که له ذهني فشار سره مخ یاست، دا خواړه وخورئ!

د غیر عادي ژوند له امله ډیر خلک په ذهني فشار اخته کیږي او دا ټولو ته معلومه ده چې ذهني فشار د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او په ډیرو ناروغیو يي اخته کوي. ذهني فشار او پریشاني یوازې د انسان په روغتیا نه بلکې د انسان په خوي او عادت هم منفي اغیز کوي.

ذهني فشار او پریشانۍ مو د یاداشت، زده کړې وړتیا، وینې لوړ فشار، زړه ناروغۍ اوهډوکې پړسوب په ناروغیو اخته او د بدن دفاعي سیسټم مو کمزوری کوي. دا ټول هغه لاملونه دي چې پر اساس يې خلک غواړي ذهني فشار او پریشاني څخه ځان وژغوري.

لاندې خواړه مو ذهني فشار او پریشانۍ څخه خلاصوي:

۱ـ شین چای: شین چای د پولي فېنول (polyphenols)، فلاونایډ (flavonoid) او کایتېچېن (catechin) په څیر پیاوړي اینټې اکسیډنټ لري چې د انسان طبیعت او مزاج ښه کولی شي او اعصابو ته ارامتیا وربښي. هغه خلک چې د ورځې لږ تر لږه پنځه گیلاسه چای څښي له غوره روغتیا او طبیعت څخه برښمن وي نسبت هغو کسانو ته چې دغه اندازه چای نه څښي.
کله مو هم چې د پریشانۍ احساس وکړ یو گیلاس چای وڅښئ. هغه خلک چې شین چای نه خوښوي تور چای هم استعمالولی شي خو بیا هم د شین چای اغیز به د تور چای په نسبت ډیره وي.

۲ـ غرني توت: غرني توت ذهني فشار او پریشاني کموي. غرني توت د ویټامین سي (C) او اي (D) سربیره د مگنیزیم او منگنیز غوره منبع دي چې دغه یاد ویټامینونه او منرالونه ذهني فشار او پریشانۍ په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د دغه توت ورځنی استعمال د خوب له ناروغیو هم مخنیوی کوي.

۳ـ شیدې: د شیدو ورځنی استعمالوونکي ډیر ذهني فشار نه احساسوي. یو گیلاس شیدې بدن ته کافي اندازه اینټې اکسیډنټ، ویټامین اې (A)، ویټامین ډي (D)، کلسیم او پروتین مهیا کوي. دغه غذايي توکي په بدن کې ازاد شوې راډیکالونه له منځه وړي کوم چې د ذهني فشار او پریشانۍ لامل گرځي او تاسو ته ارامتیا دربښي.
ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تگلاره خپل ورځ له یو گیلاس شېدو سره پیلول دي. که غواړئ د شپې غوره خوب وکړئ نو له ویده کیدو مخکې یو گیلاس گرمې شیدې وڅښئ. که شيدې مو نه خوښیږي نو د شېدو پر ځای پنیر او مستې هم استعمالیدی شي.

your ads

۴ـ پالک: دغه سبزي د ویټامین سي (C)، اې (A) او بي (B) ټول ویټامینونو غوره منبع ده. د شنه پاڼو لرونکی سبزې ډیره زیاته کلسیم، پوتاشیم، مگنیزیم او فاسفورس لري چې له بدن څخه د ذهنې فشار هارمونونه له منځه وړي او انسان خوشحاله ساتي.

۵-  بادام: بادام ډیره اندازه ویټامین اي (E)، ویټامین بي (B)، مگنیزیم، زینک (zinc) او ډیر صحې غوړ لري. همدا راز بادام د فایبرو غوره منبع هم ده. د ذهني فشار او پریشانۍ لپاره بادام سربیره غوزان (چهارمغز) او پسته هم استعمالولی شئ.

بادام، غوزان او پسته ذهني فشار هارمونونه له منځه وړي، وینې لوړ فشار ټیټوي او بدن ته کافي اندازه انرژي وربښي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب