کومه زده کړه؟ جنسي او که شهواني

یو څه موده وړاندې، د ممبۍ ښار په یو ښوونځي کې د زده کوونکو د کتابونو بکسې په ناڅاپې ډول ولټول شوي، د مسوولینو حیرانتیا او تعجب د لیدلو وړ وو کله چې د هغوي د بکسو نه د لوڅو فلمونو په درجنو سي ډي ګانې او په سلګونو لوڅ عکسونه راوویستل شول، د مسوولینو حیرانتیا هغه وخت په اندیښنې بدله شوه کله چې د دې زده کوونکو د لوړې شمیرې نه خبر شول، او همدې زده کوونکو د خپلو نورو هم ټولګیوالو سره په خوښۍ د لوڅو فلمونو سی ډي ګاني او عکسونه شریکول.
په اکثره غربي هیوادونو کې د جنس او د جنسي غریزې د اشباع په اړوند درسي مضمونونه په ښوونځیو کې تدریس کیږي، او د هغوي لپاره د جنسي یو ځای کیدو تفصیلي نصاب ترتیبیږي، د نورو مضامینو په پرتله دې مضمون ته د زده کوونکو تلوسه ډیره زیاته وي، کله چې ښوونکی یا ښوونکې د دې مضمون تدریس یو مختلط ټولګي ته کوي، نو زده کوونکي په پوره خوښۍ او پاملرنې سره د ښوونکي یا ښوونکې خبرو ته غوږ نیسي او کله کله د کړسنده خندا ګانو اوازونه تر ډیره لیري پورې واوریدل شي، پدې مضمون کې زده کوونکو ته دا ښودل کیږي چې هغوي څنګه زنا وکړي او د زنا په وخت کې د حمل مخنیوی څرنګه وکړای شي.
په غربي هیوادونو کې شهوانیت او زنا ته دومره بازار موندنه ترسره کیږي لکه څنګه چې کوکاکولا تلویزیوني او چاپي اعلانات تیاریږي. په سویډین کې ۱۳ کلن هلک یا نجلۍ کولای شي په خپلواکۍ سره زنا وکړي، د انګلستان د رسینو له خولې، په انګلستان کې د دوه زرو نه ډیر داسې ښوونځي شته چې هلته ځانګړي نرسانې ( په روغتونونو کې د ډاکټرانو ښځینه همکارانې) موجودي دي، د دې نرسانو دنده دا ده چې د زده کوونکو د زنا نه وروسته د نامطلوب حمل مخنیوی وکړي پرته د دې چې د زده کوونکو پلار او مور پرې خبر شي. دا یو داسې تهذیب او تمدن دی چې هلته تنکیو ځوانانو او پیغلو ته دا ور زده کوي چې د زنا او همجنس بازۍ په لارې څه ډول لاړ شي او په دې تنکي او کم عمر کې ځان د اخلاقي فساد اوج ته ورسوي، د اندیښنې وړ خبره خو داده چې دې منحوس کار ته یې تجارتي او تبلیغاتي بڼه ورکړي او د ډیرو غربي پوهانو نه یې لاره ورکه کړیده چې څرنګه یې مخه ونیسي.
په اسلامي تعلیمي نصاب کې د شهوانیت د تدریس په نوم کومه اصطلاح او مضمون نشته، مګر د طب او د ځان د ساتنې له لید لوري نه مختلف مضامین تدریس کیږي، لکه اناتومي، د تناسلي غړو امراض او دندې، د ولادت مراحل او داسې نور، خو دا هرڅه د اسلامي اخلاقو په رڼا کې په ډیره مهذبه توګه تدریس کیږي، د اسلامي حجاب مراعاتول په ښه او سنګین لباس سره، د متقابل جنس د مختلطې ناستې او مجلس نه د ځان ساتلو درسونه د ډیر کم عمر نه مسلمانو ماشومانو ته ور زده کول کیږي، هغه هلکان چې د بلوغ عمر ته رسیدلي وي د اجازې نه پرته د خپل پلار او مور د خوب کوټې ته نشي ننوتلی، میړه او میرمن نشي کولای چې د خپل یوازیتوب او د خوب د وخت خبرې او کیسې د نورو خپلوانو او ملګرو په وړاندې وکړي، او که چیرته یې دا کار وکړ، نو دا معنی لري، لکه د ګڼ بازار په وړاندې یې زنا کړي وي.
یو بل ستر توپیر چې د شهوانیت د زده کړي او د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو ترمنځ شته دی هغه دا دی چې اسلام مسلمانانو ته د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د واده کولو توصیه کوي، تر څو د جنسي غریزې غوښتنې یې په روا توګه پوره شي، نه د جنسيت او شهوانیت د ښوونکو په څیر چې خپلو زده کوونکو ته د واده خبره نه یادوي، بلکه د زنا چلونه ور زده کوي او دا ور زده کوي چې د زنا کولو نه مخکې او وروسته د ایډز مخه څرنګه ونیسي، په داسې یوه ټولنه کې چې هلته د اخلاقو څلي د مخکې نه نړول شوي دي.

لیکنه : محسن امین

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب