یهود او د نړۍ استثمار | د يهودو له پلانونو خبر شئ

د بریالي او کامیابه ژوند لپاره یوازې دا مهمه نه ده چې انسان دې خپلې موخې وپېژني، بلکې د بریالي ژوند لپاره دا هم مهمه ده چې خپل دښمن او مخالف وپېژندل شي.

د انسانانو ژوند ډېرې خواوې یا هم حیثیتونه لري، زه انسان یم، زه مسلمان یم، زه پښتون یم، زه مدیر، ریس، محصل، زده کوونکی یم، نو په دې ټولو برخو کې هم دوستان لرم او هم مخالفین او په دې ټولو کې د انسان او مسلمان حیثیت خورا غوره حیثیت دی.

همدا ډول په دې ارته نړۍ او بېلابېلو مرحلو کې زموږ تر ټولو غوره دوست خدای (ج) دی او تر ټولو ستر او ښکاره دښمن ابلیس دی.

خپل خدای خو تر هرچا ښه پېژنو چې موږ ته تر هر چا نژدې دی، رحمان دی او رحیم دی.

خو موږ ته ضروري داده چې موږ د خپل دښمن په هکله هم مالومات ترلاسه کړو، یانې چې په ټوله مانا یې وپېژنو، دی څوک دی؟ ملګري او دوستان یې څوک دي؟ څه پلانونه او طرحې لري؟ له موږ نه څه غواړي؟ او څه لارښوونې راته کوي؟

په کار ده چې هر مسلمان له ځانه پوښتنه وکړي چې، ایا دی د ابلیس دښمن دی؟ ایا د خپل دښمن د پرځولو لپاره یې څه تدابیر نیولي دي؟

ابلیس الله (ج) ته تر ټولو غوره او د ټولو ملایکو او فرشتو مشر و.

په خلکو کې داسې مفکوره ده چې کله الله (ج) ابلیس ته امر وکړ چې ادم (ع) ته سجده وکړي او ده انکار وکړ، نو دی لعین او ابلیس شو.

نه! مخکې له دې چې الله(ج) ادم پیدا کړي په ابلیس کې تر دې پخوا تکبر پیدا شوی و چې ادم (ع) ته د سجدې پر مهال الله (ج) دا هرڅه په ډاګه کړل.

دا د فرشتو سردار د خپل تکبر له امله ابلیس او لعین وګرځول شو.

د ابلیس لغوي مانا هم مایوسه او ناهيلی ده.

ابلیس ژمنه او قسم کړی دی چې د الله ج بنده ګان به د ځان ملګري کوي او له سمې لارې به یې بې لارې کوي. زموږ رب هم د قیامت تر ورځې چلېنج او وخت ورکړی دی.

د انسانیت تاریخ په دې باندې ګواه دی چې زموږ دښمن ډېر ستر زیان کړی دی. خو زموږ لپاره ښه خبر دادی چې، زموږ دا دښمن مادي ( فزیکي) دنیا کې هېڅ کار نه شي درلودای. دی نه یوه میاشه پیدا کولای او نه یې وژلی شي. ژوند او مرګ، روغتیا او ناروغي، خوشالي او غم، باد او باران هېڅ هم د ده په لاس کې نه دي. څه چې دی کولای شي هغه دا دی چې زموږ په زړونو کې شک او وسوسه اچوي او زموږ د فطرت منفي عوامل زموږ په خلاف کاروي. یانې د دنیا تمه، اولاد، شتمني، قدرت، ځواک، جنسي تقاضا او داسې نور فطری عوامل په منفي خوا بېول غواړي.

د ابليس موخه او هدف زموږ عقل او شعور دی چې غواړي تر خپل تاثیر لاندې یې راولي، هغه زموږ فکر او هوښ په خپل کنټرول کې راوستل غواړي چې له موږ نه (ربوټ) یا ماشیني انسانان جوړ کړي. دی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د وسوسې تر څنګ له وېرې هم ګټه اخلي، له لوږې، ناروغۍ، بوډا والي او مرګ نه مو وېروي.

دا چې ابلیس د دنیا په وسایلو باندې واک او اختیار نه شي درلودای، نو د دغو وسیلو د کنټرول او استمعال لپاره یې په موږ انسانانو کې هغه د غوره فکر خاوندان خپل ملګري او خدمتګاران کړي دي، یانې یهودیان او صهیونستان.

د ابلیس تر ټولو لومړی او غوره بریالیتوب د یوه ورور له خوا د بل ورور ژونه ده. یانې د هابېل او قابېل جګړه او هغه چې ابلیس تباه کوي او سخت پرې خواشینی کېږي هغه د انسانانو تر منځ ورورګلوي او دوستي ده.

د هابېل او قابېل تر جګړې وروسته زموږ دغه دښمن چې کوم کار پیل کړی و، هغه په یو ډېر منظم شکل باندې دا دی اوس زموږ مخکې ته راغئ (د یهودو صهونېستانو پروتوکولونه) چې ستاسو په لاسونو کی دی.

یهودیان د خپل اوږد مهاله پلانونو او مالي سرچینو یا اقتصادي پلانونو له لارې غواړي چې نړۍ استثمار کړي او د نړۍ د قدرت واګي د دوی لاس ته راشي.

د انسانانو تر منځ راکړه وکړه به پخوا د توکو او جنسونو په تبادلې کېدله، ابلیس د دې راکړې ورکړې لپاره سره او سپین زر دود کړل. بیا یې دغه سره او سپین په کاغذي روپیو واړول خو اوس مهال یې ټوله راکړه، وکړه په الکترونیکي ماشینونو بدله کړې ده ( کرېډېټ کارټ) چې زموږ د ژوند یا هم زموږ د مالي حسابونه ټول کنټرول د ابلیس د ملګرو په لاسونو کې دی.

دوی دا نظام په تېره سلیزه کې د انګلستان بانګ او بیا د امریکايي بانکونو په جوړولو سره پیل کړ. همدا ډول دوی د مالي سرچینو لپاره هم سېستمونه جوړل کړل لکه، نړیوال بانګ ( IMF) نړیوال تجارتي شبکه (WTO) د اسهامو مارکېټونه یا د استعمار د تبادلې بازارونه.

د دې تر څنګ ابلیس د خپلو پلانونو د پرمختګ لپاره، د هېوادونو په منځ کې له جنګ جګړو نه هم ګټه اخلي. موږ نن په دې باندې پوره باور لرو چې لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه او د ۲۰۱۱ د سپتمبر پېښه هم د یهودیانو له خوا پلان شوې وه.

دوی د ملتونو او هېوادونو ترمنځ جګړې جوړوي، لکه عراق او ایران، د کوریا ګانو تر منځ جګړه، د ویتنام جګړه او داسې نورې.

د جنګ جګړو په جریان کې د نړیوالو قوانینو او نړیوالو موسسو په رامنځته کولو سره د ښکېلو هېوادونو ټولې، اقتصادي او سیاسي چارې په خپل لاس کې اخلي او هېوادونه په دا ډول تر خپل استثمار لاندې راولي.

د دې تر څنګ دوی د نړۍ مبطوعاتو باندې هم پوره کنټرول لري، چې ستره بېلګه یې د هالیووډ کپمنۍ ده چې د ابلیس ډېر پلانونه د فلمونو له لارې د خلکو کورونو ته رسوي ( ‌(Body Snatchers/ in time/ Bourne Legacy

په مخکېنو پېړیو کې ابلیس په ډېرې ارامۍ او حوصلې خپلې چارې مخکې بېولې خو دا چې نن سبا د قیامت ډېرې نښې نښانې ښکاره شوې دي او ابلیس هم پوه دی چې دده وروستۍ سلګۍ دي، نو له ډېرې بيړې نه کار اخلي او د پستۍ او لعینۍ وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

درنو لوستونکو! موږ مسلمانانو باندې د یوه امت په توګه لازمه ده چې د خپل ښکاره دښمن له پلانونو، چارو، وسایلو او ملګرونه خبر اوسو او ویې پېژنو.

زموږ خوږ پیغمبر (ص) موږ ته په ډاګه ویلي دي چې د دوی دوستان به هېڅ کله زموږ دوستان او ملګري نه شي.

زموږ پیغمبر موږ ته دا هم ویلي دي چې مسلمان باید د خپلې زمانې علم، پوهه درک او عقل ولري چې خپله شاخوا په سمه توګه وپېژني.

د یهودیانو دغه پلانونه په (۱۸۷۶) کلونو په شاوخوا کې جوړ شوي دي، خو دوی هڅه کوله چې دغه پلان له هر چا پټ وساتي خو د ځینو لاملونو له امله دا پلان څو ځله په روسي، انګریزي، اردو، فارسي او نورو ژبو نشر شوی او خپور شوی دی خو د یهویانو او د دوی د ملګرو او دوستانو له خوا ډېر ژر بېرته راټول شوی دی.

په تېرو پینځه لسو کلونو کې چې مطبوعاتو پرمختګ وکړ، دا پلان په ډېرو ژبو لیکل شوی او خپور شوی دی.

د خوښۍ او خوشالۍ ځای خو دا دی چې دغه د ابلیس پلانونه یا پروتوکولونه، پښتو ژبې ته هم وژباړل شول. زه یقین لرم چې دغه پښتون ولس به د تل لپاره د لعین ابلیس دښمن پاتې کېږي او د رټلو هڅه او کوښښ به یې کوي.

یهود او د نړۍ استثمار

په اوسنۍ نړۍ کې شاوخوا ۱۳ میليونه یهودیان ژوند کوي او دغه ۱۳ میلیونه یهودیان په نژدې ۱۰۲ هېوادونو کې خواره شوي دي او د نړۍ د استثمار لپاره هلې ځلې کوي.

د ۲۰۱۲ کال د ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې ۷ میلیارده او ۴۶ میلیونه وګړي ژوند کوي او یهود ۱۳میليونه وګړي دي خو نن سبا د نړۍ په دې ستر نفوس باندې فقد ۱۳ میلیونه وګړي بادشاهي کوي.

د نړۍ اقتصاد، سیاست، تجارت او صنعت له دوی سره دی، د همدې لاملونو له لارې هېوادونه د ځان تابع کوي.

ابلیس له ډېرې پخوا زمانې نه زموږ د هېواد افغانستان د استثمار لپاره هڅې کړې دي، چې ډېر ځله دوی په خپلو موخو کې بریالي شوي دي خو موږ افغانان ترې نا خبره یو . زموږ هېواد د دوی د پلانونو او ازمېيښتونو د عملي کولو لپاره تر ټولې نړۍ امن او مناسب ځای دی.

جنګ جګړې، اقتصادي کمزورتیا، ضعیفه سیاست، ناپوهي، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تعصبات هغه څه دي چې یهود یې غواړي او د همدوی په لارښوونه دا هرڅه ترسره شوي دي څو چې اوبه خړې کړي او کبان په کې ونیسي.

دوی د نړیوالو موسسو، نړیوالو بانګونو، نړیوالو پولیسو، نړیوالو قوانینو په نامه ډېرې ادارې او قوانین جوړ کړي څو چې د نړۍ اقتصاد او سیاست دوی اداره کړي.

د دغه نامريي ځواک مخه نیول په کار ده، دا زموږ انساني، افغاني او اسلامي دنده ده.

د دوی مخه نیول په تورې او ټوپک نه کېږي، ځکه چې دا مهال د جنګ او جګړې وسایل بدل شوي دي، له دوی سره مقابله علم او پوهه غواړي، نه ټوپک او توره.

موږ ته اړینه ده چې د خپلو اولادونو علم او پوهه له هرې ممکنې لارې پیاوړې کړو، څو هم ښکاره او هم پټ دښمن وپېژني او خپل مظلوم او مېړنی ولس د شیطان له لومو وژغورو.

که دا کتاب مو لوسته بیابه درته روښانه شي چې زموږ هېواد د نړیوالو یا هم یهودیانو او ددوی د لارویو ستر مرکز جوړ شوی دی. زموږ هېواد د نړیوالې ټولنې د ازمېيښتونو مرکز جوړ شوی دی او د ټولې دنیا جاسوسان او شیطان صفته انسان د خپلو موخو د عملي کولو لپاره دلته د مرستې او همکارۍ په پلمه راغلي او خپل فعالیتونه په داسې وخت کې کوي چې، موږ افغانان یې په ډالرو او موقتی پوستونو بوخت کړي یو، په قومي، ژبنی، سیاسي، حزبي او داسې نورو وړو مسایلو یې اخته کړی یو، څو چې مهمې او حیاتي مسایل رانه پاتې شي.

دوی موږ ته د پسونو رمه او ځان ته لیوان وايي. خو زه وایم چې که دوی د افغانانو مېړانه ولیده نو بیا به ځان ورته پسونه او افغانان ورته زمري ښکاري.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب