که ته صفر او بې ارزښته يې نو د ارزښت خاوند سه!

 

د يوې فورمې په يوه خانه کي د يوه عدد سره دوه صفره دي، چي يو يې اعداد څو برابره کولاى سي. لکه هغه صفر چي تر (١٠٠٠) شمېرې دمخه کښېښوول سي. که دغي شمېرې ته يو بل صفر ورکړه سي، نو دا شمېره (١٠٠٠٠) جوړيږي. او شمېره له زرو څخه لسو زرو ته لوړ وي. په دې توګه لس برابره زياتوب راغى. خو که موږ يو بل صفر هم پر دغه شمېره ور زيات کړو دغه شمېره (١٠٠٠٠٠) يو لکو يا سلو زرو ته لوړيږي. همدغسي د نورو صفرونو په ورزياتېدو سره دغه شمېره نوره هم لوړه ځي.

خو بل داسي صفر هم سته چي د عدد د قېمت په زياتوب کي څه اغېز نه لري. د دې صفر شتون، د نه شتون سره برابر دى. لکه هغه صفر چي د اعشاري کسر (٠،١) په وړاندي ايښوول سوى وي. څو عدد (٠،١٠) جوړ سي. په دې توګه د ده سارى له يوه څخه د سلو لسمه  جوړوي. خو عدد بيا هم ثابت پاته کيږي او په ارزښت کي يې کوم بدلون نه راځي. که موږ يو بل صفر هم پر دغه کسر ورزيات کړو بيا يې هم ارزښت هماغه دى او څه نه پر زياتيږي، يعني دغه عدد (٠،١٠٠)  له زرو څخه سل ګڼل کيږي.

نو ته اى ګرانه لوستونکې اوس فکر وکړه چي که تا ته د صفر ارزښت درکړه سي، نو ته کوم صفر کېږې؟ ته بايد وغواړې چي داسي صفر سې چي په دې ژوندانه کي اغېز ولرې، يعني ته هم پر دې ژوند  باندي په اغېز لرلوکي ونډه واخلې. په دې توګه بايد ستا د پانګي په بيلانس کي داسي څه زيات سي. چي د خلکو د زياتو ګټو وړ وګرځي او خوښۍ يې ور څو چنده کړي او د ښو کړنو او نېکنامۍ آوازه دي هري خوا ته داسي ولاړه سي، چي بالاخره ستا د دغسي ښېګڼو له امله ستا ښې او ګټوري خبري او غوره کړه وړه په نورو کي اغېز وښندي او سمدستي يا په وروسته کي نور خلک ستا پر پله وخېژي او ستا غوندي چاري ترسره کړي. البته دا د لوى څښتن تعالى فضل دى او هغه چا ته يې ور په برخه کوي چي خوښه يې سي او هغه چا ته يې ورکوي چي په دې ژوندانه کي په اخلاص، مړانه او سخاوت سره قرباني ورکړي.

په دې ډله کي هغه کسان راځي چي د خپل وس په اندازه په معروفو او ښو چارو  امر کوي او په خپل کار، هلو ځلو او زيار او زحمت سره د لوى څښتن مخلوق ته ګته رسوي او په دې لار کي د اعتراض کوونکواو ملامتوونکو او د څه زيان ور رسېدو په صورت کي د دښمنانو او بدخواهانو د خوشالۍ هيڅ پروا نه کوي. او د چا د ستايني او تقدير په تمه هم هيڅ نه وي. ځکه دى پوهيږي چي د ده او د دې لاري د ټولو لارويانو دنده او رسالت په دې ژوندانه کي دادى چي دا ځمکه ودانه کړي او له ورانۍ او فساد څخه يې وژغوري. او دى پوهيږي چي لکه چي ويل سوي دي:” که انسان پر دې ژوندانه باندي څه ورزيات نه کړي، نو دى به پخله پر هغه باندي يو زياتي پېټى وي“.

اما که ته داسي صفر سې چي هيڅ اغېز ونه لري او په ژوندانه کي د خپل مثبت اغېز څه پروا ونه لرې او له هغو کسانو څخه سې چي په ښه توګه د خپل مسؤوليت تر سره کېدو ته پام نه کوي او په دې اند او غم کي نه وي چي کړه وړه يې د لوى څښتن او د ده د خپل وجدان د رضائيت د ترلاسه کولو لپاره وي، نو دى به داسي يو شى وي چي د هيڅ ورهڼي نه وي. په دې توګه به داسي کس واقعاً د بې اغېزي صفر غوندي وي، بلکي د خپل ناکاره توب، ناکامۍ او له خپله ځانه د نه رضائيت او په دې ژوند کي د ځان د لږ ارزښت له امله به په دې نړۍ کي يو عذاب، وبال او د نورو خلکو د اوږو پېټى وګرځي. پر دې سربېره به د قيامت په ورځ د ده د ناوړو اعمالو ثمره هم حسرت او پښېماني وي.

ګرانه لوستونکې، زه داسي ډېر وګړي پېژنم چي له پخوا څخه د هيڅ ډول ميراثي او پلرني مجد او سترتوب خاوندان نه وه، خو په خپلو هلو ځلو او ښو کړنو او کارونو يې ځانو ته داسي تل تر تله او همېشنى لويښت، شرف او ښه نوم ګټلى دى، چي د ژوندانه په آسمان کي د روښانو ستورو په څېر ځلېدلي دي. خو زه د دوى تر څنګ داسي بېخي ډېر کسان هم پېژنم چي د داسي صفرونو غوندي دي چي د ژوند ټولي پاڼي يې ډکي کړي او توري کړي دي، خو د يوې وربشي ارزښت هم نه لري.

ژباړن: عبدالمالک همت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب