کوم عذرونه دي چې له امله يې روژه ماتول روا دي؟

١- د ناروغۍ د زياتېدا وېره: که يو څوک له روژې نيولو وروسته د ورځې په لړ کې ناروغ شو؛ نو که د روژې له امله يې ناروغي زياتېده يا اوږدېدله، کولای شي روژه ماته کړي او بيا به يې قضا راګرځوي کفاره پرې نشته، او که په پېچکاري يې درملنه کېدله، بيا دې روژه نه ماتوي (۱)

۲- د مور يا ماشوم ژوند ته ګواښ: حاملې مېرمنې ته که داسې څه ورپېښ شول چې د هغې يا يې د ماشوم ژوند ته ګواښ و، هغې ته روژه ماتول غوره دي. (۲)

۳- مرګونې تنده رامنځته کېدل: د خوړو پخولو يا بل کوم اړين کار کولو له امله څوک دومره تږی شو چې مرګ ته نږدې شو، هغه دې روژه ماته کړي. (۳)


۱- احسن الفتاوی ۴/۴۳۲
۲-  مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه
۳-  مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ