارونه حرام ګرځولی دي لکه: سودخوري، قماربازی، تقلب کاري(د دوکې څخه کار اخستل)، پر نورو خلکو باندی ظلم او د هغوي په حق کې استبداد او داسې نور…. ؛ نو پدې ډول کارونو کې د هیچ چا لپاره د اجتهاد حق نشته تر څو ناروا حلال او یا هم حلال څیزونه د نورو لپاره ناروا وګڼي.

همداراز مسلمان باید په خوړو کې هم له احتیاط څخه کار واخلي، سربېره پردې د خوب، سفر، تجارت او دېته ورته نور هغه مهم مسائل دي چې په هغې کې انسان ته اختیار ورکړل شویده ، خو دومره ده چې انسان به له حرامو څخه خپل ځان ژغوري او په خپلو خوړو کې به د عقل پر ځای د شریعت قوانینو ته توجه کوي.

له عمل څخه مخکې د ځان پوهول لازمي دي:
امام القرافي(رحمه الله) په خپله یوه وینا کې [3] داسې وایي چې: یو مکلف(مسؤل) انسان ته دا روا ندي چې مخکې له دې چې د یو کار په اړه د خالق تعالی(جلت عظمته) له حکم څخه ځان خبر کړي لومړی عمل وکړي ــ بلکه لومړی به ځان د یوې مسئلې په اړه د شرعي حکم څخه ځان خبروي او بیا به یې په خپل ژوند کې عملي کوي ـمثلاً: یو مسلمان غواړي تجارت وکړي ؛ نو ښایي چې دا مسلمان تر هر څه دمخه باید ځان پردې باندی وپوهوي چې لوی پروردګار زما لپاره په دې اړه څه ارشادات(لازښودنې) لري.

همداراز که چیری یو څوک غواړي خپل مال نورو ته په اجاره ورکوي؛ نو باید وپوهیږي چې داجارې ورکولو شروط او قواعد څه دي؟ همداراز که څوک یو لړ عبادات لکه: لمونځ یا اودس تر سره کوي؛ نو باید وپوهیږي چې په اسلام کې د لمانځه او اوداسه شرطونه څه دي.

د مسلمان په ژوند کې دا اودېته نور ټول کارونه باید د علم او پوهې پر بنسټ ترسره شي. دلته یوې بلې مهمې خبرې ته ستاسې پام رااړول غواړو او هغه دا چې: که چیری یو څوک علم هم ترلاسه کوي او بیا په خپل دې علم باندی عمل هم ترسره کوي؛ نو دا ډول انسان په حقیقت کې دوه عبادتونه ترسره کوي (یو هم پوهه ترلاسه کول او بل په دین باندی عمل کول)او که چیری یو څوک په ناپوهۍ سره یو عمل ترسره کوي؛ نوباید پوه شي چې دې انسان دوه ګناهونه ترسره کړيدي(یو ناپوهي او بله په خپله ناپوهۍ باندی عمل کول دي) او که چیری یو تن علم لري خو عمل نه ترسره کوي؛ نو دا انسان باید پوه شي چې دې ډول انسان که له یو لوري عبادت ترسره کړی؛ نو له بل لوری یې یوه ګناه هم ترسره کړیده.

اجتهاد کله ترسره کېدلی شي او آیا هر څوک کولی شي اجتهاد ترسره کړي؟
مونږ مخکې هم وویل چې: بشري عقل نشي کولی شرعي قوانین رامنځ ته کړي، خو زمونږ ددې خبری څخه هیڅکله هم مطلب دا ندی چې مسلمان به هیڅکله هم له خپل عقل څخه کار نه اخلي تر څو په دې توګه سره د اجتهاد دروازه د انسانانو پر مخ وتړل شي، بلکه باید ووایو چې د علماؤ له لوري اجتهاد هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله شرعي نص وجود ونلري چې دې ډول مسائلو ته په أصول فقه کې عقلي استدلال ویل کیږي. مثلاً: که چیری مونږ د سودخورۍ تاریخچې ته کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې دا ډول ناوړه دود د اسلام څخه مخکې هم موجودیت درلود او د جاهلیت په زمانه کې به خلکو یو د بل سره سودي معامله کوله؛ نو اسلام په راتګ سره سود او سود ته ورته ټول هغه معاملات چې د سود په څیر صفتونه پکې شتون ولري حرام وګرځول شول.

اجتهاد د هر چا حق ندی، بلکه د اسلام په رڼا کې ویلی شو چې اجتهاد د ځان لپاره یو لړ شروط او ټاکلي ضوابط لري او اجتهاد کوونکی انسان(باید د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) پر احادیثو، عربي ژبې او داسې نورو مهمو امورو باندی ژوره پوهه باید ولري)، ځکه مونږ ټول پردې باندی پوهیږو چې که چیری د اجتهاد اجازه هر چا ته ورکړل شي؛ نو د ځمکې پرمخ به د فساد دروازې پرانستل شي او دا له دې کبله چې: بشري أفهام، عقلونه او نظریات سره خورا تفاوت لري او هر انسان جلا تصور، ځانګړي احساسات او محدود علم لري او ټول خلک پدې مسائلو کې سره یو شان ندي؛ نو له همدې کبله که چیری په دین کې د هر چا خبره ومنل شي؛ نوبیا به هر څوک د خپل شخصي مصلحت په پام کې نیولو سره د شهوت او د شیطاني وسوسو پر بنسټ خپل نظر وړاندی کوي، پداسې حال کې چې لوی پروردګار(جل جلاله) مونږ له دې کار څخه منع کړي یو، لکه چې فرمايی: [أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ] (سورة الجاثية23 آیت).

ترجمه: آیا ته هغه څوک وینې چې خپل(نفسي خواهشات او هیلې یې) خپل خدای ګرځولی وي او دپوهې سره(بیا هم دا بدبخته) لوی پروردګار ګمراه ګرځولی وي اود هغه پر غوږونو او زړه یې مهر لګولی وي او د هغه په سترګو یې پرده راغوړولي وي؛ نو څوک به ده ته(له دې بې لارتیا) ورورسته سمه لاره وښیي.

د پورتنۍ پوښتنې ځواب په لنډه توګه داسی ویلای شو چې: بشري عقل د شرعي قوانینو د ټاکلو حق نلري، ځکه مخکې مو هم وویل چې بشري عقول سره خورا تفاوت لري او هر انسان ځانګړی تصور او محدود علم لري او په دیني امورو کې چې شرعي نص وجود ولري او بیا هم انسان یوازې د خپل عقل او خپلې کمې پوهې پر اساس فیصلی کوي؛ نو دا انسان په حقیقت کې ځان د تباهۍ کندې ته غورځوي.

یو بل لامل چې انسان بې لاریو ته رابولي هغه د علم (د علمي تحقیق او څېړنو) پرته په دیني مسائلو کې خبری کول دي او د الهي احکامو په وړاندی دا جرأت بالآخره انسان دېته اړ باسي چې د خپلو شهواني غوښتنو پراساس پرېکړې وکړي، پداسې حال کې چې لوی پروردګار(جلت عظمته) مونږ له دې کار څخه منع کړي یو.

په پای کې غواړو دا مقاله په همدې وینا سره پای ته ورسوو چې: یو مسؤل انسان باید د خپل هر عمل لپاره چې غواړي ترسره یې کړي؛ نو لومړی باید د الله تعالی حکم په پام کې ونیسي چې آیا زما لپاره دا کار روا دی او که ناروا؟

که چیری د یوې مسئلې په اړه دقیقه پوهه ونلري؛ نو بیا ورته لازم دي چې د خپل ځان د پوهولو لپاره د خپلې سیمې له حقپرسته علماؤ څخه پوښتنه وکړي، پخپله هم څېړنه اوتحقیق پکې وکړي او ځان ښه پوه کړي، لکه چې لوی پروردګار(جلت عمظته) مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي: [ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ] (سورة النحل43 آیت).
ترجمه: نو له پوهانو څخه پوښتنه وکړئ که چیرې تاسې نه پوهیدلی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچینې:
[1]- د فوائد کتاب/ د امام ابن قيم الجوزي لیــکنه/ 210 ص .
[2]- دا حدیث امام النسائي تخریج کړیدی/ کتاب الطلاق/ 6جلد / 156 صفحه
[3]- د الفروق کتاب/ د استاذ القرافي صاحب لیکنه ، 2 جلد/ 14- 15صفحه.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

اصلاح انلاین

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب