کنترول او وقایه

د مهارونۍ او ترې د ژغورنې لارې چارې (کنترول او وقایه)

له تنفسي ميكروبي ناروغيو په ځانگړي ډول د اوسني کرونا له آفته د ژغورنې او خونديتوب لپاره باید لاندې پاملرنې تر سره شي.

– په ویروس له ککړیدو ځان ساتنه  (Personal Protection):

  • د ځان او چاپیریال پاکوالی په ځانگړي ډول په صابون او گرمو اوبو د لاسونو بیا بیا مینخل یا میکروب ضد پاکونکي مواد په لاسونو موښل، او خولې، پزې او سترگو ته لاس وړلو څخه ډډه او داسې نور.
  • د ټوخي، پرنجي، اسویلي او خبرو کولو ادابو ته کلکه پاملرنه (د ټوخي او پرنجي پر مهال خولې ته ټوکر با کاغذي دسمال، څنګل یا لستوڼی نیول، له پرنجي او ټوخي وروسته لاسونه پریولل، پوزې او خولې ته نیول شوی کاغذ پّ مناسب ځای کې غوځولاو ټوکر په سمه توګه پریولل).
  • د خوړو، اوبو،کاري وسايلو، لاس او ځان وچولو ټوکرونو، پیزارونو، بسترو پاکوالی او د شونتیا په صورت کی بیلوالی.
  • د مخپټوني (Facemask)کارول د اخته خلکو )تر څو ویروس نورو ته ونه ليږدوي) روغتيايي کارکونکو، نږدې تماس لرونکو (د کورنۍ غړو او عیادت کونکو) لپاره او شيدې ورکونکې مور يې هم باید وکاروي. روغتياي کارکونکوته د ځانساتنې (PPE)د نورو توکو) تعقيم شوې چپن، عينکې، لاسکښې، خولۍ او نورو (کارول هم اړين دي.
  • اخته شوو سيمو ته له تگ او ناروغانو سره له تماسه ډډه په ځانګړې ډول د اخته کېدو په اولو ۱۴ ورځو کې.
  • له باوري یا شکمن ناروغ سره نږدې اړیکه لرونکو او ککړو توکو سره نږدې کېده باید په خوندي ډول او د روغتیايي لارښونو سره سم ترسره شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب