کومه لیکنه ادبي لیکنه ده؟

ادب هغه بلیغه وینا ده چې له عواطفو سرچینه اخلي، پر نفس تأثیر کوي، لوړ افکار او عالي مفاهیم د ښکليو عبارتونو په جامه او د تخیل په تصویر کې تقدیموي.

په پورتني تعریف کې د ادب په اړه لاندې پنځه عناصر یاد شوي دي:

۱ –عاطفه: هره هغه وینا چې له احساس او عاطفې څخه راپورتـه شـوی نـه وي، ادبي وینا (ادبي لیکنه) نه بلل کېږي.

۱ –تأثیر: هــره وینا چې خپـل مخاطب متأثر نه کـړي، پـه هغـه کـې احسـاس او جذبه، وجد او طرب راونه پاروي، ادبي وینا یې نشو ګڼلی.

۳ –لوړافکار: لوېدلي، بې محتوا، سپکې او بازاري ليکنې او وينا ادبـي نشي ګڼــل کېدای.

۴ –ښکلا: لفظي او معنوي ښـکلا هغـه مهـم عنصـر دی چـې ادبـي وینـا لـه عامې وینا څخه بېلوي.

۵ –تخیل : تصویر او تخیل په ادبي وینـا کې بل هغـه مهـم عنصـر دی چـې ادیـب د هغــه پــه وســیله معــدومې او غیـر محســوســـې صحنــــي، پېښـــې، حرکــــات، او شخصیتونــه د لوستونکو ذهـــن تـه داسـې ور وړانـدې کـوي چـې تـــه بــه وایې دی یې رښتیا ویني او ورسره اوسې.

استاذ عبدالهادی (مجاهد)

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب