
کوم کسان په ملاریا باندې داخته کېدو ډیر چانس لري ؟
ټول هغه کسان چې د بدن مقاومت یې کم او د ملاریا په وړاندې معافیت ونه لري، په دې ناروغۍ باندې اخته کېدلای شي. په دې کسانو کې تر ټولو زیات هغه ډله ماشومان راځي چې د ملاریا غوماشو د فعالیت په سیمو کې ژوند کوي. د احصایې له مخې هرکال اته سوه زره ۸۰۰۰۰۰ هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کالو ټیټ وي د دغه افت له لاسه د ګور کندې ته لوېږي. له دوی نه پرته مسافران ، کډوال او توریستان چې که یې پخوا مقاومت هم درلود ، خو اوس یې د وخت په تېریدو سره د لاسه ورکړی ، په دغې ناروغۍ باندې د اخته کېدلو ډیر چانس لري.