ککړه هوا او د بې مودې ماشوم زيږيدنه

 

د یارک پوهنتون کې  Stockholm Environment Institute (SEI) ټيم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د بې مودې ماشومانو د زيږيدنې اړيکه د هوا دککړتيا له مخې  وڅيړله او دغه  مقاله يې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې خپره کړه او وويل چې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې په نړيواله کچه ۲٫۷ ميليونه بې مودې ماشومان يواځي د ککړې هوا په اثر زيږيدلي  وو چې د نړۍ  د ټولو بې مودې ماشومانو د زيږيدنې  ۱۸ سلنه جوړوي.

Particulate Mater 2.5 (PM2.5) د هوا هغه ککړونکي ذرات دي چې د مور په ګيډه کې د ماشوم ضايع کيدنې سبب ګرځي. دغه ذرات د انسان صحت او روغتيا ته خاص او ځانګړی زيان اړوي او همدارنګه کولای شي چې دغه ذرات سږو ته داخل شي او سږي زيانمن کړي.  (PM2.5) د ذراتو اساسي توليدونکي ډيزل سوځونکي ګاډي(موټرې)،کرنيزو ضايعاتو سوځونه او نور دي. بايد ددغو ضايعاتو د ضررونو څخه خبر اوسو چې ترڅو مو ماشومان روغ او صحتمند ژوند ولري نو بايد ددغو ضايعاتو د کنترول لپاره مختلفې لارې پکار وا چوو.

که يو ماشوم بې مودې پيدا شي او  د مور په ګيډه کې يې د حمل دوره تقريباً د ۳۷ اونيو څخه کمه وي ددې ډير احتمال لري چې ماشوم مړ شي يا کيدای شي چې ماشوم په دايمي فزيکي او عصبي ګډوډيو اخته شي .

د يو اټکل له مخې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې په نړيواله کچه ۱۴٫۹ ميليونه ماشومان بې مودې زيږيدلي وو، له همدې مجموعې څخه (۴-۵) سلنه يې په يو څو اروپائي هيوادونو کې زيږيدلي وو خو د (۱۵-۱۸) سلنه څخه زيات يې په يو څو افريقائي هيوادونو او د اسيا  په يو څو جنوبي هيوادونو کې زيږيدلي وو .  څيړونکو وښودله چې دا ډير غټ اقتصادي او بشري زيان دی بايد د کنترول لپاره يو څه هڅې وشي.  هغه فکتورونه چې د بې مودې ماشومانو د زيږيدنې سبب ګرځي د مور عمر، ناروغۍ، غربت او نور ټولنيز فکتورونه دي ، خو اوسنيو څيړنو ښودلې ده چې ککړه هوا هم د بې مودې ماشومانو د زيږيدنې سبب ګرځي. د لومړئ ځل لپاره دغه څيړنه په journal Environment International    مجله کې خپره شوه چې تر څو په نړيواله کچه د مختلفو هيوادونو څخه د هوا دککړتيا معلومات راټول کړي او په نړۍ کې د ککړې هوا د مختلفو درجو له مخې د بې مودې ماشومانو زيږيدنې اندازې تعين کړي.

دغې څيړنې ښودلې ده چې ککړه هوا هغه کسان دومره نه زيانمنوي کوم چې مستقيماً ککړه هوا تنفس کوي لکه څومره  چې د مور په رحم کې د ککړې هوا د ذراتو پواسطه ماشوم په جدي ډول اغيزمن کيږي. د مقالې ليکونکۍ  وايي ککړه هوا يواځې دا نه ده چې ماشوم د مور په رحم کې اغيزمن کړي يا يې مړ کړي بلکې اغيزمن شوی ماشوم که ژوندی پاتي شي  نو په دايمي عصبي او فزيکي ګډوډيو اخته  کيږي او وايي چې دغه څيړنه به په صحت او روغتيا باندې د ککړتيا د اغيزو په موضوعګانو کې يو نوی مثبت بدلون رامينځ ته کړي او همدارنګه ويې ويل چې د ککړې هوا هغه ذرات چې د بې مودې ماشومان اغيزمن کيدو سبب ګرځي  د نړۍ ۷۵ سلنه يواځي د اسيا جنوبي او ختيځ هيوادونو پواسطه په هوا کې خپاره کيږي.

د بې مودې ماشومانو د زيږيدنې د مجموعي شمېرې څخه يواځي يو ميليون ماشومان په انډيا کې او تقريباً ۵ لکه ماشومان په چين کې او همدرانګه زيات شمير د ختيځې افريقا په نيمه صحرائي هيوادونو او منځني ختيخ هيوادونو کې د ککړې هوا د ذراتو پواسطه اغيزمن کيږي ځکه په دغو هيوادونو کې لويې لويې دښتې شتون لري او ددغو دښتو ګردوغبار زيات PM2.5 ذرات له ځان سره لري او اتوموسفير ته يې ورکوي چې په نتيجه کې د PM2.5 ذراتو ککړتيا رامنځته کيږي

ددې لپاره چې د PM2.5 ذراتو ککړتيا کمه کړو نو ضروري ده چې هغه منابع چې PM2.5  ذرات په هوا کې خپاره کوي او هوا ککړوي کنټرول او کم کړای  شي خو بدبختانه ددغو ذراتو د خپريدلو اکثره منابع په پرمختيائي هيوادونه کې فعالې دي . دغه ککړونکي ذرات اکثره په کورونو کې د سون موادو د سوځونې ، ډيزل سوځونکي موټرو او نورو ټرانسپورټي وسايلو او د کرنيزو ځمکو د ضايعاتو د سوځولو په نتيجه کې اتوموسفير ته ورکول کيږي.

د يو ښار دککړونکو ذراتو نيمه برخه پخپله توليدوي او نيمه نوره برخه يې هغه ککړونکي ذرات وي چې د نورو ځايونو څخه راخپاره شوي وي . ککړونکي ذرات کولای شي په هوا کې د ډير کم باد په واسطه د يوه ښار څخه بل ښار او يا د يوه هيواد څخه بل هيواد ته خپاره شي. نو ددې لپاره چې دغه ذرات په هوا کم شي او ددغه مشکل څخه په امن کې شو نو ضروري ده چې محلي همغږي ترسره شي.   ځکه ددې امکان هم شته چې يو هيواد کيدای شي چې کم ککړونکي ذرات هوا ته ورکړي خو په دغه سيمه کې د ککړتيا اغيزه د نورو هغو هيوادونو په څير وي چې زيات ذرات  هوا ته ورکوي نو ځکه پکار ده چې د ککړتيا په کمولو کې محلي همغږي ته ډير ضرورت دی او همدارنګه هغه ذرات چې د کور دننه د سون يا نور منابع څخه توليديږي بايد کنترول شي.

ماخذونه :

  1. Christopher S. Malley, Johan C.I. Kuylenstierna, Harry W. Vallack, Daven K. Henze, Hannah Blencowe, Mike R. Ashmore. Preterm birth associated with maternal fine particulate matter exposure: A global, regional and national assessment. Environment International, 2017; DOI:10.1016/j.envint.2017.01.023
  1. University of York. (2017, February 16). Outdoor air pollution tied to millions of preterm births.ScienceDaily. Retrieved February 26, 2017 from www.sciencedaily.com/releases/2017/02/170216105914.htm

ژباړه : فضل الدين احسان بنوزی

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب