ګرفتار زړه | شعر

په کلنو ګر ځومه په ګـــــوګل کې ، خپل بیمار زړه
خوبرویانو په فراق کې مې ، زخمي او ګرفتار زړه

شپې او ورځې دي تیریږی په سو چونو اندیښنو کې
د مو دوبه تیریدو هم نه صــــــــبریږی ،بیقرار زړه

څو ک د حــــــاله مې خبر نه شو بغیر صاحب د حاله
دغه زه یم چې ســــــــــــوځیږم په تاونو د انګار زړه

فراغت له هغــه دمـــه مې وتلی له تقدیره
چې تړلی مې د یار دی ، په قامت او په رخسار زړه

ډیر عمرونه دې وییلیږم ، په خپل سوز او په ګداز کې
په دې حــــــال یم اړولی ، خپل مئین او دې افګار زړه

د غمـــونو په بټې کې وییلی وییلی هر لمــحه شم
نشته یو شیبــه چې کشینم ، په راحت او په قرار زړه

سید عبیدالله نادر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب