ګيلاس را نه مات شو! يا د تاريخ سبق
کله سړی يوه نيمه داسې خبره واوري چې کلونه پرې واوړي بيا هم په مغزو کې هماغسې تازه پاتې وي. ښايسته ډېر عمر کېږي چې يو پرنګي دوست سره مې د پښتو پر اصطلاحاتو خبرې کولې او هغه را ته په خندا وويل : ” پښتانه هم عجب بېګناه خلک دي! “ کله مې چې ددې ناڅاپي خبرې په هکله ترې تفصيلات وغوښتل نو راته ويې ويل چې پښتانه وايي ” ګيلاس رانه مات شو“ او ډېر کم څوک به ووايي چې ” ګيلاس مې مات کړ“ مانا دا چې يو روغ ګيلاس و ، يو زه وم اوس ګيلاس مات دی خو په دې کې زما څه قصور نه شته دا د ګيلاس ګناه ده چې ځان يې راباندې مات کړ!
زما ملګري خو ټوکه کوله خو خبره يې زما د زړه پر تخته ليک شوه او بې شماره کلونه وشول چې زه ددې خبرې ريښتيا والی د عمل په ډګر کې ازمېيم.
لرې به نه ځو ، د خپل هېواد دا پينځه ويشت کلن ناورين به وګورو. له هر چا نه چې د هر څه په هکله پوښتنه وکړې بس همدا يوه خبره به واورې چې ”را باندې تحميل شو“ داسې هيڅوک پيدا نه شو چې په خپل مسوليت اعتراف و کړي او له تېرو تجربو څخه د راتلونکي د پاره درس واخلي.
د بن په تړون کې د پښتنو برخه خواره وه، هر چا پر دغه بېعدالتۍ ګواهي ويله خو چاره نه وه. کله چې د نورو له خيره په هېواد کې د بدلون باد راولګېد بيا هم په زرګونو پښتنې کورنۍ و ځپل شوې، و رټل شوې، سپکاوی ورته وشو او له کوره بې کوره شوې او لا تراوسه د پښتنو ماشومان تر بمونو لاندې مري. خو بيا هم مونږ سره په يوه خوله يو او له پرديو څخه ګيلې کوو چې مونږ ته د ناسکه په سترګه ګوري. ددې زړې مشوړې له راسپړلو څخه زما موخه دا نه ده چې پړ او وړ معلوم کړم. د تاريخ په کچه به دا کار تاريخ پوهانو ته پاتې وي او که خدای توفيق راکړ زمونږ په ژوند به پرې چرې کومه نړيواله محکمه هم غور وکړي نو له تېرو به تېر شو او د سبا په لور به نظر واچوو.
ښه وو که بد وو، پر حقه وو که په ناحقه وروستی ځل چې ګيلاس را نه مات شو نو له دريو لسيزو وروسته زمونږ په هېواد کې هم يو ځل بيا د ديموکراسۍ نوغی په راټوکېدو شو او بله ورځ به افغانان هم د رايو له لارې د خپل برخليک په اړه فيصله کوي. که څه هم د دې خطر شته چې په انتخاباتو کې به اخوا دېخوا درغلۍ وشي خو بيا به هم په ټوليز شکل د ډېرو ډېر وي او د لږو به لږ.
د جګړې شرايط داسې وو چې نن، که څه هم احصاييه نه شته، په زغرده ويلای شو چې ښځې په افغانستان کې تر نيمايي ډېرې دي. له څو اونيو را په دې خوا چې د انتخاباتو د پاره د نوم ليکلو بهير شورو شوی داسې ښکاري چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ښځو ونډه چندان غوښنه نه وي او کتونکي وايي چې په پښتني سيمو کې به دغه ونډه د نشت سره برابره وي. ددې وضعې د علتونو په هکله ويل کېږي چې پښتني دودونه ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له کوره بهر ووځي. دلته نو سړي ته شک پيدا کېږي چې دا دنيا کله داسې په بل مخ واوښته؟ د پښتنو په څو زره کلن تاريخ کې وږي چا ټولول؟ منګي چا چلول؟ څاروي چا سمبالول؟ بيا د روسانو د يرغل په وخت ، د ملي خپلواکۍ د پاره د ملي جهاد په وخت څومره پښتنې مېرمنې په غرونو واوښتې راواوښتې؟ څومره پښتنې د بمونو او ماينونو خوراک شوې؟ څومره پښتنې پس له هغه چې کونډې، بورې ، ورارې شوې په پردي ټاټوبي کې دروېزې ته اړې شوې؟ څومره درنو پاک لمنو پښتنو مېرمنو ته په سپکه سترګه وکتل شول؟
که سړی له حقه تېر نه شي د خپلواکۍ او د عزت په لار کې که زمونږ خويندو له خپلو وروڼو څخه ډېره قرباني نه وي ورکړې نو لږه خو يې هم نه ده ورکړې.
هغه وخت هم پښتو همدغه پښتو وه او پښتانه همدغه پښتانه وو. اوس نو څه شوي چې پښتنې مېرمنې د خپل هېواد د برخليک په ټاکلو کې برخه نه شي اخسيتای؟
زما په ګومان يو وار بيا هم ګيلاس را نه ماتېږي او مونږ ورته رډ رډ ګورو. په ديموکراسۍ کې يو تن يوه رايه لري او د هرچا چې رايې ډېرې شوې د هېواد د چارو په سمبالولو کې به يې ونډه هم ډېره وي او که د وګړو يوه ډله خپل له نيمايي زيات غړي له رايې ورکولو څخه منع کړي نو په حقيقت کې د نورو پښه په لوی لاس په خپل ستوني باندې ږدي. دا به ومنو چې د عامو پښتنو سياسي شعور لا دومره وده نه ده کړې چې د سياسي شرايطو په هکله سم فکر وکړای شي او راتلونکي خطرونه له وړاندې درک کړي خو په پښتنو کې لوستي او په څه پوه خلک هم د نورو په پرتله لږ نه دي او د ښاري کېدلو بهير هم دومره ګړندی نه دی چې دغه کسان دې نور له کلو او بانډو څخه بېخي پرې شوي وي. د تاريخ په دغه حساسه مرحله کې که روڼ اندي پښتانه دا څو مياشتې د دې د پاره مسلې لنګ نه کړي چې خپلو خويندو ته د رايې ورکولو حق و ګټي نو که دا وار ګيلاس مات شو تاريخ به يې مسوليت پر ګيلاس وانه چوي.
مونږ د ملالۍ او د ناهيد وياړ ژوندی ساتلی او په حقه مو ژوندې ساتلی خو که په انتخاباتو کې مو خپل دريځ و نه شو ساتلای نو بيا به مو لکه د کرمي ، چې د نجونو منګي يې په کاڼو ويشتل، رابيا او د هغې خويندې په وچ ډاګ يواځې پرې ايښې وي.