که سړی وي چا پسې نه غږیږي! | لنډه کیسه
خبر شوم چې له میرمنې جلا کیږي په یوه میلمستیا کې مې ولید ترې ومې پوښتل: ولې میرمنې ته طلاق ورکوې؟
تندی یې تریو شو وه یې ویل: سړی په خپله میرمن پسې نه غږیږي.
څه موده وروسته یې طلاق ورکړ، بیا مې ولید دا ځل مې ورته وویل ښه نو اوس خو دې میرمن نه ده ولې دې طلاق ورکړ؟
وه یې ویل: سړی د خلکو په خور لور پسې نه غږیږي.
څه موده وروسته پخوانۍ میرمنې یې بل واده وکړ دا ځل مې چې ولید،
ترې ومې پوښتل: اوس نو هرو مرو راته واویه څه خبره وه ولې د طلاق ورکړ؟
وه یې ویل: سړی د چا په میرمن پسې نه غږیږي. زه پوه شوم چې سړی که سړی وي نو په چا پسې نه غږیږې.
غـاوِر