ګرم بازار (لنډه کیسه)
ما له یوې سیمه ییزې او کلیوالې راډیو سره دنده لرله او په دغې راډیو کې مې د «ولس خبرې» خپرونه پرمخ وړله.
د دې راډیو اورېدونکي ډېر وو. کلیوالو او د ولسوالۍ د بازار ټولو هټیوالو به دا راډیو ډېره په مینه اورېده. په کلي او بازار کې امن و او هیڅ کومه ستونزه نه وه. کله به چې ما خپرونه چمتو کوله؛ نو لومړی به مې یوه موضوع ټاکله او بیا به مې په هغې موضوع یا له کلیوالو سره او یا د ولسوالۍ د بازار له هټیوالو سره خبرې کولې. ډېرې خپرونې مې جوړې او د راډیو له لارې خپرېدې. بېلابېلې موضوعګانې یې لرلې لکه: د هېواد خدمت، مینه، سوره، ولور او داسې نور… ژوند ډېر ښه تېرېده. هر سړی په خپل کار پورې بوخت وه او زه هم له خپل کاره ډېر خوښ وم. ما له دې مسلک سره ډېره مینه وه. که څه هم زه لا له ښوونځي نه وم فارغ شوی؛ خو بیا هم ما د ژورنالېزم او رسنیو اړوند ډېر څه زده کړي وو. تر شپږو میاشتو پورې مې له دې راډيو سره همدغه خپرونه وچلوله او د کانکور د ازموینې له لارې خپل د خوښې څانګې (ژورنالېزم) پوهنځي ته بریالی شوم. څلور کاله لکه څلور ثانيې تېر شول او له پوهنتون څخه هم فارغ شوم.
په ولایت یا کابل کې دنده ترلاسه کول هم دومره اسان او د منډې مخې کار نه دی؛ نو د څو شپو ورځو تېرولو لپاره کلي ته راغلم. په کلي کې حالات بدل وو. د کلي په هر کونج او ګوټ کې د وېرې او وحشت کیسې وې، کلیوالو د قتل، وژنو، تېښتې او نورې وېروونکې کیسې کولې.
ډېر خلک اوزګار وو او کار یې نه درلود. له څو شپو تېرولو وروسته مې زړه تنګ شو، ځکه چې زه بېخي اوزګار وم او کوم کار مې نه درلود، چې زه په کې بوخت وای؛ نو ترو هغې مخکینۍ سیمه ییزې راډیو ته لاړم. هلته هم هغه مخکینی حالت نه و او راډیو لکه، چې نوې جوړه شوې وي، ازمایښتي خپرونې لرلې. د راډیو د نشراتو مدیر سره کېناستم او د شته حالت په اړه مې ترې وپوښتل، هغه په ډېرې حیرانتیا جواب راکړ: وروره! دلته رسنۍ څوک نه پېژني. دلته اوس یو-یو خبریال او ژورنالېست په نښه کېږي او وژني یې؛ نو مونږ څه وکړو؟ مجبور یو، چې یا ازمایښتي خپرونې خپرې کړو او یا هم راډیو بنده وساتو.
ما د نشراتو مدیر ته ډاډ ورکړ او ورته ومې ویل: ترڅو چې زه بله دنده پیدا کوم، تر هغې پورې به زه بېرته خپله پخوانۍ خپرونه په مخ وړم. د خپرونې لپاره د ثبت آله مې راواخیسته او د ولسوالۍ بازار ته ولاړم، چرته چې ما مخکینۍ خپرونې هم چمتو کولې.
دا ځل مې د خپرونې موضوع ګرم بازار وټاکله، ترڅو وګورم چې په بازار کې هغه د چا خبره د څه شي سېزن دی؟ کله چې بازار ته دننه شوم؛ نو لیدل مې چې هر هټیوال خپلې هټۍ دننه په چوکۍ ناست سر یې په دواړو لاسو نیولی. بازار کې هیڅ ګاک (مشتریان) نه ښکارېدل.
زه له خپلې موضوع هم وشرمېدم، ما ویل: موضوع دې څه ده او اړوند یې څه روان دي؟ خو په هر حال په هټیو مې شروع وکړه او د موضوع په اړوند مې خبرې ورسره شروع کړې.
هر هټیوال له خپلې هټیوالۍ سر ټکولو. ټولو همدا ویل، چې هیڅ غریبي نه کېږي. پوره یو کال وشو، چې مونږ له داسې حالت سره مخ یو. پښ، سبزي پلورنکی، صراف، موټر جوړوونکی او نور هټیوال اوزګار ناست وو او ټولو همدا یوه خبره کوله، چې د بازار هیڅ مزه نشته. دا خو څه کوې، چې ځينو هټیوالو راپورې خندا شروع کړه، یوه بل ته به یې وویل: دا لېونی وګورئ، په مونږ څه حال دی او د ده دې خپرونې ته وګوره.
قصاب ماما او زرګر ماما خو راسره په نښته شول، ویل یې: ښه دې تبه جوړه ده، فقط راشې او وایې دوکانداري دې څنګه ده؟ زه سخت پښېمان شوم. یو وار مې له ځان سره پرېکړه وکړه، چې له خپرونې تېر شم؛ خو بیا مې ویل، چې اوس مې د راډيو نشراتو مدیر ته ډاډ ورکړی، باید څه وکړم. دې سوچونو اخیستی وم، چې په یوه هټیوال مې سترګې خښې شوې، چې ډېر بوخت وه، کله به یې یوې خوا او کله به یې بلې خوا ته منډې وهلې. د جامو مخکینی جېب یې د پیسو د ډېروالي له وجې له ورایه مالومېده. هټیوال په یوه لاس د مخ خولې پاکولې او په بل لاس یې پیسې شمارلې. زه هم ورغلم. په دوکان کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. لس-پنځلس کسه یې په کار لګیا وو.
دا تابوت جوړونکی و. ما پرې سلام واچاوه. سلام یې وعلیک کړ؛ خو له یوه سړي سره په سودا اخته و، چې کله اوزګار شو؛ نو ما ته یې راوکتل، وه یې ویل: وروره تابوت دې په کار دی؟ زه لومړی ووېرېدم؛ خو بیا ور زړور شوم. ما ويل: نه-نه کاکا! زه خبریال یم. تاسې سره ستا په دوکاندارۍ خبرې کوم. ورزیاته مې کړه. دوکانداري دې څنګه ده؟ ځواب یې راکړ: الحمدالله. د خدای جل جلاله فضل دی. ښه په سور کې ده. ډېر څه ګټم. ما بیا ترې وپوښتل: د ورځې څو تابوتونه جوړوې؟ ځواب یې کړم: د ورځې تر پنځلسو پورې تابوتونه جوړوو. بیا مې وپوښتل: د ورځې څو تابوتونه خرڅوې؟ د تندي خولې یې په ګوته وڅنډلې او ځواب یې راکړ: چې څو تابوته جوړ کړو په هماغې ورځ خرڅېږي او که کوم یو پاتې شي په سبا ورځ له نورو سره خرڅېږي. ما له هټیوال سره خبرې کولې، چې غژ شو یوه سپینه غواګۍ (سراچه) د هټۍ مخې ته راتاو شوه، یو تور واسکټی ځوان ترېنه ښکته شو، سترګې یې سرې وې. هټیوال ورمنډه کړه او د تابوت د خرڅ سودا یې ورسره پیل کړه. ما هم ورمنډه کړه او ځوان ته مې وويل: وروره! تابوت د چا لپاره وړې؟ په غریو نیولي غږ یې وویل: خپل پلار ته. د ځواب په اورېدو ولړزېدم، ورغبرګه مې کړه: وروره پلار دې په څه مړ شو؟ ځواب یې کړم: پلار مې یو سوداګر و.
چا ظالمانو په زوره د کلي له موټره ښکته کړی او بیا یې ویشتلی دی. زه سخت خواشینی شوم او د هټۍ دېوال ته مې ډډه ورکړه. دا سودا لا تمامه شوې نه وه، چې یو ډاټسن موټر راغی. څو څڼور زلمي ترې په ډېره وارخطایۍ راښکته شول، په چغو چغو یې ژړل. په مخ یې پړکېدونکي تیله مالومېده. داسې ښکارېدل، لکه له واده چې راغلي وي. څو تنو یې له هټیوال سره د خرڅ سودا شروع کړه او یو تن یې بېل ولاړ و، هماغسې یې ژړل. زه ورغلم، ورته مې وویل: وروره! څه خبره ده؟ ولې ژاړې؟ په ژړا ژړا کې یې وویل: بېګا زما د ماما د زوي واده و. د نکاح شپه وه، چې څو تنه بدرنګه راغله او د واده په مېلمنو یې ډزې وکړې. زما د ماما زوي، چې واده یې و هم شهید شو.
د ماما زوي مې په ملي اردو کې و او کور ته د واده لپاره په رخصتۍ راغلی و. زمونږ د کورنۍ نور ډېر زیات غړي هم شهیدان شول او ښادي مو په غم بدله شوه. ده خپلې خبرې نه وې پوره کړې، چې زه له هټۍ راووتم او د راډیو په لورې روان شوم. خپرونه مې بېرته ختمه (ډېلېټ) کړه او د نشراتو مدیر ته مې وویل: تا چې څه ویلي و، هغه سم دي. زه نوره خپرونه نشم چلولی. د الله په امان.
پای
لیکوال: عصمت الله شینواری