کتاب د پوهانو له انده!

یوازېنی کتاب قرانکریم دی چې پر پښتۍ د مولف نوم نه دی لیکل شوی.

( … )

زما لوړوالی هغه دی، چې په لسو جملو کې داسې څه ووایم، چې بل یې په یو کتاب کې وايي.

(نیچه)

ددې پرځای چې څو کتابونه ولولئ، ښه دا ده چې یو ښه کتاب څو ځلې ولولئ.

(سنګا)

داسې یو څه ولیکئ، چې خلک یې ولولي؛ یا داسې څه وکړئ، چې خلک پرې لیکنه وکړي.

(بنجامین فرانکلن)

قلم باید د کمزورو خلکو په خدمت کې وي، زورور نورې وسلې لري.

(الفرد نوبل)

تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل او د هغه پر ارزښت نه پوهېدل دي.

(جیم)

قلم د ذهن ژبه ده.

(سروانتس)

مطالعه مو د بریا سبب کېږي.

(وس رابرتر)

بې حکومته ژوند کولای شو؛ خو پرته له کتاب او مطبوعاتو ژوند نه شو کولای.

(آبراهام لینکن)

هغه چې کتابتون لري مه ترې وېرېږئ، مګر هغه چې یو کتاب لري ترې وډار شئ.

(علامه محمد حافظي)

ما چې یوه ورځ کتاب ولوست، ټول ژوند مې بدل شو.

)اورهان پاموک)

کتابونه د روح هندارې دي.

(ویرجینیا وولف)

یو ښه کتاب د سلو ملګرو ارزښت لري، خو یو ښه ملګری بیا د یوه کتابتون هومره ارزښت لري.

( … )

مطالعه وکړئ، تر څو په هغه پوه شئ، چې هېڅ پرې نه پوهېدئ.

(مونت کیو)

ښه کتاب هغه دی، چې درنه وپوښتي مخکې د څه زده کړي؟.

(جورج اروېل)

جامې زړې واغوندئ، خو کتاب نوی واخلئ.

)سټين فلیپس(

د قلم رنګ ستاسو په واک کې دی، جنت رسم کړئ، ور داخل شئ.

(کاز افتزاکس)

دا مهمه نه ده چې تا څه لیکلي، مهمه دا ده چې لوستونکو څه ترې واخیستل.

(اوریم)

د ژوند کیفیت مو دوه شیان ټاکي، لومړی هغه کتابونه چې تاسو یې لولئ دویم هغه خلک چې تاسو ورسره ناسته ولاړه کوئ.

(مک لوهان)

زما تر ټولو ښه ملګری هغه دی چې داسې کتاب راته ډالۍ کړي تر اوسه مې نه وي لوستی.

(لینکلن)

کتابونه د بشر لویه اختراع ده.

(ویلیام شکسپیر)

کتاب مې هغه ملګری دی چې د یوازېتوب سختې شېبې راسره تجربه کوي.

(کریستین بوبن)

خونه پرته له کتابه داسې وي لکه بې روحه جسد.

(سیسرو)

تر ټولو ريښتیا ویونکی، کټور او بې مطلبه ملګری کتاب دی.

(مارک تواین)

څومره چې ډېره مطالعه کوې هومره د ژوند نه خوند اخلئ.

(فرانسوا ولتر)

هغه کتابونه ولولئ چې د فکري له اسارت نه مو ژغورلی شي.

(مارتین توپر)

ښه کتاب هغه دی چې په فکر او چلند کې مو بدلون راولي.

( … )

کتاب دی چې د انسان فکر او روح ته وده ورکوي.

(پلوتارک)

کتاب د پوهانو بڼ دی.

(امام علي)

په ټول ژوند کې مې له ښوونکو نه دومره څه زده نه کړل، څومره مې چې له کتابونو زده کړي.

( حسین رحمت نژاد)

یوې ټولنې ته هغه وخت د نېکمرغۍ ویاړ ور په برخه کیږي چې ورځنۍ چارې يې د کتاب مطالعه وي.

(سقراط)

زه لس ساعته مطالعه کوم، چې يوه ښه وينا وکړم، ځينې يو ساعت مطالعه کوي او په لسو غونډو کې ويناوې او بحثونه کوي.

(محمد قتي شريفتي)

په نړۍ کې داسې خوند نشته، چې د مطالعې له خوند سره يې پرتله کړو.

(تولستوی)

 ته چې په يوه شپه کې دغه کتاب مطالعه کوې، خو ما ددغه کتاب په ليکلو کې د خپل سر ويښتان سپين کړي دي.

(سقراط)

ښه کتاب هغه دی چې له تمې سره پرانیستل کېږي او له ګټې سره تړل کېږي.

(برانسن الکاټ)

د کتاب اخیستل به هلته ښه کار وي چې د لوستلو لپاره یې وخت هم واخیستل شي.

(شوپنهاور)

ځینې کتابونه دي چې باید یوازې وڅکل شي، ځینې یې باید له ستوني تېر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي.

(فرانسیس بېکن)

کتابونه هغه مچۍ دي چې له یوه ماغزه نورو ماغزو ته د ژوند زړي لېږدوي.

(جېمز رسل)

ښه کتاب واخله او ویې لوله، بهترین کتابونه هغه دي چې ډېر عام دي، د هر کتاب وروستی چاپ غوره وي خو که د کتاب د لیکوال ماغزه بند شوي نه وي.

(لارډ چسټرفیلډ)

ښه کتاب بهترین ملګری دی، هم نن او هم د سبا لپاره.

(مارټین ټپر)

په هر ځای کې مې آرام لټولی دی خو نه مې دی موندلای، پرته له دې چې په یوه ګوښه کې له کتاب سره یوازې کېنم.

(توماس کمپس)

هر وخت تصور کوم چې جنت به یو ډول کتابتون وي.

(لارج لوییس بورجس)

که دې کتاب په انتقادي نظر نه وي لوستی، داسې وګڼه چې بیخي دې لوستی نه دی.

( … )

که د یوه کتاب په بیا بیا لوستو خوند وانه خلې، لوستل یې هېڅ ګټه نه لري.

(اوسکار وایلډ)

تلویزیون راته د زده کړې شی ښکاري. هرکله چې څوک تلویزیون چالانوي، زه بلې کوټې ته ځم او کتاب لولم.

(ګروچو مارکس)

که یوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور یې لولي، هماغسې فکر به کوې، کوم چې نور یې کوي.

(هاروکي)

هغه کتابونه چې دنیا یې غیر اخلاقي ګڼي، هماغه کتابونه دي چې د همدې دنیا د شرم کارونه ښيي.

(اوسکار وایلډ)

کتاب تر ټولو آرام او ثابت ملګری دی، خورا په اسانۍ سره موندل کېږي، تر ټولو عاقل مشاور او تر ټولو استادانو با حوصلې دی.

(چارلز ویلیام)

څنګه چې توره تېرولو ته اړتیا لري، همداسې ذهن هم کتاب ته اړتیا لري.

(جورج مارټین)

که کمې پیسې ولرم، کتابونه اخلم او که څه راپاتې شول په هغو جامې او خواړه اخلم.

(اراسموس)

نړۍ یو کتاب دی او څوک چې سفر نه کوي، یوازې د دې کتاب یوه صفحه لولي.

( … )

کتابونه مې ملګري او شریکان دي، هم دوي دي چې ژوند ته مې مانا ورکوي.

(کریستوفر پاولیني)

ماشوم ته هېڅکله هغه کتاب مه ورکوه چې تا پخپله نه وي لوستی.

(جورج برنارد شاو)

که یو باغ او یو کتابتون ولرې، هر هغه څه لرې چې ورته اړتیا وي.

(سیسرو)

که د ناکامیو په اړه کتاب خرڅ نه شي، دا نو کامیابي ده.

(جیري سینفلډ)

کتابونه هېندارې دي، ته به یوازې هغه څه په کې ووینې چې ستا په دننه کې دي.

(کارلوس رویز)

خوب ښه شی دی خو کتاب بهتره.

(جورج مارټین)

یادونه: د کتاب په اړه دا ویناوې د (ویښوونکې خبرې) کتاب یوه برخه ده!

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب