کارځای کې خوراک د زيات چاغوالي لامل ګرځي

له لندنه خپرېدونکې ډيلي مېل ورځپاڼې د طبي کارپوهانو له قوله ليکلي، چې کارځای او دفتر کې خوراک کول د کارمندانو د بدن وزن زياتوي او سړی د چاغوالي په مرض اخته کوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د امريکا «کولډيج کوينز» پوهنتون د يوې طبي څېړنې په رڼا کې ويلي، چې کوم کارمندان چې خپلو دفترونو او د دفتر په کانټين کې خوراکونه کوي، د بدن ويټامينونه يې کميږي او د وينې غوړ«کوليسټرول» يې زياتيږي.

د کولډيج کوينز پوهنتون طبي کارپوهانو د پنځو کالو په ترڅ کې پر ۸۳۱۴ رسمي مامورينو څېړنه کړې، چې ډېری وخت يې خوراکونه په دفتر يا کانټين کې کړي دي.

په دغه څېړنه کې ويل شوي، چې د دغسې کسانو د بدن د ويټامينونو کچه سره ګډه وډه وي او توازن يې له لاسه ورکړی وي او د دې تر څنګ د وينې غوړ او فشار باندې هم اخته وي.

د يادونې وړ ده، چې د چاغوالي مرض د نړۍ په کچه مخ پر زياتېدو دی او په ځانګړې توګه په دې وروستيو کلونو کې چاغوالی د انساني مرضونو يو مهم مرض ګڼل کيږي.

ډيلي مېل د بريتانيا د طبي څېړنو د مرکز له قوله وايي، چې يوازې بريتانيا کې پر چاغوالي د اخته کسانو سلنه د بريتانيا ټولو وګړو کې۶۴ سلنه زياته شوې ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب