کرونا ویروس/ کووید۱۹ څه شی دی؟

کویید۱۹ ناروغۍ څه شی دی؟

د سا اخستلو یا تنفسي سیستم یوه بیړنۍ، ژرخپریدونکې ويروسي ناروغي ده، چې د تاج په څېر ويروس یا کرونا ویروس (Coronavirus) د يو ځانگړي ډول پواسطه منځته راځي، د انسان د تنفسي سیستم پر برنيـو او کښتنيو برخو يرغل وروړي او مخاطي پوښ يې زیانمنوي چې د لوړې تبې، وچ ټوخي، ځان دردۍ، ستوني د خارښ، ستومانۍ، نفس تنگۍ په بڼه څرگنديږي او د سږو التهابي کيدا د خورا ستونزمنې سا اخستني، ساييزې نابسيايي او مړينې لامل گرځي.

 

کرونا ویروس (CoronaViruses):

يو لا له پخوا پیژندل شوی انسان او حيوان اخته کونکی او ناروغونکی ویروس دی. د Rhinovirus (د والگي مشهور ویروس) ورسته د تنفسي سيستم د اخته کولو وړتيا او ليوالتيا لرنکو ویروسونو یوه ستره کورنی ده چي له زکامه تر سارسه (دخورا ستونزمنې سا اخستني) او د ماشومانو د غوږونو د خوږ په څېر ډیری ناروغي رامنځته کـوي. د اوسني (SARS-COV-2) گواښونکي ډول برسیره نور شپږ پیژندل شوي انسان نـاروغونکي ډولونه (serotypes) هم لري؛ لکه سارس (SARS) میرس (MERS)، HcoV-NL63، HCOV-OC43، HCOV-HKU1، HC0V-229E چې وروستي څلور ډولونه لا له پخوا د والگیو له ۵ تر ٪۱۰ پيښو لامل په توگه پیژندل کيږي.

له ژوندي انسان او حیوانه بهر په چاپیریال کې ژوند يې په تیاره، لمده او يخه هوا کې اوږديږي او په وچ، گرم او ريا محیط کې ژر له منځه ځي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ