ګیرارډ -عربي څخه لاتین ته ژباړه

د ايټاليا ګيرارډ د لويديځوالو لاتينيانو له پاره هغه كارونه كړي دي كوم چي حنين ابن اسحاق د ختيځوالو عربو له پاره كړي و، ده له عربي ژبي نه لاتيني هغي ته د فلسفي ،طب او طبيعي علومو ګڼ شمير كتابونه وژباړل. ګيرارډ په كال 1114م كي د ايټاليا په كريمونا سيمه كي زيږيدلي و، دی په عربي ژبه ښه پوهيدی د بطليموس په كتاب المجسطي (عربي) پسي د اندلس طليطليي ښار ته راغی،  ده په كال 1175 م كي دا كتاب لاتيني ژبي ته وزباړه، دی د عربي كتابونو په ژباړلو كې وتلې څيره وګرځيدی،  يوه يهودي او يوه عيسايي عالم په دې كار كې له ده سره مرسته كوله،  ده په لومړي ځل د لويديځ له پاره د يوناني او عربي علومو دروازې پرانستلې،  له ده وروسته نور ډېر خلك بيدا شول چې په دې لاره كې يې د ده په پله پل كيښود، د ډاكټر ميكس ميرهاف په وينا دی په اروپايي نړۍ كې د عربيت مؤسس و.

د طب په علم كې يې د بقراط او جالينوس كتابونه ، د حنين تقريبا ټولي ژباړي، د الكندي ټول كتابونه ، د ابوعلي سينا ستر كتاب القا نون او د ابوالقاسم الزهراوي كتاب جراحت وژباړل. په طبيعياتو كې يې د ارسطو ډېر كتابونه له عربي نه وژباړل په هغو كې د حجرياتو هغه رساله هم ده چې خلك يې ارسطو ته منسوبوي، له دې پرته يې د علم په دې برخه كې د الكندي ، الفارابي ، اسحاق ،ثابت او نورو كتابونه لاتيني ژبي ته وژباړل.

ګيرارډ په كال 1187م كې ناروغه شو،  دی په دې ګومان شو چي اوس يې نو اجل رانږدې شوی دی او كه دی ومري نو د عربي دا غوره كتابونو به لويديځوالو ژبو ته څوك ژباړي،  دې احساس دی وكړاوه او را ويې پاراوه، او په ده كې د كار نوی ځواك پيداشو له ناروغي سره سره ګیرارډ د دې نورو كتابونو ژباړه پيل كړه هغه چې ده له ځانه سره ايښي وو، ويل كيږي له مرګ مخكي یې يواځي د يوې مياشتي په موده كې اتيا كتابونه وژباړل!.

دا کیسه مي د ژباړي د اهمیت له پاره راواخيستله،  په ساینسي، ټولنیز او آن دیني لحاظ زموږ په څیر ولسونه د نورو ولسونو کتابونو راژباړلو ته زیاته اړتیا لرو، په دې اړه خورا زیات کار ته اړتیا ده او حقيقت دادی چې كار له جذبې سره تړاو لري كه په يو چا كې د كوم كار له پاره د جذبې اور ژبغړانده شي نو دا كس دا كار خامخا كولی شي، كه څه هم هغه د مرګ په بستره پروت وي او ظاهري حالت يي بيخي د دې كار د ترسره كولو اجازه نه وركوي، لکه د ګیرارډ کیسه یې ژوندۍ بیلګه ده.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب