ګل پاچا الفت | ژوند ، خاطرې او کیسې

هسي خو هم د الفت صاحب دشخصیت یو اړخ د شوخ مزاجۍ، حاضرجوابۍ اوطنازۍ، ابتکار اواستدلال توکي هم جوړوي. د حاضرځوابي یوه کیسه يي مرحوم بینوا صاحب په خپل اثر اوسني لیکوال چې د شاعرانو یوه تذکره ده داسې لیکي: (ښاغلی الفت په اجتماعي ژوند کې یو مخی، خوشخلقه، متین اوپه عین حال کې د ورین تندي خاوند سړی دی. مجلس يي خوږ دی او خبرې يي مزاحیه روح هم لري چې ځینې ټوکې يې د خلکو به خولو کې جاري دي. او ځینې له نشر سوي هم دي، مثلآ یوه ورځ الفت د دوو ملګرو په منځ کې تلي، له لیرې دوو خرو خپل په منځ  کې د یوه او بل څټ ګراوه او لوبې يې سره کولي، یوه ملګري په ټوکو وویل:

وګوره! دخرو په منځ کې هم الفت شته!
الفت فورأ ځواب ورکړ:
هو لکه زه چې په تاسو کې یم!!

او یا د ده یوه بله همداسې مشهوره ټوکه چې استاد لعل پاچا ازمون په خپل اثر د حج یون لیک کې لیکلي او خوندې کړي ده، ازمون صاحب کاږي:

یوه ورځ استاد الفت، کاکړ صاحب او ساپي صاحب سره ملګري ول او غوښتل يی د هوټل لوړ پوړ یامنزل ته د (لفت) له لارې وخیژي، خو دوئ زیات وخت ورته انتظار وکړ. لفت ناوخته شو. نو کاکړ صاحب په ټوکه الفت ته وویل:

که ستا له نومه الف لیرې شي نو بس همدا لفت به درنه جوړ شي.

الفت صاحب دلته هم فورأ ځواب ورکړ او ورته یی وویل:
همدا الف زموږ ټولو پرده کړې که له کاکړ څخه الف وباسي نو څه به جوړ شي. او که له ساپی څخه الف وباسي نو څه شی به ترې جوړ شي.

په هرحال الفت صاحب په عین حال کې چې پوخ شاعر، لیکوال، سیاستوال او دیني عالم تیر شوی، دی ترډیره دخپلو افکارو او اندونو د بیانولو له پاره د مطبوعاتو او قلم د ژبې له لارې هڅه کړي چې خپل ولس ته دبیدارۍ او ویښیدو پیغام ورسوي.

هغه د یوه ریالست لیکوال توګه تر ډیره چې څه لیدلي دي بیان کړي يي دی. کله ناکله چې پوهیدلی ډیر دحقیقت ویناووې دنظام اوپه ټولنه کې دناسم اونامنلي دود او دستور په مزاج سمې نه لګیږي نو هغه يي خبرې يي بیا په طنز،ټوکه،کنایه،خندا اوکله کله په ژړا کې کړي دی.دلته يي لومړی په نوی سبک او نوی ادب کې یو خپور شوی مضمون وړاندې کوم

آمر او مامور: 

زه به په تریو وجولي خبرې کوم
ته به لکه مجرم کوږ اورمیږ ولاړ یی بلي صاحب به وايي:
زه به په هر کار کې کار لرم.
ته به زما په کار کې دفکرکولو حق هم نه لري
زه به هیڅ نه کوم،ته به زما په امر هرڅه کوي.
خدمت به ته کوي نام نیکي به زما وي
کار به زه ورانوم ملامت به ته يي
منډې به ته وهې ستومانه به زه یم
څومره چې له مرګه ویریږي  له مانه به هم ډاریږي
په څومره اندازه چې له ژوند سره علاقه لري،له ما سره به يي هم لري

یوازې محبت مې نه دی په کار زما له خوفه باید زړونه و رپیږي. یوازې ډار مې هم نه دی خوښ، زما مینه هم په زړه کې ساته. زما په حضور کښې یږي عجز ونیازه هیڅ خدمت نه قبلیږي. که عاجزي اود غلامۍ خوۍ درسره و. هر زار خیانتونه معافیږي، پام کوه! چې په خپل خدمت او لیاقت مغرور نه شي. هرکله چې راځي لکه هرڅومره مهم کارونه دي هم کړي و،لکه ګناګار سر ټیټی راځه !

دلیافت دعوه مه کوه! خپل خدمتونه مه یادوه! په قانون استناد مه کوه!ماته ځان وسپاره،زما په خوشالۍ کې هرڅه لټوه! ستا ترقي زما په اطاعت پورې تړلي ده.ستا ترفیع په همدغسي تواضع کښې پټه ده،ته خپل ځان اوخپل حد وپیژنه.ښه فکر وکړه چې ته څوک يي او زه څوک یم.

موږ داستاد الفت په پورتني لیکنه کې وینو چې په دولتي اداره کې دعدالت نشتون ته اشاره شوي،هالته هم لکه دځنګل دقانون په څیرزورور،دلوړمقام خاوند دهرناروا کار په کولو سره ځانته دبقا لاره لټوي،دنورو دخولو په تویولو کې دځان له پاره دهوسایی خوبونه ویني،هالته هم له خپل ماتحت یا تر امر لاندې کس څخه دیوه غلام په توګه کار اخیستل کیږي،هغه ته په ښکاره ټکو سره ویل کیږي چې که هرڅومره له مرګه څخه ویریږي،همدومره له ما هم وډار شه،څومره چې له خپل ژوند سره مینه لري همدمره باید له ما سره هم علاقه ولري.اوپه عین حال تل به لکه دیوه مجرم اوګناه ګار په توګه کوږ سر ولاړ یی. استاد الفت په حقیقت کې ددولت دننه چې حالت موږ ته تصویروي،او دا راته په ګوته کوي،چې هغه بنسټ او اداره چې دوګړو له پاره دخدمتونو دوړاندې کولو،ددوۍ ترمنځ دنیاو اوعدالت دټینګولو مسولیت په غاړه لري پخپله په داسې حال کې ده،نو خلکوته به څه وکولای شي. استاد په پورتنۍ لیکنه کې هڅه کړي څولوستونکی ته هم یوه انګیزه په لاس ورکړي. چې هرڅه ته په رڼو سترګو وګوره.

دلته یوه بله بیلګه هم غواړم وړاندې کړم چې دی بیا هم داشارې په ډول وايي په کومه ټولنه کې چې پوهه او فراست وجود ونه لیری هالته به سره زر هم دخاورو په تول تلل کیږي، اوهالته چې دعلم څراغ بل نه وي عمومي شعور به ړوند وي.اوکار به هم اهل کار ته نه وي سپارل شوی.که څه هم دی دبیلګې په ډول دحافظ به یوه شعر باندې استناد کوي.اوداسې په ګوته کوي چې دناپوهي له مخې تازې،چټګ اواصیل اس باندې يي دخره ځل(کته) ایښي ده اوخره په غاړه کې زرین طوق تړلی،او زین یی ورباندې ایښي.دا هم له دې کبله چې په ټولنه کې شعور ړوند دی،دلته داالفت صاحب پیغام عام هم دی،دانساني ټولنې کړه وړه راته په ګوته کوي اودا راښيي نه له پوهي اونه هم  له عقل څخه چې دالله تعالی له لوري انسانانو ته دیوې عالي ‌‌ډالۍ په توګه ورکوله شوي ده کار نه اخلي ،اوپه ړندو سترګو هغه څه کوي چې دکولو نه وي،او داسي کړو وړو ته بیا بی تمیزي ویله کیږي لکه چې کاږي

……….

۱- بې تمیزې.

ډیر ښه آس و، خودبې تمیزو په لاس کې و.څوک يي په قدرپوه نه شوو. باوغان پرې موړه کیښوده دیابو کار يي ترې واخیست، هغه خبر نه و،چې دغسي آس دپادشاهانو په کمند کې هم نشته اوقیمت يي ډیر زیات وي. چیرته چې علم اوفراست نه وي خلق دآس اویابو فرق نه شي کولاي،هلته عربی آسونه له موړو لاندې زخمیان شي، اودخرو په غاړه دزرو کټوري وي. په دغسي وخت کې چې عمومي شعور ړوند وي اوڅه نه ویني،حافظ دخلکو دبې تمیزۍ اعلان کوي:

اسپ تازي شده مجروح بزیر پالان
طوق زرین همه درګردن خر میبینم

رښتیا هم کله چې په ټولنه کې شعور ړوند وي نو هالته به بیا چارې همداسې په پرمخ بیولي کیږي، انسانان به دخپلې هوسایني په مقصد هم پام وړ کار نه شی کولای،دښه اوبد،دتور اوسپین، تمیز به موجود نه وي، له اس څخه دکار اخیستو او له خره څخه دکار اخیستو طریقه به هم معلومه نه وي،

******

۲- دمزار لوحه:

کور په کور ګرځیدمه، دخدای په نامه مې څه غوښتل،چابه یو موټی ناپاکه غله راکړه،چابه سوې ډوډۍ راکوله،ډیرو کورونوبه ځواب راکاوه،ځینو به په دروازه کې هم نه پریښودم،ډیرې ورځې دډیرو خلکو له درګاه نه وږی او بینوا راغلم. هیچا هیڅ رانکړه، له ټولو خلقو نه مې زړه بد شو. دنیا ته مې په کرکه وکتل خدای ته مې رجوع وکړه او دغې کوټنۍ کې پریوتم هغه چې زه به یی  چا په دروازه کې نه پریښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي له مانه څه غواړي، زه له دوۍ سره خبرې نه کوم، ددوئ نذرونه نه اخلم،مګر دوئ زما کوټنۍ ته هرڅه راوړي.اودخدای په نامه غریبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي.

په دې لیکنه کې هم وینو چې الفت صاحب ددې په اشارې سره په ډاګه کوي چې خلک ترکومه بریده په ناوړه افکارو او دودونو کې غرق دی. دوې ددنیا په لومو بند دی، اوهغه چې ددنیا په لومو بند وي دی ورته دطنز اوریخشند په نظر ګوري. داخلک را ویښوي او ورته وایی:چې دنیایی کارونو ته دومره اهمت مه ورکوئ،جاه ،جلال،اولوړوالی ددې دنیا اهمیت نه لري.اوپه دې باندې زړه تکیه کول دنادانو خلکو کار دی،او دی دا هم ورته په ګوته کوي چې په ظاهره دچا هم مه غولویږئ،دخدای په نوم له چا سره مرسته وکړۍ. دلته هم وینو چې دطنز له مالګې څخه په استفادې سره مطلب نمکی شوی.

۳- د زیارت ډیوې:

دجمعي شپه وه،خلق راتله په زیارت کې يي شمعې بلولې.ځینو تیل راوړل اوپه خاورینو ډیوو کښې يي لګول،به زیارت کښې  ډیرې ډیوې ولګیدې. هلنه هیڅوک پاته نه شوو،ډیوې ټولې زیارت ته بلیدلې، زه هم کلی ته لاړم. هلته دغریبانو په کوروکښي ډیره تیاره وه. هغوو خورانو تیل نه درلوده ځکه په تورتم کې ناست وو.هغه چې په ثواب پسي ګرځیدل ټول زیارت ته روان وو. دعاجزانو له حاله نه وو خبر. هو! دغریبانو په کورو کښي تیاره وه،ځکه چا څه نه لیدل، ددوئ ډیوې هیچا نه لګولي په دوئ باندې یواځي دپاک خدای نظر و او بس،
د دوئ ډیوې دې خدای ولګوي. موږ د زیارت ډیوې لګوو.

په دې لیکنه کې هم الفت صاحب هم په کنایه ژبه خپل پیغام رسوي اوهغوئ ته وايي: چې دزیارتونوپه روښانه کیدو کې دثواب موندل ناشوني دي.دهغوو کورونه روښانه کړۍ کوم چې په کورونو دډیوو له پاره تیل نه لری. اوخپل زړونه روښانه کړۍ اوپه پای کې دی له خدایه غواړي چې دهغوئ کورونه روښانه کړي. او دلته به خلک دزیارتونو ډیوې بلوي.چې دا په خپله په داسې خلکو باندې ریشخند او ملنډې وهل دی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب